افغانستان

افغانستان د فساد په نوملړ کې بيا دوهم شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۷مه، ۱۳۹۴ل): د روڼتيا نړيوال سازمان «ټرانسپرنسي انټرنېشنل» وايي چې په ۲۰۱۵ زيږديز کال کې افغانستان د نړۍ دوهم هغه هېواد دی چې په نظام کې يې زيات فساد شتون درلود.

د نړيوالۍ روڼتيا دغه سازمان چې مرکز يې په المان کې دی، په يوه تازه راپور کې يې ویل شوي دي چې شمالي کوريا، افغانستان او سوماليا د نړۍ د ۱۶۷ هېوادونو په کتار کې تر ټولو فاسد دولتونه دي.

په راپور کې راغلي دي چې، په افغانستان کې دميلياردونو ډالرو د لګښت سره سره بيا هم د افغانستان په دولتي ادارو کې پراخ فساد شتون لري.

دغه سازمان چې هر کال د نړۍ د هېوادونو د فساد د کمښت او ډېرښت په اړه راپور خپروی، تردې وړاندې يې هم افغانستان او دنړۍ نور هېوادونه په فسادونو کې ښکېل بللي دي.

افغانستان له څو کلونو راهيسې ددغه سازمان د راپور پر بنسټ د فاسدو دولتونو په سر کې ځای لري.

تر دې وړاندې هم په ۲۰۱۴ زيږديز کال کې افغانستان د نړۍ د ۱۷۵ هېوادونو په کتار کې درييم فاسد دولت ګڼل شوی و، همدغه راز په ۲۰۱۳ زيږديز کال کې افغانستان د نړۍ د ۱۷۷ هېوادونو په نوملړ کې د دوهم فاسد دولت مقام خپل کړی و.

خو د افغانستان په ګاونډ کې هېوادونه بيا له افغانستان څخه په ډېر توپير کې ځای لري، پاکستان په اداري فساد کې ۱۱۷ او همدا راز ايران ۱۳۰، چين ۸۳ ، تاجکستان ۱۳۶ ترکمنستان ۱۵۴ او ازبکستان هېواد ۱۵۳ مقام خپل کړی چې په همدې بنسټ د افغانستان دولت د سيمې تر ټولو فاسد دولت ياد شوی دی.

د نړېوالې روڼتيا د سازمان په راپور کې ويل شوي دي چې د نړۍ په هر هېواد کې فساد شته خو دغه فساد له يوه وخت نه بل ته راکميږي خو د افغانستان په شمول د نړۍ په څو نورو هېوادونو کې فساد ورځ تر بلې د زياتېدو په لوري ځې.

خو په دغه راپور کې د نړۍ ځينې هېوادونه له فساده پاک هم ګڼل شوي چې په کې د اروپا ډنمارک، فنلينډ، او سويډن هېوادونه ياد شوي دي.

همدغه راز په اسلامي هېوادونو کې د قطر هېواد تر ټولو پاک حساب شوی چې په دغه نړيوال نوملړ کې ۲۲ مقام لري چې د فرانسې په ګډون له ځينو نورو اروپايي هېوادونو څخه هم مخکې او له فساده پاک ګڼل شوی دی.

ياد سازمان ويلي چې په دولتونو کې فساد هغه څه دي چې زور يې ټول ولس ته رسيږی او د هغوی د فقر، بې کارۍ سبب ګرځي او روغتيايي، ښوونيزې او نورې چارې يې اغيزمنې کيږې چې په ټوله کې يې زور د هېوادونو او ولس ځوړتيا ته رسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د کابل فاسدی ، ناوړه او غلامی اداری ته په فساد کی د نړی د سرو زرو دوهمه درجه مدال یی تر لاسه کړی ، د دغه ستری لاسته راوړنی او ویاړنی په اړه تر ټولو لوی غلام او دنړی دوهم متفکر ته چه د دوه سری حکومت په نیمایی برخه کی قرار لری مبارکی وایم ، اوس په ډاګه شوه چه دی ولی د نړی دوهم متفکر جوړ شوی. یوه پوښتنه : د دوهم متفکر نه مخکی یعنی لمړی متفکر ورک دی چه څه نومیده او دکوم هیواد وو او دغه ځانګړیتیا دوی ته څرنګه ، چیری ، د… نور لوستل »

ساپي

قدرمنولوستونكوسلامونه. يوڅه چي ماته دپام وړوګرزيدهغه داچي په دي كي هم درغلي شوي ده ځكه چي دصليبيانودچترلاندي په جوړشوي دولت كي دنړئ وتلي لوفران،حرفوي مشهورغله،داړه مارن،پخوانې پنچرمينان،اونور راز رازچهارساوبيست راټول كړي اوترهغويي يوګډوله دولت جوړكړي او درونڼتيانړيوال سازمان پخپله سږنئ څيړنه كي په فساد ككړبللي اودافغانستان دوه سري دولت يي دلومړي مقام څخه دوهم مقام ته راټيټ كړي دي بايدنړيوالي محكمي عارض شوو ترڅواصلي حق ترلاسه شي داداهانت ډكه كړنه په دوه دلايلو دمنلووړنه ده . ١-دامريكي څخه ديوي نشريدونكي مجلي دحكم له مخي دنړي دمفكراشرفې لپاره توهين . ٢-دنړئ دمشهورومفسيدينواهانت چي په دوه سري دولت كي راټاله شوي دي.… نور لوستل »

فروانه

چې دا اول نمبر بیا کوم هیواد دی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x