د نن سرلیکنه

د اسلام آباد ، کابل او دوحې د غونډو ترمنځ پرتلیزه مقابله

سرلیکنه– په دې وروستیو کې په اسلام اباد ، کابل او دوحه کې د سولې د تأمین لپاره یو لړ ناستې او غونډې تر سره شوې.

په یادو غونډو کې د افغانې لانجې ښکیلو اړخونو په دې خبره توافق نظر در لود چې سوله یو ضرورت دی او باید نور د جګړې د خاتمې او سولې د تامین لپاره جدي اقدامات تر سره شي.

خو د جګړې د خاتمې او سولې د ټینګښت د څرنګوالي په اړه بیا د اسلام اباد او کابل د څلور اړخیزو او د دوحې د ناستې د ګډونوالو نظرونه متفاوت ول .

متفاوت په دې مانا چې د اسلام اباد او کابل په څلور خیزو غونډو کې د سولې راوستلو لپاره هم د زور په کارولو ټینګار کیده او د دوحې په غونډه کې بیا د جګړې پر عواملو او د هغوی د له منځه وړلو پر لارو چارو تبادل نظر کیده.

د اسلام اباد او کابل په څلور اړخیزو کې بیاهم د سولې ټینګښت له بهرنیانو څخه غوښتل کیده او د دوحې په ناسته کې تر هرڅه وړاندې سوله د افغانانو ضرورت او د حل لاره یې هم خپله د هغوي په توافق پوري مشروطه وبلل شوه.

همدا راز د اسلام آباد او کابل په څلور اړخیزو کې د قضیې د یوه اهم لوري شرکت له پامه غورځول شوی و خو د دوحې په ناستې کې د قضیې ټول لوري د سولې په فضاء کې سره راغونډ او ټولو له هر ډول فشار پرته په پوره خپلواکي سره د سولې په اړه خپل نظر څرګنداوه.

داچې د معمول مطابق همدا اوس زمونږ د هیواد موسمي شرائط د پوځي عملیاتو (جګړو) لپاره ډیر نه دي مساعد له همدې فرصت نه په استفادې سره باید د قضیې ښکیل لوري د سولې په تحقق کې ریښتوني او د جګړي د خاتمې لپاره پر ټولو ممکنه لارو چارو غور وکړي.

بي ضرورته په افغاني لانجې کې د اجنبي جهتونو پر مشارکت او د قضيې د اهمو لورویو پر عدم مشارکت اصرار ونه کړي ، د لانجې عوامل د وقعیتونو په حیث درک او یوبل پر خپلو شته نیمګړتیاوو اعتراف وکړي.

د واقعیتونو منل د افغاني لانجې د حل اساسي حل دی ، تر څو چې واقعیتونه ونه منل شي او هرجانب په خپلو غوښتنو او خپلو شعارونو اصرار ولري که هرڅومره او هرچیرته غونډې وشی بیا به مو هم په هیواد کې د جګړې لمبې بلې او هيواد به مو د نړۍ د سترو ځواکونو د نیایتي جګړو ډګروي.

د زور له لارې د سولې راوستل خو تجربه شول چې په تیرو ۱۵ کلونو کې یې له مزیدې تباهي پرته هیڅ ګټه ونه کړه ، لهذا نور باید افغانان او په افغاني لانجې کې ښکیل لوري د زور کاروني منطق پریږدي .

باید د جګړې د خاتمې لپاره پر نویو مؤثرو او ممکنه طرحو غور وکړای شي ، او د ټولو تجربه شویو نا کامو هلو ځلو له نه مؤثریت څخه نور عبرت واخیستل شي …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx