نظــر

د قطر ناستی څلور اړخیزه پروسه تر سيوري لاندې راوستل!

لیکوال: عبدالباقی حنفی

دپګواش نړیوالی اداری په نوښت چې کومه غونډه دسولی په باره کې دنظرونو اوریدو په موخه جوړه سوه په یاده غونډه کې دملی یوالی دحکومت ځینی برحاله اوځینی پخوانیوچارواکو همدارنګه دافغانستان اسلامی امارت دقطردفتر دمشراوځینوغړو په شمول دنړیوالو غیری دولتی مؤسسو استازو هم برخه درلوده که څه هم دایوه غیری رسمی ناسته وه خواغیز يې ډیر زیات ولیدل سو ددی نه مخکې هم دسولی دهڅوپه لړکې دوې څلوراړخیزی ناستې وسوې خو دهغو ناستو څه خاص اغیزرابرسیره نسو. په دی ناسته کې لویه لاسته راوړنه دابللای سو چې افغان متنفذو جهتونو په خورا صمیمانه فضا کې یو دبله سره وکتل اوټولو اړخونو دزړه داخلاصه دسولی راتلو لپاره اواز پورته کړ اوټولو ګډون والو دناستې دنتایجو نه خوشبینی څرګنده کړل اوهیله يې وښوده چې داسي ناستي به دسولی پرهلوځلومثبت تآثیر وکړی. طالبانو په دی ناسته کې هغه اړتیاوی په ډاګه کړی چې دسولی دخبرو دپیل کیدو مخنیوی کوی لکه دتورو لیست موجودیت،معلوم ادرس،دزندانیانو خلاصون او دبهرنیانو وتل چې دناستی ټولو ګډونوالو په یوه خوله ورته لبیک ووایه .

په دی غونډه کې طالبان په دی وتوانیدل چې خپل هغه غوښتنې او هغه ستونزې چې دسولی دخبرو په شروع کې یې لری نړیوالو اوافغانانوته ورسوی همدارنګه یوبل پرمختګ چې دناستی په پای کې اعلان سو هغه دښاغلی محمد اشرف غني هغه پیغام وو چې په هغه کې یې طالبان دخپل سیاسي مخالفینو په نومي يادکړي وه خو که دیوی خوا دی ناستې داطمنان فضا رامنځته کړل او هغه څلور اړخیزی ناستی اوپروګرام يې ترسیوری لاندی راوستی او دخلګواذهان یې مطلق له هغو ناستو نه منصرف کړل او ټولو ته یو امید پیداسو چې که خدای ج وکړل داځل ډیر پرمختګ لیدل کیږی اما راورسته دګډ حکومت دچارواکو له بیانیو نه داسی ښکاری چې دوی لاتر اوسه دپاکستان څخه نه دی ناامیده سوی اوغواړی چې هم هغه پروسه تعقیب کړی او دقطر دناستي وروسته يې متزلزل دریځ هغه اوازی رشتیا کوی چې یا ګډحکومت دسولی کومه اجنډا نلری او یاهم داتوانایې پکښي نسته چې دمخامخ خبرو هغه ستونزی له منځ یوسی چې په مخکې پرتی دی ښه خبره داده چې ګډ حکومت هرڅونه توانایې لری باید دسولی واک دبل چا په لاس ورنه کړی اوهڅه دی وکړی چې هرڅومره ژر کیدای سی خپله افغانی پروسه دی تعقیب کړی او دولس غوښتنو ته دی غاړه کښیږدی له یوي خوابه دوخت دضایع کیدو مخه ونیول سي او له بل اړخه به دهغه نامشروع امتیازاتو نه خلاص وی چې پاکستان ته یې منی اوياپاکستان ورنه طمع لری . دااوس ډیره ښکاره خبره ده چې په څلور اړخیزی ناسته کې داتوانايې نسته چې افغانستان کې دی سوله راولی اما کیداسی چې فشارپرطالبانو راوړی بیاخونوفشار سوله نه بلکی دجګړی داوږدیدو اونوری وینی تویدو نه پرته بله نتیجه نلری.اما وروسته دسولی دخبرو نه کیدا سی چې دا دڅلوراړخیزی ناستی ګډون وال هیوادونه اونور بی غرضه هیوادونه دیونړیوال تضمین لپاره وکارول سي خودسولی دخبرو دپیل په افغانی رنګ باندی داڅلور اړخیزه ناسته کوم مؤثریت نسی درلودلای حکومت مخکی له دی چې پسرلی راځی اودجکړی نوی څپه پرانستل کیږی دبیځایه وخت ضایع کولو پرځای دی همدغه افغانی پروسه تعقیب کړی اودقطردناستی پایلی دی په دقیق ډول وارزوی اودکډونوالو نه دی یوه داسی بي طرفه افغانی جرګه جوړه کړی چې وکولای سي هم دطالبانو اطمنان راخپل کړی او هم دسولی لپاره یوه ښه مقدمه کښیږدی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x