نظــر

طالبان ، مذاکرات ، اندیښنې او څو وړاندیزونه

images  stories  taliban  tayeeb-5جبران خليل جبران وايي “په لومړي ځل يې چې و ويل ومې منل دوهم ځل يې چې خبره تکرار کړه شکمن شوم، په درېيم ځل پوه شوم چې درواغ وايي” د جبران دا خبره د انسان د راواني کمزورۍ ښه انځور دی. هر وخت چې څوک کوښښ کوي، خپل درواغ رښتيا ثابت کړي، نو خبره ډېره تکراروي او که بیايې هم څوک ونه مني نو قسم هم پر خوري. د انسان دا کمزوي د نړيوالې ديپلوماسۍ يو مهم عنصر دی.

ديپلوتان د سياستوالو او ليډرانو داسې حرکتونه په ډېره باريکۍ ارزوي او ورپسې يې په اړه فیصله کوي. نړیوال ډيپلوماتان د انسان دې کمزورۍ ته متوجه دي، له همدې امله پرمختللي هيوادونه خپلو ديپلوماتانو ته دا درس ورکوي چې د خبرې له تکراره دې ځانونه ساتي او که چېرته يې مقابل لوری خپلې خبرې تکراروي، نو ديپلوماتان بايد خارجه وزارت ته په دې اړه خبرداری ورکړي، تر څو د پېښېدونکې پېښې مخنيوی وکړي. د بيلګې په توګه څو کاله مخکې د اسیا څو مهم هيوادونه، ماليزيا، اندونيزيا، هانګ کانګ او تايلنډ له سختو افتصادي بحرانونو سره مخ وو، امريکا سره انديښنه پيدا شوه چې هسې نه چين له دې حالته ګټه پورته کړي او خپله کرنسي را ورغورځوي، له همدې امله امریکايي چارواکو له چين څخه وغوښتل چې خپله کرنسي ونه غورځوي او چين يې دا غوښتنه ومنله. څه وخت ورورسته د چين خارجه وزير په يو نړيوال کنفرانس کې دا خبره تکرار کړه نو د امريکا د ماليې وزير خپل ټول کارونه پرېښودل او په منډه چين ته ورسيد او د چينايي کرنسۍ د راغورځيدو انېښنه يې څرګنده کړه. د چين د ماليې وزير ورته و ويل چې موږ خو تاسې ته دوه ځل په دې اړه ډاډ در کړی، تاسې ولې دومره اندېښمن ياست؟ د امريکا د ماليې وزير ورته و ويل، چې په لومړي ځل مو و ويل، موږ ومنله، دوهم ځل مو چې تکرار کړه موږ شکمن شو او پام چې درېيم ورا يې ونه وايي چې بیخي به نهیلي شو.

طالبان د تاريخ له پاڼو ختم شول

دا دومره لويه مقدمه د دې لپاره وه چې نړيوالې او افغاني رسنیو د طالبانو د حکومت له ختمېدو وروسته د امريکايي چارواکو له خولې ويل طالبان له منځه ولاړل. د هغه وخت د دفاع وزير ډونلډ رمسفيلډ ويل چې طالبان د تاريخ له پاڼو لرې شول دا او ورته نورې څرګندونې به امريکايي چارواکو تکرارولې او پخوانيو مجاهدينو”پاټکيانو” به هم په ډېر فخر ويل چې دا زموږ د برياليو مټو زور و چې د طالبانو حکومت مو را وپرځاو. خو پخو سټو لکه افغان تاريخ پوه او فیلسوف ارواښاد قدرت الله حداد او نامتو برتانوی ژورنالیست او ليکوال ښاغلي روبرټ فیسک ويل، چې ډېر زر به د امريکا او ايتلافي ځواکونو خلاف کلک مقاومت پیل شي چې پايله به بهرنيو ځواکونو ته له ذلت او رسوايي پرته بل هيڅ نه وي او رابرټ فیسک لا دا هم و ويل چې زموږ شتون په افغانستان کې د یرغلګرو شتون دی چې بايد زر تر زره ورته د پای ټکی کېږدو؛ ځکه افغانانو هيڅکله په خپله خاوره یرغلګر نه دي منلي او نه به يې ومني،د مصر د ستراتيجي مطالعاتو ريس ښاغلي طلعت رميح هماغه مهال و ویل چې طالبان به بريالي کيږي او امريکا به له ماتې سره مخ کيږي؛ مګر امريکايي سرمست ولس مشر، بوش او ملګرو يې د داسې پوهانو خبرو ته هيڅ اهميت ورنکړ او خپله جګړه، بمبارۍ، نيول، وژل او زورول جاري وساتل او او طالبانو ته په هيڅ انساني  ارزښت نه ول قانع چې ورسره ورځ تر بلې مقاومت هم قوي کيده. د هيواد په بېلا پېلو سيمو کې جهاد او مقاومت زياتيده چې بالاخره امريکايي او نړيوالو ځواکونو “ایساف” اعلان وكړ چې د طالبانو له منځه وړل ناشونی کار دی، زموږ لويه توره به دا وي چې طالبان کمزوري کړو. په نړیوال سياست کې لويه کمزوري دا ده چې نظامي ځواک دې د ماتې اعلان وکړي، ځکه چې د ماتې او سوبې اعلان يوازې د سیاسي چارواکو دنده ده نه د پوځي قومندانانو.

