تصوف

ليکوال: اتل مشواڼی

د منځویو، لږو ډېر څلورمې هجري سدۍ را دې خوا د اسلام پوهانو له خوا توده موضوع ده.کله -کله یې پر اړه بحث دومره توند شوی، چې يوه لوري پر بل سختې نیوکې او فتواوې ورکړي.پر ابن عربي څلوېښتو اسلامي عالمانو د کفر فتوا ورکړې؛خو ورته ژمن او لارويان بیا دا بې بنسټه بولي.په تصوف کې ځينې دود طریقې او له لارښونو ناسمه ګټه د دې لامل شوی، چې پر وړاندې یې مخالف لوری سختې فتواوې ورکړي او په رد پسې یې مټې را ونغاړي.

له ټولو غټ مخالفت، چې اهل شریعت)صوفیان ظاهري او فقهي علم ته شریعت وايي.( یې له صوفیانو سره لري، د سمعاع د رواوالي ستونزه ده.د تصوف لارويان په تېره بیا د ابن عربي پلیوني سماع روا بولي، بلکې د نفس تزکې ته یې اړین بولي او ورته خپل دلایل لري.که څه هم په صوفیانو کې ځينې ډلې شته، چې روا یې نه ګڼي؛ خو ډېر یې له لومړي هغې سره تړلي.د سماع رواوالي که د یو شمېر عالمانو مخالفت ته تندوالی ورکړی، په تصوف کې د انحراف لامل هم شوی.په شعوري او نا شعوري ډول د سماع پر ځای بربڼډې موسقۍ شوي او له سماع سره یې تړاو ورکړی .لومړینو صوفیانو چې سر کې یې ابن عربي راځي، د سماع رواوالی په شرطونو پورې تړلی مثلاً: شعر به اخلاقي، تصوفي اړخ لري، فاحش یا داسې شعر به نه وي چې سړی کناه ته هڅوي.سماع به ترنمي زمزمه وي، ځينو یې د موسقۍ له ساده ابزارو سره هم سماع کړې.

تصوف کې د وحدت الوجود(همه اوست}ټول هغه،دی{.) او وحدت الشهود( همه از اوست}ټول له هغه دي{) دوه ستر مکتبونه دي، چې هر مکتب یې مرشدان او پیروان لري.د دې دوو مکتبونو بلکې د تصوفي چارو مسایل دومره پېچلي او تاور را تاو دي، چې د ډېرو ذهن پرې سم کار نه کوي.همدا پېچلي مسایل د دې لامل شوي، چې ګڼ دیني پوهان( هاغه چې پکې ژوره مطالعه نه لري) د ځان مخالف کړي.وحدت الوجود د وحدت الشهود په پرتله ډېرې پېچلې مسلې لري، چې د مخالفانو له خوا هم ډېر تر نیوکو لاندې همدا مکتب راغلی.مجدد الف ثاني د وحدت الوجود پر وړاند تصوف کې وحدت الشهود رامنځته کړ او تصوف ته یې ترمیمي بڼه ورکړه، ده به یې پر اړه وېل:(( نه این کار میکونم، نه انکار میکونم!)) وحدت الوجود د ټولو موجوادتو منشا یوه ګڼي او کاینات د حق مظاهر بولي. وحدت الشهود د موجوداتو پر اړه د دیواله او سیوري مثال ورکوي، چې سیوری خپله دېوال نه دی.
د دې دواړه مکتبونو غټ اختلاف د الله جل جلاله د صفاتو پر اړه هم دی.وحدت الوجوت او لارویان یې د خدای جلت عظمته صفات عین ګڼي؛خو وحدت الشهود او پلیوني یې غیر بولي. د اهل سنت والجماعت عقیده ده، چې د الله جل جلاله صفات نه عین دي نه غیر.

تصوف که مخالفان پیدا کړل؛خو ډېر داسې نوښتونه او پلټنې یې وزېږولې، چې علمي او قیمتي ارزښت لري.اسلامي پوهان یې کایناتو کې سوچ ته وهڅول، له دې اړخه یې فلسفې ته وده ورکړه چې له نامسلمې فلسفي افکارو څو ځلې ژوره فلسفه ده. پر اسلامي پېیونکو او شعرونو یې پېرزوینه دا ده،چې ډېر نوي او نادره سېمبولونه او اصطلاحات یې شعر ته ور دننه کړل.دغه اصطلاحات د دې لامل شول چې شعر کې نازک خیالۍ، د مفهوم ژوروالي ته قوت ورکړي او سبکي تنوع رامنځته کړي. تصوفي شعر کې یا صوفیانو چې کوم سېمبولونه کارولي، دې ته کراردادي سېمبولونه وایي. له عادي سېمبولونو سره یې فرق دا دی، چې عادي سېمبولونو ته لوستونکی خپله، په ذهن کې انځور جوړوي؛ خو کرار دادي هغو کې سېمبول ته انځور تیار ټاکل شوی وي، یوازې د مانا د پټوالي او ژوروالي لپاره پکې له سېمبولونو کار اخیستل کیږي.که څه هم تصوف د یوې ربړې په توګه په اسلامي بحثونو کې یادیږي،؛خو دغه اختلاف هیڅ کله د دیني پوهانو له خوا پر فزيکي غبرګون نه دی اوښتی!

پر اړه یې نور بیا!

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د