نظــر

ځانونه به نه غولوئ !

پر افغانستان د نړیوالو له یرغل سره سم، ډېر درانه، یا په ظاهر درانه، ډېر علما، مجاهدین، اسلامپالي او د اخوان د فکر پلوي یا په ظاهر پلوي له ایمانه لغړ کړل. ولس پر دوی ډېر باور کړی و، دوی یې ډېر درانه تللي وو، د دوی هر قول و فعل یې له اسلام سره برابر، بلکې دوی یې د اسلام استازي بلل. سیاف، د ټولو په یاد دی، غټې غټې خبرې، توندې ویناوې، شعارونه، درز غوبل…. فلسطین، اقصی….د حرمینو دفاع (د خلیج لومړۍ جګړه) د امریکايي ټانکونو لاندې…سل په سلو کې اسلامي نظام…په ظاهره د یوه کمونیست منلو ته نه و تیار… ظاهر شاه خوارکی په هره غونډه کې کافر و… پای څه شو؟!! پای کې راغلي وضعیت سیاف په عمل کې پر خپلو ټول کړنو پښېمانه کړ!

سیاف کاش پښېمانه شوی وای، موږ ترې ګیله دا کوو، چې هغه د «مجاهد» نام و نښام دې نور پرېږدي. دا دنیا ده او دا معمول دی، تاریخ کې ډېر داسې ثبت شوي، چې ډېر درانه، آن له پروني سیافه هم په تول برابر بې لارې شوي دي. خو بیا یې پر همغو نورو لاړو ویاړېدلې دي. سیاف ځکه ټکوم، چې هغه د مجاهد پاک لقب دې نور نه نام بدی کوي.  

د دې لیکنې نښه یوازې سیاف خوار نه دی، هسې بس ټک ته برابر شو. دا هم کېدای شي د ده د شلېدلې خولې له امله وي. دا خوله ور خو په خبرو روږدی دی، چې په هر لوري کې درېږي، بیا ترې خبره افراط ته ورسي. پرون هم افراط، نن هم افراط سبا ته هم تېر ته په کتو افراط… د دې یادښت نښه هغه دي، چې د سیاف، کشاف، رباني(کله چې ژوندی وی)، حضرت، پیر… پر فتواوو راته اوسنی نظام سم بولي او پر وړاندې يې روان ملي مقاومت ناسم… یا ترهګري.. یا د پاکستان غلامي….!

زما د دې لیکنې مخاطب اول دا ږېرور شېخان او ملاین دې، د استاد یاسر خبره، بیا یې پاتې بلا بتر… چې د دوی پر فتواوو هم سم روان دي. تاسې طالبان ولې د پاکستان پر غلامۍ تورنوئ؟! طالبان خو نن له پاکستان سره هم په ډغره دي، وزیرستان کې پراته ګرد ځانونه د ملا محمد عمر تر فرمان لاندې ګڼي. قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستنه ازادي او خپلواکي نه ده نو څه ده؟!! تاسې پرون څومره خپلواک وئ؟؟ هېر مو شول، چې د حمید ګل او ضیا او نورو په مخ کې مو کلیمه نه شوای ویلای! هېر مو شول، چې د ژینوا په مذاکراتو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ستاسې په استازیتوب لاسلیک وکړ؟!! هېر مو شول، چې د پاکستان له وېرې مو د نجیب له حکومت سره د خبرو کړت نه شوای کولای؟!! تاسې کومه خپلواکی لرله؟!! د آی اس آی ټیټ پوړي جنرال به درسره د و سلو معاملې کولې. ربانی حمید ګل ته د حکومت پرمهال د نظامي مشاوریت وړاندیز نه و کړی؟!

طالبان خپلواک نه دي؟

نن د سیاسي خبرې لرونکي، خپلواک شنونکي، کارپوهان او لږ له کښته او پورته خبر پر دې پوهېږي چې طالبان څومره ازاد او خپلواک دي. هغوی، چې خبري مراجع یې، ازادي راډیو، اشنا راډیو، د کابل بې شمېره متبذلې راډیوګانې، د سفارتونو له خوا تمویلېدونکي تلویزیونونه او … دي هغوی نه شي کولای خپلواک سیاسي دریځ ولري. هغوی چې پر رسنیزو لوبو یې سر خلاص نه دی، نشي کولای سیاسي تحلیلونه او تبصرې وکړي. هغوی چې اوس هم ورته سیاف، حضرت، پیر، فهمیم قسیم، عبدالله، صالح، بسم الله او … مجاهدین ښکاري او دوی د امریکا ضد او امریکا د دوی ضد بولي.. دا خلک د سیاسي درک په لومړي ټولګي کې نه شي چلېدای.

دلته زما یوه خاطره راپه زړه شوه. درې څلور کاله مخکې، هغه مهال چې سیاف او قانوني د ولسي جرګې پر مشرۍ له یوه بل سره په ډغره وو، زموږ د مجلس خبرې هم پر همدې موضوع څرخېدې. یوه ویل: امریکایان استاد(!) سیاف نه مني.

هغه بل چې مخیینه یې سیاف سره وه، خو نن حقپال و، ورته کړه یې:

ولې امریکایان سیاف نه مني؟!

هغه چې امریکایان یې د سیاف دښمن بلل، رنګ یې ژیړ شو، خبره ترې خطا شوه… داسې دی… هاسې دی….استاد جهادي سابقه لري… جهاد یې کړی…

هغه ورته وویل، ګیري شیرون چې کله د شمال ټلوالې له مشرانو سره د افغانستان خرڅونې شرموونکې معاله کوله، فهیم ورته د سیاف او رباني د اخوانیتوب وېره څرګنده کړې وه، چې ښايي دا بوډاګان راسره په دې معامله کې مخالفت وکړي.

شیرون ورته ویلي و، رباني سره تاسې مه درېږئ، له هغه څه نه جوړېږی؛ پاتې شوه د سیاف خبره، هغه زموږ پخوانی یار دی، سبا سهار چای له سیاف سره مېلمه یم…!

نن راته یوه بوډا، چې جهادي سابقه لري ویل: دا طالبان مسلمان دي؟!! ما ورته ویل، ولې؟

ویل یې: دا د فراه پېښه نو مسلمان کوي؟!!

زه حیران شوم، چې دې ماما ته اوس څه بابولالې ووايې. دا خوار دا لویه حادثه له څومره کوچنۍ زاویې ګوري. طالبانو خو له ولس سره دښمني نه لري، که یې ټارګیټ ولس وای، نو دا خو ډېره ساده ده بیا، بس دې فروشګاه کې دې یو لاس بم وروغورځوي، په شرط چې پنځوس په کې اوږده غځېږي.

دا هغه حقایق دي، چې د دغو په اصطلاح جهادي مشرانو مبتدا او خبر ښه رڼوي. د طالبانو په باب چې څوک منفي نظر لري، هغه یوازې د ګومانونو، مطبوعاتي لوبو او استخباراتي ذهن جوړونو تر حده دي، چې د ټولنې ساده ګان یې ټارګیټ دي اوبس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x