 نړيوال سياستوالو د امريکايانو له هماغه تکراري خبرو سنجوله چې امريکا او ملګري يې په افغانستان کې له سختې شرمېدونکې ماتې سره مخ کېدونکي دي. بوش له همدې امله څو وزيران او مشاورين له دندو ګوښه کړل چې د ماتې خبر يې ورکړی و.

په جګړه د دښمن پېژندل اړين دي

اوس سوال دا دی چې، ايا امريکايي چارواکي نه پوهيدل چې موږ به ماتيږو؟ ويل کيږي، چې “طمع له عقل څخه ډېره قوي ده”  د امريکا لويه تېروتنه دا وه چې په افغانستان کې يې پر هغه چا باور وکړ چې، نه د امريکا له غمه مړه وو او نه يې بل کوم ځانګړی پلان در لود. ټوله ارزو يې دا وه چې څو ورځې د چوکۍ مزې وکړي او جيبونه له ډالرو ډک کړي او امريکايان يې په خوږو او نرمو خبرو تېروتل، چې بس تاسې راځئ او افغانان در سترګې په لار دي او رسنيو هم له امريکايانو د رحمت فرشتې جوړې کړې وې چې راشي، نو وطن به ګل و ګلزار شي. خو د اشغال طمعې د امريکايانو له ذهنه د افغانانو جهاد، مقاومت، همت، غیرت، او دين ويستلی و او دا يې هير و چې د افغانانو مال له سره او سرله ناموسه جار دی. دوی فکر کا و چې، ټول افغانان به د همدې څو غلامانو په څېر وي چې د څو ډالرو له لپاره له خپل دين او وطنه تېر شول. د هيواد په ګوټ ګوټ کې د یرغلګرو پر خلاف کلک مقاومت پیل شو او د طالبانو له منځه وړل او کمزوري کول يې له وسه و وتل نو درېيمه لار “مذاکرات”يې غوره کړه

