افغانستان

بګرام اډه کې دامریکا لوژیستیکي ذخیره داور خوراک شوه

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې تیره شپه طالبانو د بګرام په امریکایي اډه کې دریمې جنوب شرقي دروازې ته څيرمه په هغه ځای کې درنه چاودنه کړې چې دامریکایانو تر ۶۰۰ عرادې ډیر اکمالاتي په کانتینرو بار موټر په کې ولاړ ول ، ددې درانه انفجار نه وروسته به اکمالاتي کانتینرو اور لګیدلی چې تراوسه پورې دوام لري .

د راپور له مخې امریکایانو بیګا ټوله شپه هڅه کړې چې دغه پراخیدونکی اور کنترول کړي ، مګر تراوسه نه دي توانیدلي ، او لا هم لمبې وهي ،  طالبان وایي ددوی دمعلوماتو له مخې په دې  اور کې لسګونه اکمالاتي کانتینر او دتیلو ټانګر داور په لمبو کې سوزیدلي چې ښایي دسوزیدلو امریکایي اموالو زیان ملیونو ډالرو ته ورسیږي .

تیر کال هم بګرام ته نږدې  د امریکایانو ترټولو ستره اکمالاتي ذخیره دمجاهدینو په توغندویي برید کې لګیدلې او سوزیدلې وه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x