
چارسدې برید: پاکستان افغان شازدافیر احضار کړ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغه ۶مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه افغان شازدافیر سیدعبدالنصیر یوسفي احضار کړ او د باچا خان په پوهنتون د برید په اړه یې خپل اندېښنې ورته بیان کړې.
د ډان نیوز خبري وېبپاڼې د راپور له مخې پاکستان د باچا خان په پوهنتون تر برید شپږ ورځې وروسته افغان شازدافیر احضار کړ او د بریدګرو له لوري د افغانستان خاورې په استعمالولو یې ورته احتجاج وکړ.
څو ورځې وړاندې په پاچا خان پوهنتون د پاکستاني طالبانو څخه یوې جلا شوې وسلهوالې ډلې برید وکړ چې په ترڅ کې د محصلینو، استادانو او مامورینو په شمول ۲۱ کسان ووژل شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې افغان شازدافیر ته وویل شول چې د باچاخان په پوهنتون برید تنظیموونکو د افغانستان خاوره او تلیفوني سم کارتونه استعمال کړي دي.
خو تېره ورځ د جیو پاکستاني تلویزون راپور ورکړ چې د پاکستان مخابراتو چارواکو وویل چې په چارسده کې افغان تلیفوني شبکې کار نه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې زیاته کړې چې د برید په اړه معلومات يې تر دې وړاندې افغان چارواکو سره شریک کړي دي او دوی له افغانستان غواړي چې د «ترهګرو» عدالت ته راکش کاږلو لپاره د دوی سره مرسته وکړي.
د دغه برید په اړه د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال عاصم باجوه ادعا وکړه چې بریدګر د تورخم له لارې پاکستان ته ورغلي او بیا يې په دغه پوهنتون برید کړی دی. افغان حکومت د باجوه څرګندونې رد کړي دي.
دواړه ګاونډي هېوادونه له ډیره پخوا پر یوه بل تورونه لګوي چې د دوی مخالف ساتي، روي او پر ضد یې کاروي.