افغانستان

دغزني په اربکیانو امریکایي الوتکو دوستانه بمبار کړی

دغزني له دهیک ولسوالۍ څخه راپورونه وایي چې ددې ولسوالۍ دجان اباد په سیمه کې په اربکیانو باندې امریکایي الوتکو بمبار کړی چې په نتیجه کې یې څلور اربکیان قتل شوي او څو نور ټپیان دي .
عیني شاهدان وایي اربکیان ددې ولسوالۍ  دسلیمانزو په کلي کې له خپلې یوازینۍ پوستې څخه دجان اباد کلي ته روان ول چې دطالبانو تربرید لاندې راغلل ، دجګړې له تودیدو وروسته چې کله اربکیان ونه توانیدل دطالبانو له محاصرې ووزي ، نو ددهیک دولسوالۍ مرکز ته یی احوال ورکړ او هغوی له امریکایانو کومک وغوښت ، خو کله چې امریکایي الوتکې سیمې ته راغلې ، نوددې په ځای چې دطالبانو له جنجاله یې خلاص کړي خپله یې په اربکیانو بمونه وغورځول او په دې توګه یې موضوع ته دپای ټکی کیښود .

په وژل شویو اربکیانو کې دری تنه د  دمحمود ، نعمت الله او حضرت محمد په نومونو دهمدې سیمې اوسیدونکي دي ، ویل کیږي چې څو تنه اربکیان ټپیان شوي  هم دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x