خدایه ! ( احسان الله الهام )
خدايه !څوک اسير يو خلاصېدوته نفس تنګي يو
څوک زخمي زخمي يو جو ړېدوته نفس تنګي يو
چا دسر ساتنې په نيت سپين قرآن پلورلى دى
څو ک يې په ساتنه جـــارېدو ته نفس تنګي يو
ځينو د زندان له ډاره ننګ ناموس پلورلى دى
ځيني ځـو پرې بنـد ته وجـزبو ته نفــس تنـګي يو
وړي دي له ځينيو ايمـــا نو نه د غفلت طو فان
ځيني دايمــــان تازه کېد و ته نفس تنګي يو
ځيني ډول وهي څو د آذان ناره خاموشه کړي
ځيني د اذان و او رېـد و تــه نفــس تنــګي يو
دا چي مؤ منا ن يو افغا نا ن يو او جهاد کوو
بس دشهادت جام نو شېد وته نفس تنګي يو
پاک دي صفتونه ، قــدرتــونه ، الهـامونه دي
موږ ستا دنصرت ناز يلېدو ته نفس تنګي يو