
زنا پور ده
ژباړن: حمدالله حلميار
(دا یو ریښتینی داستان ده خو د کیسې کرکټر غوښتنه کړې چي نوم یې پټ پاتي شي خو د عبرت په خاطر یې نشرول اړین بولي)
دی وایی: د پوهنتون محصل وم، دلته په پوهنتون کې ډیرو ځوانانو له پیغلو محصلینو سره ناروا اړیکې درلودې، یو ځل زه هم له یوې پیغلې سره اشنا شوم؛ او له دې نجلۍ سره مې خبره آن تر ناروا اړیکو ورسیده…
څه موده پس حامله شوه… دنجلۍ کور خبر شو، نحلۍ زه په لاس ورکړم…ورور یې راپسې راغی او د وهلو برید یې راباندي وکړ… ما ورته وویل: ورک شه دوسه! زه دې خور نه پیژنم…!
ورشه ویې پوښته چي له چا بارداره شوې… څرنګه چي پر ما یې کوم ثبوت نه درلود نو یې زما مخه پرېښوده.
ډیر وخت تیر شو او ما دا کیسه بالکل هیره کړه.
یوه ورځ چې کله کورته راغلم ګورم چې مور مې ویرانه (بېهوښه) پرته ده، ژر مې ورته خوله کې خوږې اوبه وڅڅولې او پر مخ مې ورته اوبه وشیندلې… راپاڅیدله خو چی زه یې ولیدم بیا بېهوښه شوه… وارخطا غږونه مې ور وکړل: مورې مورې! څه کیسه ده؟… بیا را سمه شوه او یوازې دا خبره یې وکړه (خور دې) او بیا بیهوښه شوه…
په خور مې څه شوې…؟ په خور مې څه شوي..؟
همدا خبره مې تکراروله او د لاس ورغوی مي ور موښل… یو ځل بیا په هوښ راغله او په چیغو چیغو یې راته وویل: خور دې د ګاونډي له زویه حامله شوې…!
لکه چا چي پر سر ګوزار راکړ… پر سترګو مې تیاره راغله او لکه لیونی د ګاونډي د کور پر لور په منډه شوم… د ګاونډي زوی مي چي وموند د خور د بې عزتي مې ورته وویل او غوښتل مې په وهلو یې پیل وکړم خو هغه یوه خبره راته وکړه چي زه یې پر ځای وچ ودرولم، لکه په ماغزو کې چي مي ټک شوی وي ګنګس شوم…!
پوهیږئ څه یې راته وویل!؟
راته کړل یې:
ورځه ورک شه! خور دې زه نه پیژنم… ورشه پوښتنه یې وکړه چي له چا ب…
سبحان الله
هماغه خبره مې واوریده جي څو ماله وړاندې ما د پوهنتون د محصلې ورور ته کړې وه… (کرلي به ریبې)
مشران وایي: زنا قرض ده که دې واخیست ادا کوې به یې ضرور…
زموږ دا ملګری پخپل داستان کې وړاندې وایی: له دې پیښې وروسته مې د ژوند خوند او مزه ولاړه، په مشکلاتو اخته شوم او له شرمه ټولو خپلوانو ته سرکوزی وم… څه موده پس مې واده وکړ … د واده په لومړۍ ورځ مې ولیدل چي ښځه مې وار له مخه زنا کړې…! نژدې وو له ډیرې غوسې چیلې کړم خو د میرمنې دې خبرې غلی کړم چي( ته زما پرده وکړه الله به ستا پرده وکړي).
پوهیدم چي الله جل جلاله راسره زما د اعمالو په تاله حساب کوي، پوهیدم هغه محصله چې ما یې عزت لوټلی وو نن د کوم بل زناکاره ځوان میرمن ده…!
له همدې میرمنې سره مې د واده دوه کاله وروسته خدای راته ښکلې لور راکړه، لور مې لا اته کلنه نه وه چي یوه ورځ په چیغو راغله چي پوښتنه مې ترې وکړه ولې ژاړې؟ ویل د ساختمان پیره دار ورباندی تیری کړی…(( لاحول ولا قوة الا بالله العلی العظیم))
نو ګرانه وروره! او ګرانې خورې!
