
افتخار: پګواش؛ طالبانو د پرمختیايي پروژو د ملاتړ ډاډ راکړ – مرکه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۷مه، ۱۳۹۴ل): محمد یوسف افتخار د افغانستان د سولي د څیړنیزي ټولني مسؤول دی، د دیني زده کړو تر څنګ یې په بین المللي روابطو کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړي کړي دي، د سولي لپاره فعالیت کوي، د پګواش موسسې له خوا یې د افغانستان د سولي اړوند دواړو کانفرانسونو کې ګډون کړی. نن ټکی اسیا له نوموړي سره مرکه کړې:
نن ټکی آسیا: د پګواش دوه ورځني کانفرانس پایلي تاسو څرنګه ارزوئ او د اجنډا مهمه برخه څه وه؟
افتخار: بلې د اجنډا مهمه برخه په افغانستان کې د اساسي قانون تعدیل، تدوین او د هغې مربوط نورو موضوعاتو باندي خبري وشوې. بله موضوع د خارجي قواوو وتل و، د هغوی رول و، او بیا د افغانانو مسؤولیتونه وو، همداراز د ښځو حقوق وو، او په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ خبري وې، او په مجموع کې دا یو بین الافغاني کانفرانس و، چې افغانان په خپل منځ کې سره کېناستل، په دوحه کې د طالبانو د اسلامي تحریک د سیاسي کمیسون سره، د هغوی له غړو سره مو ولیدل، د هغو سره مو خبري وکړې، مونږ ټولو په یوه غږ باندي دا وویل چې په افغانستان کې سوله باید خپله د افغانانو په لاس راشي، د پردیو په لاس باندي باید نه وي. افغانان باید په خپلو کې را ټول شي او دغه مشکل ته د پای ټکی کښيږدي.
نن ټکی اسیا: تاسو د دې کانفرانس په اخیر کې پریکړه لیک صادر کړ، یا مو موخي وټاکلې، ایا هغې ته د رسیدلو لپاره به کار کیږي، او که مو عمومي افکار او اذهان وڅیړل او خلکو نه مو واوریدل؟
افتخار: هو، څرنګه چې دغه موضوعات او اجنډا وه، چې ما مخکې یادونه وکړه، نو په دې کې د افغانستان د ډیرو مختلفو اړخونو نه استازي راغلي وو، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ادارې وزیران وو، په هغه کې د دوه مهمو اپوزیسونونو چې اوس د افغانستان په فعلي حکومت کې حضور لري، ډاکټر انوار الحق احدي او همداراز پخوانی داخله وزیر عمر داود زی وو، هغوی په دغه کانفرانس کې اشتراک وکړ، نو دغسي د نورو اړخونو نه سیاسیون ول، هغو ټولو خبري وکړې، په کانفرانس کې یې برخه واخیسته. په پایله کې دې نتیجې ته ورسیدلو چې د سولي افغاني بعد یعني خپله بین الافغاني خبري کولای شي چې مونږ داسي یوې نتیجې ته ورسوي، چې بالاخره په افغانستان کې سولي ته نږدې شو. خو موضوعات مختلف وو. اخیري پریکړه په دې باندي وشوه چې مونږ به د بین الافغاني کانفرانسونو پر تداوم باندي کار کوو، تر څو دا ادامه پیدا کړي ، ځکه چې دا یو کامیابه حرکت دی، دا له مونږ نه قیمت نه غواړي. یعني که چیرته مونږ سوله د خارجانو په لاس باندي کوو لکه اوس چې في الحال څلور اړخیزه مذاکرات روان دي، د پاکستان، افغانستان، چین او د امریکا په توسط باندي، زه فکر کوم دا له مونږ نه ډېر لوی قیمت غواړي ځکه دا د (give and take) نړۍ ده، یعني د واخله او راکړه نړۍ ده، دا به له مونږ نه ډیر ستر قیمت واخلي. پاکستان هم مونږ نه غواړي او په مجموع کې پاکستان پر طالبانو پوره اثر هم نه لري، که لري هم نو فکر کوم پر ډیرو کمو اشخاصو باندي به یې ولري، او همداراز امریکا هم نشي کولای چې پاکستان دې ته مجبوره کړې چې هغوی له خپلو ګټو نه تیر شي. نو زما په نظر دغه هڅه چې کومه د پګواش له خوا نه وشوه، څرنګه چې تېر کانفرانس وشو، د می په میاشت په دویمه او دریمه نیټه باندې، همداسي دغه کانفرانس، دا دواړه فکر کوم تر ډېره بریده سره یو شی وو، خو کومه لاسته راوړنه چې په دې کانفرانس کې وه، هغه اقتصادي وه.
