
کاليفورنيا کې پر نظامي روغتون بريد شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۷مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا کليفورنيا ايالت کې پر سان ډيګو نظامي روغتون بريد شوی دی. د سان ډيګو روغتون چارواکي وايي، چې يو شمېر بريدګر وسلې پر لاس روغتون ته ننوتي او پر خلکو يې ډزې پيل کړي دي.
د روغتون چارواکو خلکو ته يې وويل، چې ځانونه پټ کړي يا دې له وسلو سره د بريدګرو مقابلې ته راووځي.
امريکايي رسنۍ د چارواکو له قوله د پېښې پخلی کوي او وايي، چې د سان ډيګو روغتون پر ۲۶ نمبر ودانۍ بريد شوی دی.
د کالفيورنيا سان ډيګو نظامي روغتون مشر په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې د روغتون ټولې عملې او اړوندو کسانو ته يې امر کړی، چې د پېښې له ځايه وتښي، يا دې ځانونه پټ کړي او يا دې هم له بريدګرو سره وسلهواله مبارزه پيل کړي.
سان ډيګو ښار د کاليفورنيا سويلي ساحل ته څېرمه پروت دی، دغه سيمه کې ګڼ نظامي مرکزونه او د امريکايي ځواکونو مرکزي سمندري اډه هم شته.
د تېر کال په ډيسمبر کې هم د کلفورنيا سان برناردينو کې د معذورانو پر يو مرکز بريد کې څوارلس کسان وژل شوي وو او ۱۷ نور ټپيان وو.
د تېر کال اکتوبر کې د ناڅرګندو بريدونو په اړه يوې غونډې ته د امريکا ولسمشر بارک اوبا غوښتنه وکړه، چې د شخصي وسلې ساتلو قانون بايد نور هم سخت شي، مګر د کانګريس وسله والو قواوو کمېټې او امريکا کې د وسلو پلورلو شرکتونو د اوباما پر څرګندونو سختې نيوکې وکړې او دا يې له قانونه خلاف وبللې.
وروستي راپورونه وايي، چې بريدونه اوس هم روان دي او د پېښې ځای ته امنيتي ځواکونه رسېدلي دي.
تر اوسه د پېښې شوې مرګ ژوبلې اړه کره معلومات نه شته.