دا مه وایه چی دا ګناه خو هر چا کړې..!
خو داسي څه یې نه دي لیدلې!!!
ځکه ډیرو یې دا هرڅه لیدلي خو ویلي یې نه دي.
هغې محصلې چي د کیسې په پیل کې یې له کیسه کونکې سره اړیکې درلودې، یو ورور درلود چي دا پیښه ورته یوه فاجعه وه او الله تعالی هغه فاجعه دده پر خور مسلطه کړه.
او هغې (محصلې) پیغلې به حتما له کوم ځوان سره واده کړی وی، چي د هغه لپاره به د ښځې دا عمل یو بده پیښه وه، چي په بدل کې یې الله تعالی دده ښځه هم په ورته برخلیک اخته کړه… او دغې محصلې به پلار هم درلود چي په دې پیښه به یې زړه تړک چاودلی وي… الله تعالی ددغه (کیسه کونکي) ځوان لور هم په دې بلا مبتلاء کړه.
د زنا قرض په هر صورت کي ورګرځي.
الله دي ټولو مسلمان ځوانان له دې فاحش عمل څخه وساتي.
یادونه: ما هم د یو تریخ حقیقت او عبرت په خاطر ژباړلې او له تاسو سره شرېکه کړې…
تاسو یې هو تر نورو په همدې نیت ورسوئ.
درنښت
حمدالله حلميار
یا رب العالمینه ته ورحمیږی او ته مو د شیطان له وسوسونه لیییییییییییییییییری وساتی آمین یا رب العالمین.
حلميار صيب
کیسه مو شه ژبارلي خو محيطي فرق مو يي نه ده ترمیم کری، دا کیسه به مو له داسي ژبي ژبارلي يي چی وقوع يي په يوه بی بندوباره او ليبراله تولنه کی شوی يي، مطلب می داده چی د و هلو تر حده عکس العمل يي په پشتو ژباره کی يوه جانبي عارضه ده.
غوربندی صاحب ، ماته خو ستاسی هره تبصره وزینه توصیه ښکاری یعنی ډیری اموزنده تبصری لیکی ولی په پورتنی تبصره کی درسره توافق نه لرم الله ج دی وکړی چه خوابدی نه شی. دا منم چه افغانستان لوی هیواد دی ، او اوسیدونکی یی ډیر زیږه پښتانه او ساده مسلمانان دی، خو دا خبره په اطرافو کی ډير صدق کوی او دا خبره د ۴۰ کاله مخکی افغانستان کی صدق کوی ، وایی په یوه باندی چه دوه شی رڼا ورځ پری توره شپه شی ، د افغانستان د روسانو او کمونستانو د وخت زخمونو لا وینی بهیدلی او د… نور لوستل »
بیانزی صیب تاسو ته سلام او احترام ما خپل مطلب سم نه ده افاده کړی، محیطي عارضه پکې داده چې زمونږ په ټولنه کې که خدای مکړه له چا سره داسې تیری او نامردي وشي، نو عکس العمل یې وهل نه دي، دا چې په وهلو اکتفا کوي هغوی په لیبرال ټولنو کې ستر او د اشباع شوي دي، له هغی مرحلې سره زمونږ ټولنه ډیر واټن لري، ځکه دلته که څومره هم ټوله نړی د فساد لپاره کار کوي، په همدې شدت یې (لله الحمد) مقابله هم کیژي (د طلوع پريېبل* یې ښه بیلګه ده). پریېبل = معنی تادیب… نور لوستل »
یا قهاره خدایه په هغه ملک کشی چی نه الهی قانون وی اونه وضعی قانون نه انسانیت وی نه اسلامیت ته دهغه ملک دمظلومانو مرسته وکره او دظالمانو په مقابل کشی دهغه صفت نه کارواخله چی تا زان ته غوره کری(قهار)
دهغه سه په مقابل کشی چی ستا خوش ندی او تا خپل زان ندی پری نومولی چی ظلم دی.