شعـــــرونه

غزل ـ نور احمد صديقي

نوراحمد صدیقي

په کوڅو و ګرځیدم دلداره چې دمه شمه
ځمه چیرته لرې له دې ښاره چې دمه شمه

ریښتیا یې دي ویلي چې له قتل نه بدتر ده
راشه جانانه، له انتظاره چې دمه شمه

د هیواد د هر بچي په وینو یې داړې سرې دي
توره به مې کیږدم له ښاماره چې دمه شمه

راته راوړه سم چې مې بې صبره زړه ترې صبر شي
هو یا نه جواب راوړه ریباره چې دمه شمه

نه کینم ګرمي وي او خولې رانه روانې شي
لاس تڼاکې پوه کړم له کاره چې دمه شمه

خوب وینم ماشوم په مخه راشي واي پټ مې کړه
لاس په غوږو کیږدي له بمباره چې دمه شمه

ستړی (صدیقي) له اوږد مزل درته راغلی یم
ټینګه غیږه راکړه لوړ چناره چې دمه شمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x