ملي امنيت شورا د نهو ولايتونو د امنیت د ټينګښت سپارښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۷مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنيت شورا د نهو ولايتونو امنيتي ارګانونو ته ويلي چې په دغو ولايتونو کې د امنيت د ټينګښت په اړه اقدامات وکړي.

په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت د شورا د جوړې شوې غونډې وروسته په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې په غونډه کې د هېواد د امنيت په اړه بحث وشو او په کې د نهو ولايتونو د امنيت د ټينګښت خبرداری ورکړل شو.

په غونډه کې د نهو هغو د جوزجان، بلخ، پکتيکا، پکتيا، اروزګان، غور، زابل پنجشير او کندهار ولايتونه ياد شوي چې امنيت يې تر پخوا ډېر د خرابېدو په حالت کې دی.

سرچينه زياتوي چې ددې ترڅنګ په ټول هېواد کې پر امنيتي وضعيت خبرې وشوې او ځواکونو ته د دفاع او امينيت د ټينګولو سپارښتنه وشوه.

په غونډه کې وويل شول چې ملي امنيت شورا به په راتلونکې کې د يادو ولايتونو له واليانو سره د امنيت په اړه غونډې کوي او د يادو ولايتونو د امنيت په اړه به د ملي امنيت شورا ته د خپلو کړنو راپورونه ورکوي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې نا امني د نورو وختونو په پرتله زياته شوې ده چې له امله يې دولت او خلک له ګواښونو سره مخ کړي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د دی لیکنی په اړه یو څو مهم ټکی : لمړی : د کابل غلامه اداری خوله کی د ملی او ملت ټکی زیب ځکه نه کوی چه دوی د ملت دوینو زبیښلو د پاره په ملت زوره تپل شوی ، د دغه تبل شوی اداری د پاره چه یی بادارانو اردو ، پولیس ، اربکی او داعشی ملیشی جوړی کړی د غلامانو او بادارانو د ساتنو او د ملت د وژلو د پاره دی د ملت ګټی او نوم د غلامانو په نوم کی مدغم شوی . دوهم : دوی وایی چه په نهه ولایتو کی امنیت نشته ،… نور لوستل »