ادبي لیکني

د ژوند ادبي بهیر اوونیز راپور

   

  دادریس وقارزي  په تلاوت دژوندادبي بهير اته شپېتمه اوونیزه ناسته پیل شوه،ویاند دادمحمد ناوک دمخکې ناستې حال اورولو لپاره محب الله لايځ  دريځ ته راوغوښت،دراپورهنریت،لفظ کارونه،دجملوښه تړاو،.. ګډونوالو خوښ کړل،همدارنګه د راپورپه سر کې په لوی لیک ددګذ ارشګرنوم راوړل اوپه مشاعره کې ټول برخه والولپاره دشاعرانو نوم کارونې ته دسمون وړاندیز وشو. (په شعرکې نوښت اوخپلې تجربې) موضوع کې ساجدبهار ادبي درس ورکړ.دګډونوالو له لوري په ادبي درس پراخه بحث وشو، په موضوع کې دبېلګوپه ډېروالي،دنوښت لرونکوشعرونوبرعکس شعرونوپه راوړلو دوړاندیز کولو سربېره ،په نوښت،خپلې تجربې،خلاقیت،ډېربحث وشو،(خلاقیت:یو نېست شی هېست کولوته وايي اودا دالله ج ورکړه ده .نوښت:په نوې بڼه دیوې معناوړاندې کول دي. خپلې تجربې: یعنې ازمېښت اوعبرت ترې اخستل ،خوپه تجربه کې عقلي دلیل پروت وي ).له دې سربېره ساجدبهار نه  په دې موضوع کې دخپلو بیتونو دځای کولو هیله وشوه،خو بهار وویل:هېڅوک په خپلو شعرونوقضاوت نه شي کولی.

.کره کتنه دحمیدالله همیم په یو اووه بیتیز غزل وشوه،

یاره یاد دې زماپرزړه بله ډیوه ده

لکه اوښـــــــکه پربـــــاڼه بلــه ډیوه ده

دغزل په مطلع ستاینې ډېرې وې،تشبه اوهنریت يې ښه وارزول شو،داوښکواوډيوي تشبه ډېره له معناډکه اونوې وه،اودګډونوالو زیاته خوښه شوه.

سورشفق نه دی مــــــــــــــــاښام کې چې راخیژي

داخــــــــــــوګــلـــــــه پـــــــــــاس په غــــــــــــــــــره بلــــــــــه ډیــــــــوه ده

دپورته بیت په اړه  نقادانو داسې ارزونه وکړه:  د بیت انځور اوتشبه یوښه طبیعت راپه زړه کوي،همدارنګه دکوچي ژوند لپاره یوه نغوته هم ده ،…

داداوس خبره نه ده دادننګ خو

فــطـــرتي پرپښـــــــــــتانه بلــــــــــــه ډیــــــــوه ده

دفطرتي کلیمې پرځای فطري سمه وه،خودعاموالي اوڅپې دکمېدو له مجبوریته همداسې پرېښودل شوه،پورته  بیت ته هم دخوښۍ سرونه وخوځېدل.

نن يې بیا اسویلي ګرم ګرم راغله

چېرته بیــــــــــــــــــــــاپرتنـــــــــــاره بــــــــــــــــــله ډیوه ده

تــــاچې هرقدم زمــــــــــاپه خاطـــــــرايښی

اوس دې ځکه پرهرپله بله ډیوه ده

په غزل کې پورته بیتونه  ګډونوالوډېرخوښ کړ،غزل په داوروسته مقطع پای ته رسېدلی و:

چې شرنګی دزولنومې ترغوږراغی

بس(همیمه)دانوځه بله ډیوه ده

دبیت هدف ښه واقیعت لرونکی و،ددویم نیم بیتي بڼې اوښتو(ای همیمه دانوځه بله ډیوه ده) ته ملګرو وړاندیز وکړ. له کره کتنې وروسته موزیکال غږونه دشعرپه ژبه مشاعره کې وکړنګېدل،چې دشعردغوطوطیانويې غېږه ډکوله:عرفان الله مقبل،مجیب الرحمن مخلص،هلال عاجز،خاورې منت بار،ایمل کامران شینواري،هېوادمفتون،نقب احمد غزیزي، حمیدالله همیم،محب الله لايځ،رحمت الله حکیمي،زاهدالله ځيرک،ساجدبهار،قدرت الله احساس،….  راتلونکې ناستې ته ځانګړې موضوغ الله محمداتل،ادبي درس مجیب الرحمن مخلص اوکره کتنې ته هلال عاجزخپله لنډه کیسه وټاکله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x