یو دا وو چې طالبانو د ټاپي د پروژې څخه حمایت وکړ، زه فکر کوم دا یو ډیره ستره اقتصادي ګټه ده، چې په داسي یو حالت کې چې ځوانان مو د بیکارۍ نه بهر ته تښتي، او له ډیرو غټو ستونزو سره مخامخ دي، بیکاري زیاته شوې ده، واقعا دغه پروژه او د هغې تطبیق په داسي حالت کې چې طالبان یې حمایت کوي، زه فکر کوم چې د دې کنفرانس دغه یوه ډیره غټه لاسته راوړنه وه.
دویمه لویه لاسته راوړنه په دې کانفرانس کې دا وه چې د ښځو حقوقو ته طالبان قایل شول، د هغوی ونډه په سیاست کې مني، د هغوی د تعلیم حقوقو ته ژمن دي، او بالاخره کوم تشنج او وایلنس چې د ښځو پر وړاندي په افغانستان کې روان دی، د هغوی دریځ د ښځو د حقوقو په اړه ډېر کلک وو. زه فکر کوم ډیر دیموکراتیک حرکتونه هم دغسې افکار نه لري لکه څرنګه چې په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي کمیسون غړو وینو.
نن ټکی اسیا: تاسو سره دلته د طالبانو د سیاسي کمیسون تعامل او چلند څرنګه وو؟ ستاسو مېلمه پالنه دلته دوی څرنګه وکړه، که څه هم کوربه خو قطر هیواد دی، خو تاسو په یوه حساب دلته د دوی ځای او دفتر ته تشریف راوړی وو.
افتخار: واقعا مونږ د قطر هیواد نه هم مننه کوو، چې دا دوهم ځل دی، دوی د داسي یو کانفرانس لپاره زمینه سازي کوي او ټول تسهیلات برابروي، او بیا طالبان هم دلته په یوه شکل باندي زمونږ کوربانه دي، زمونږ کوربه توب کوي. واقعا چې تېر ځل یې هم په ډیره خوش اخلاقي او په ډېر ورین تندي باندي زمونږ هرکلی ووایه او دا ځل هم مونږ ډېر ورنه خوشحاله یو. زمونږ لپاره ستره سیاسي بریا دغه ده چې پخوا به داسي ویل کېدل چې طالبان دسیاسي بهیر له لاري مخته نه ځي بلکي د نظامي چلند له مخي مخته تګ غواړي، اوس مونږ وینو چې طالبان په سیاسي اړخ باندي هم ډېر تمرکز کوي او هغوی سیاست ته قایل دي او هغوی وايي چې مونږ سیاسي لاري چارې هم پر مخ بوزو، سولي ته وفادار دي، سوله غواړي، که چیرته د سولي لپاره یو داسي قواعد، اصول او چارچوب جوړ شي، چې په هغې د ټولو افغانانو لپاره حقوق خوندي وي، نو د دوی له رویې نه، د دوی په ورین تندي له هرکلي نه مونږ خوشحاله یو. خو بیا هم ځینی افکار او خبري چې زه فکر کوم دوه وروڼه هم سره کښيني، د هغوی په منځ کې جنجال راځي، ځیني مشکلات راځي، داسي بعضي منطقي دلایل ویل، زه فکر کوم باید افغانانو ته، د افغان حکومت او طالبان دواړه دا درګيري خواوي دي، دوی باید دواړه په سړه سینه او حوصله باندې د افغانانو هیلو ته جواب ووایي. د ځینو غړو له خوا نه بعضي خبري وشوې، هم د راغلو کسانو نه او هم د طالبانو د سیاسي کمیسون نه، نو زه هیله لرم چې زموږ آینده خبري باید ډیره په سړه سینه باندي وي، او ډېر په حوصله باندي وي. زه فکر کوم مونږ به په دې توګه لا زیات د کامیابۍ په لور ولاړ شو.
نن ټکی اسیا: تاسو په دغه غونډه کې یو د هغو کسانو څخه یاست چې عمر مو لږ دی او ځوان واست، تاسو وینا هم وکړه، د ځوانانو نمایندګي مو په خپله وینا کې څومره وکړه؟
افتخار: مونږ په دغه غونډه کې څلورو ځوانانو شرکت کړی وو، چې په هغه کې زه، محمد ولي اکبرزی، فیض ځلاند او زمونږ د افغانستان د سولي د مطالعاتو د موسسې رئیس خیبر ځواک، مونږ دغه څلورو ځوانانو په دې غونډه کې اشتراک کوو، مونږ په دې څلورو کسانو نشو کولای چې د ټول افغانستان د ځوانانو د هیلو نمایندګي وکړو، بلکي دلته ډیري خواوي دي چې هغوی هم دلته راشي، باید د ځوانانو ګډون په دغه کانفرانس کې زیات شي، خو کومه نمایندګې چې مونږ وکولای شوه، هغه په مجموع کې د ځوانانو حالات وه چې مونږ په دوحه کې د طالبانو د اسلامي امارت د سیاسي کمیسون غړو ته وړاندي کړه.