مذاکرات د څه لپاره؟

لکه مخکې چې خبره وشوه په پیل کې يې هيڅ خبره او مذاکرات نه منل. بوش به ويل چې “له موږ سره يا له دښمن سره” درېيمه لار يې هم نه منله یعنې څوک چې له دوی سره نه وي هغه يې دښمن دی. خو چې الله تعالی يې دا ارمان له خاورو سره خاورې کړ ورپسې د طالبانو د کمزوري کولو پلان وسنجاو چې دا هم ناکام شو نو د مذاکراتو خبرې يې پیل کړې. د مذاکراتو په اړه يې هم په پیل کې خپله هيڅ اعلان ونه کړ، بلکې غیر رسمي توګه (د کرزي په خوله) يې طالبانو ته د مذاکراتو او خبرو اترو بلنه ورکړه. طالبان چې په دې پوهيدل چې کرزی د هغه څه اختيارلري چې امر ورته کيږي، یعنې په هيڅ خبره کې ازاد نه دی؛ نو هيڅ توجه يې ورته ونه کړه او اعلان يې وکړ چې، د يو خارجي پوځي تر پاتې کېدو به هم زموږ مقاومت روان وي، نو د جبران خليل د خبرې پر اساس يې تکراري درواغ پيل کړل چې طالبانو سره مو وکتل او روغې جوړې ته تيار دي، نن دی او سبا دی بس راغلل او په حکومت کې به ګډون وکړي. له دې خبرو يې لويه موخه دا وه چې د مقاومت  روحيه کمزورې او تر منځ بې باوري او ویش پیداکړي. څه وخت وروسته د برتانې د هغه مهال لومړي وزير ګورډن بروان و يل چې د طالبانو سره بايد خبرې وشي، ځکه  جګړه د حل لاره نه ده. د مصر د ستراتيجي مطالعاتو ريس طلعت رميح و ويل چې هر کله د غربيانو، په ځانګړې توګه د انګريزانو له خولې داسې خبرې واورئ نو په خپل سر او زړه لاس کيږدئ، ځکه چې دوی د هرې خوږې او نرمې خبرې تر شا خامخا کوم بد پلان لري. د براون له څرګندونو وروسته د امريکا مرستيال ولسمشر جوزف بايډن و ويل چې طالبان خو زموږ دښمنان نه دي، موږ ورسره هر رنګه خبرو ته تيار يو. طالبانو د ځينو هيوادونو په ضمانت ګرين سګنل ورکړ، چې که خارجيان له افغانستانه وځي، موږ به ورته د وتلو لار ورکړو. او د مذاکراتو د تمهيدي خبرو يا زمينه برارولو لپاره قطر کې خپل دفتر خلاص کړ؛ تر څو نړۍ ته وښيي چې دوی جګړه نه غواړي بلکې، جګړه د دوی پر هيواد تحميل شوې. خو د دطالبانو له دغه اقدامه امريکا، په ځانګړې توګه سي ای اې او د ځينو ګاونډيو هيوادونو استخباراتو د اوازې خپرې کړې چې طالبان خرڅ شول او امريکا سره يې هر څه ومنل. خو د طالبانو قيادت دې خبرې ډېر زر متوجه شو او خپلو ټولو قومندانانو او مشرانو ته يې ډاډ ورکړ چې دا اوزاې او پروپاګند درواغ دي او امريکا غواړي په دوی خبرو مقاومت و ويشي او تر منځ يې بې باوري پیدا کړي؛ چې په نتيجه يې طالبانو د مذاکراتو د موقتو بنديدو اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې امريکا په مذاکراتو کې مخلصه نه ده. خو امريکا په ځانګړې توګه (CIA) څو جعلي څېرې پيدا کړي تر څو خلکو ته په داغو وښيي چې طالبانو سره خبرې روانې دي. د بېلګې په توګه ملا معتصم اغاجان چې طالبانو له خپل نظامه ويستلی او ورسره ځينې نورې کړۍ دي چې د سيمې د استخباراتو لخوا سي ای اې ته معرفي شوي دي . بل پلو يې د ځينو مخلصو مجاهدينو تر منځ خپل بړيڅي پیدا کړي چې د خلکو په ذهن کې دا خبر ور واچوي چې طالبان خو خبرڅ شول او جهاد سره خيانت وشو.

خو دلته بیا هم د امريکايانو ستونزه دا ده چې خپل دښمن يې پوره نه دی پېژدلی چې دوی يې خپلو کې د بې باوري کولو او ویشلو خبرې کوي.

او بله موخه يې دا ده د مذاکراتو په پلمه د مقاومت روحيه کمزوري کړي، تر څو  يې په اسانه له منځه يوسي. خو که دا يوه دسیسه هم بريالۍ نه شي او مقاومت همداسې کلک روان وي نو اخره خبر به دا وي چې امريکايان ځانته د اوړو پوزه جوړه کړي تر څو خپلو ولسونو ته و وايي چې موږ ماتې نه ده خوړلې.

د طالبانو د برياليتوب راز

د نړۍ د زبرځواکونو عادت دی، مقاومت چې  له هرې لارې وي بايد سره تقسیم شي تر څو يې له منځه وړل ورته اسان شي

په تېر جهاد کې چې د سیمې او نړۍ استخباراتو مجاهدين په اوو اتو تنظیمونو ويشلي ول نو د فیصلې او مقاومت قوت يې هم سره تقسيم و. طالبان ددوی پر خلاف له اوله د يو مشر او يو بیرغ تر سيوري لاندې کلک مقاومت کوي او له پیله همدا يوه خبره کوي چې د خارجي عسکر تر پاتې کيدو به زموږ مقاومت روان وي او اوس هم دا خبره کوي او که همداسې کلک مقاومت روان و نو ډېر زر به امريکايان سره له خپلو ایتلافي دوستانو له دې هيواده و وځي.

