نظــر

د رحماني صاحب د ستایني وړ اقدام …!!

موسی فرهاد

د تېر میلادي کال په جولای کې چې د امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد د وفات خبر خپور شو او پر ځای یې ځای ناستی منصور صاحب د نوي أمیر په توګه وټاکل شو ، هغه مهال د اسلامي امارت ځینو وګړو د أمیر د انتخاب پر طریقه کار یو لړ ملاحظات څرګند کړل د دوی په اند په کړنلاره کې باید بدلون راشي ترڅو نیمګړتیاوي پوره شي.

په دې کې ډېری داسي وګړي وو چې نیت او اراده یې اصلاحي وه ، مګر یو شمېر داسي وګړي هم پیدا شول چې ارادې یې لا له وړاندي ناسمي وي او د یوې موقع په انتظار وو . هغوی په خپلو اعتراضاتو کې جديت وښود ان خبره یې دې ته ورسوله چې له امارت څخه لاري بیلي کړي .

که څه هم دوی په دې کار سره جهاد او مجاهدینو ته کوم خاص زیان ونه رساوه ، البته دښمن ته یې لنډه مهاله موقع په لاس ورکړه ترڅو د مزدورو رسنیو په مټ ناوړه او زهرجن پروپاګند وکړي.

خو له بلي خوا د امارت مشرتابه او نورو اعضاؤو کوشش وکړ ترڅو د ناراضه وګړو استدلال ته د قناعت لاره پیدا کړي. هغوی چې اعتراض یې جدي نه بلکي د کارونو د بهبود پخاطر و ؛ اکثره یې د جهادي مقاصدو او د اسلامي امارت د علیا مصالحو پخاطر تر خپلو ملاحظاتو تیر شول او خپل بیعت یې اعلان کړ ، او په دې توګه یې د دښمنانو هغه ارمانونه نیمه خوا کړل ؛ د کوم لپاره چې یې خورا ګرم او ناوړه تبلیغات پیل کړي وو.

رحماني صاحب هم هغه شخصیت ؤ چې ترهرڅه یې د اسلامي امارت د جهادي کاروان اهداف او مصالح مقدم وګڼل. او په زغرده یې پرته له قید او شرط نه د نوي امیر منصورصاحب سره علني بیعت اعلان کړ ، او په دې سره یې د مجاهدینو روحیه لا ژوندۍ کړه او د دښمن امیدونه او پلانونه یې ناکام کړل .

ملا محمد حسن رحماني صاحب چې د روسانو د وخت جهادي سابقه لري ؛ او د روسانو سره په جګړه کې یې خپله یوه پښه له لاسه ورکړي ؛ د أمیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد له لومړنیو هغو ملګرو څخه هم و چې د طالبانو اسلامي تحریک یې د شر او فساد په وړاندي پیل کړ .

نوموړی د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال تقریباً ټوله موده د کندهار ولایت والی پاتی شوی ، تر امریکایی یرغل وروسته یې بیا د اسلامي امارت په لیکو کې نه ستړي کیدونکي بیلابیل جهادي خدمتونه انجام کړي .

لنډه دا چې رحماني صاحب د جهاد په درې واړه مراحلو کې د دين او وطن پخاطر خورا ډېري خوارۍ ګاللي دي.

د نوموړي دا وروستی اقدام چې د نوي امیر ملااخترمحمدمنصور سره یې بیعت وکړ؛ داسی یو کارنامه ده چې د ده پر صداقت، ریښتینولي ، له جهاد او مجاهدینو سره پر اخلاص او بالأخره پر ښه سنجیدګي او لوړي پوهي دلالت کوي . د رحماني صاحب دغه اقدام د نورو وګړو لپاره هم ښه رهنما کیدلای شي .

که څوک واقعاً له نظام سره مخلص او د اسلامي امارت لوړي ګټي ترخپلو شخصي مفاداتو مقدمي ګڼي ، او د دنیا او آخرت د کامیابۍ په فکر کې وي ؛ هغوی به هرو مرو هیڅکله له سواد اعظم څخه د لاري بیلولو تصور ونکړي .

له بلي خوا د اسلامي امارت مشرتابه هم زه فکر کوم چې په دې لاره کې د ښه سنجیدګي څرګندونه کړي ، تر ډېره حده یې خپل وس نه دی سپمولی ترڅو د هغو وګړو ملاحظاتو ته په مثبت نظر سره وګوري او د حل لاري یې ومومي ، چې د نظام د لا ښه والي او جهادي کارونو د پرمختګ سبب ګرزي .

څه موده وړاندي یو شمېر علماء کرامو هم دخپل بیعت کولو په مراسموکې د امارت له مشرتابه نه غوښتنه وکړه چې په دې لاره کې دي له هر ډول انعطاف پذیري نه کار واخلي . ترڅو د دې سپیڅلي صف د لا ټینګښت سبب وګرزي اوګیلمن ملګري د دښمن له ناوړه سازشونو څخه وژغورل شي .

نو په داسي حالاتو کې د رحماني صاحب اقدام خورا د ستایني وړ اقدام دی ، الله تعالی دې د نوموړي لپاره د دنیا او آخرت د کامیابۍ سبب وګرځوي اوداچي جناب رحماني صاحب اوس سخت مریض دی الله جل جلاله دي ورته عاجله شفاء اودلازیات خدمت توفیق ورکړي .آمین
پای ……………………!

2016-1-27

موسی فرهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حبیب الله

الله پاک دی د رحمانی صاحب دا ستر خدمت قبول کڑی.

الحاج استا ذ بیانزی

طالبانو د صدر اسلام دوره راژوندی کړه ، زه نه وایم چه د هغو به وزن به وی ، مګر هغوی ته ورته دی ، هلته دا ټوپیر وو چه حضرت محمد ص په شان رهبر او برکت ورسره وو ، سیاسی قدرت لرل هم ستره خبره ده او هغوی سیاسی قدرت او ځانګړی محوطه لرله او څوک چه یی مقابل کی جنګیدل وسلو او وسیلو یی ورته والی درلود ، طالبان سیاس قدرت نه لری ، او نه یی وسلی او وسیلی د دشمنانو سره مقایسه کیدلی شی . داسی نه شم ویلای چه تر هغوی ښه دی مګر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x