د ځوانانو د بې تعلیمه پاته کیدلو بعدونه، او همداراز د اقتصادي بحراني حالت چې افغانستان ته راغلی، بیکاري زیاته شوې، ځوانان اوروپا او غربي هیوادونو ته کډي کوي. دغه ځوانان به له اوروپا نه یو غربي کلچر له ځانه سره راوړي، هغه کلچر چې مونږ افغانان کله هم ورته تسلیم شوی نه یو، او طالبان هم په دې فکر باندي دي، هغوی په افغانستان کې د غربي تفکر نه حاکموي، بلکي د اسلامي شریعت نفاذ غواړي.
نو په داسي حالت کې مونږ د طالبانو نه هیله وکړه چې په ولسوالیو او ولایتونو کې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې دوی په اقتصادي او انکشافي پروژو باندي بندیز ونه لګوي.
ما خپله د طالبانو دسیاسي دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزي سره خبري وکړې، په کانفرانس کې می ذکر ونه کړ، خو د کانفرانس په څنډه کې مي ورته شخصا وویل چې تاسو څرنګه د ټاپي د پروژې نه حمایت وکړ همداسي باید په ولایاتو او ولسوالیو کې نورو ترقیاتي او انکشافي پروژو ته اجازه ورکړئ .
نوموړی ویل چې مونږ خو پر دې باندي بندیز نه دی لګولی، مونږ خو کله هم د داسي پروژو مخه نه ده نیولې. خو بیا هم مونږ په تیرو ۱۴ کلونو کې ددې شاهد یو چې طالبانو ځیني پروژو ته خنډونه ایجاد کړي، ځیني پروژې دي چې طالبان هم ټکس ځینی غواړي او حکومت هم ټکس ځینی غواړي، همداسي مونږ اوریدلي، نه پوهیږم چې اصل حقایق به څه وي، خو عامه افکار په افغانستان کې همداسي دي چې طالبان په کلیو او اطرافو کې د ځینو انکشافي او ترقیاتي پروژو مخنیوی کړی.
خو مونږ ته اوس نوموړي اطمینان راکړ، مونږ کولای شو چې په افغاني رسنیو کې ټولو خلکو ته په ډاډه زړه ووایو چې بهرني او افغاني موسسات هغو سیمو ته کولای شي چې ولاړ شي، چیري چې طالبان واکمن دي، او هلته ترقیاتي او انکشافي کارونه مخته بوزي.
دا تضمین ماته شخصا شیر محمد عباس ستانکزی راکړی، که څه هم ما ځیني غوښتنه وکړه چې دوی په خپله اعلامیه کې ووایي، خو هغوی چې د ټاپي پروژې کوم حمایت وکړ، زه فکر کوم دا د ټولو نورو پروژو نمایندګي کوي.
نن ټکی آسیا: تاسو په کانفرانس کې وینا هم وکړه، مهم ټکي یې څه وه؟
افتخار: هو ما وویل چې زمونږ رهبرانو همیش کوشش کړی چې ځوانان د جنګ خاشاک وګرځوي، ځوانان قدرت ته د رسیدو وسیله وګرځوي، مونږ دا نه غواړو، څومره چې ځوان نسل قرباني ورکوي، هغومره باید امتیازات ورکړل شي، ځکه د طالبانو په لیکو کې که مري، هم ځوانان دي، که د پولیسو او اردو په لیکو کې مري، هغه هم ځوانان دي. همداراز که د نورو مشکلاتو سره مخ دي، د افغانستان په معضلو کې ټول بوج پر ځوانانو دی. نو څرنګه چې هغوی قرباني ورکوي زه وایم چې هغومره امتیازات هم ورته ورکړل شي. دغه قربانۍ، د دوی دغه تویې شوي ویني باید د ترقۍ، کامیابۍ او د هوسایۍ یو رنګ راوړي. مونږ وویل چې ځوانان باید تحقیر نه شي، ځوانانو ته باید ارتقا ورکړل شي، د هغوی د راتلونکي ژوند د هغوی د آینده د هغوی فکر باید زمونږ له مشرانو سره وي، هغوی دې همیش دغسي استعمالیږي نه، بلکي هغوی دي د امتیاز خاوندان هم شي. څرنګه چې ځوان په کور، ټولنه او اجتماعي ژوند کې ستاسو سره شریک دی، دغسي ستاسو سره په سیاسي، اقتصادي او همدراز په ټولو اړخونو کې شریک دی، څرنګه چې هلته ورته سهم ورکوو، دلته هم باید سهم ورکړل شي.
نن ټکی آسیا: د افغانستان د سولي د څیړنیزي ټولني مسؤول ښاغلي محمد یوسف افتخار، مننه کوو چې په افغانستان کې د سولي لپاره هلي ځلي کوئ او نن ټکي آسیا ته مو د مرکې لپاره وخت ورکړ. ډیره مننه.
افتخار: له تاسو هم مننه