د طالبانو د کمزوري نقطې

سره له چې د طالبانو په نيت او اخلاص کې شک نشته له پيله يې په تش لاس په هيواد کې د فساد پر ضد مبارزه وکړه او په هيواد کې يې کلک امنيت راوستی و چې د ولس له اولينو غوښتنو  او اړتياوو څخه دی، مګر په هېواد کې د ښه اقتصاد، تعليم او صحت لپاره كوم ځانګړي پلانونه نه و جوړ کړي. دا هم وروسره منو، چې اقتصادي حالت دومره ښه نه و چې داسې کارونه يې کړي وای، ولې خپلو افرادو ته يې ډېر داسې موټر، کروزينان او ډاتسنې ور کړې وې؛ چې يوازې ډيزل پوره کول يې هم د افغانستان غوندې غريب هيواد ستوزمن کار و.  اقلا دومره خو يې خامخا کولای شول چې کار اهل کار ته وسپاري.  او له اسلامي نړۍ يې همکاري غوښتې وای. او بله عمده تشه يې دا وه چې بستونه او دندې په انډيوالۍ ترلاسه کېدې. څه ځانګړی معيار پکې نه و. ولې کله چې د نړيوال زبرځواک سره ستونزه راغله نو په خپل دريځ کلک ودريدل او د يو ښه مثالي قيادت بېلګه يې اسلامي نړۍ ته وړاندې کړه او د خپل واک او قدرت لپاره يې هيڅ کوم اصل مات نه کړ او په پوره مېړانه يې نړيوال کفري ايتلاف ته ځواب و وايه؛ چې تر اوسه له ګردې نړۍ سره په پوره ميړانه جنګيږي  او خپل ډېر مشران او قومندانان يې قربان شول. طالبان بايد څو خبرو ته بايد متوجه شي، ځکه چې  لا تر اوسه هم  د طالبانو تر منځ ډېری کارونه په انډيوالي او په کورني شاليد روان دي، يعنې که يو څوک د يو کار لپاره  ډېر وړ هم وي، خو چې د دوی په طبيعيت نه وي، چندان اهميت نه ورته لري. بله دا چې د مصلح پر ځای په کې چاپلوس او غوړه مال کسان ډېر چليږي، د نقد د زغملو عادت نه لري او حتی سالم نقاد هم ورته دوست نه ښکاري. داسې کومه منظمه ستراتيژي نه لري چې که همدا نن بهرني ځواکونه له افغانستانه و وځي، نو ايا دوی دا تياری لري چې د هيواد چارې په پوره توګه سنبال کړي؟ ایا دوی کولای شي چې هيواد د سیمې له استخباراتو وژغوري او د هغه اخلاقي او فکري ويجاړيو مخه نيولی شي؛ چې د بهرنيو ځواکو لخوا ولس کې خپاره شوی دي. ايا طالبانو تر اوسه دا سې څوک روزلي چې، عالم، متقي او په يوه څانګه کې تخصص هم ولري. ايا دوی د ديني علومو، اقتصاد، کمپيوټر ساينس، طب، زراعت،مخابراتو او… په څانګو کې داسې وړ کسان روزلي چې که دوی واک ته ورسي، په سالمه توګه دې نظام وچلوی شي؟  طالبان بايد دا فکر وکړي چې اوسنی حالت له نويمو کلونو سره د ځمکې او اسمان توپیر لري. هغه مهال خلک له شر و فساده په تنګ ول او لويه ارزو يې دا وه، چې يوازې او يوازې سرونه او ناموس يې په امن شي؛ ولې ننی حالت بيا ډېر زيات بدل دی. خلک په ډالرو اخته او ذهنونه يې مادي شوي دي. دوی نشي کولای چې يوازې د امن او اسلام په نوم یې ارام وساتي. ولس سره د خپلو کوچنيانو د تعليم او صحت سوچ دی. خلکو ته د کار زمينه برابرول اړينه خبره ده. طالبان بايد د ولس د سالمې زوزنې لپاره د نړۍ له بادرکه علماوو سره اړيکې ونیسي او د هغو له علمي خدماتو سالمه ګټه پورته کړي. په معارف او لوړو تحصيلاتو کې د دنيا په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ له متخصصينو او کارپوهانو سره سلا مشورې وکړي او د هغوی له علمي خدماتو ګټه پورته کړي، د کرهنې، مالدارۍ او اوبو باره کې بايد ځانګړي منظم پلانونه ولري. دا هغه کارونه دي طالبان يې بايد د هوم ورک په توګه مخکې له مخکې په اړه منظمه تګ لاره غوره کړي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x