
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال وفادار له دندي ګوښه شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۷مه، ۱۳۹۴ ل): وروسته له هغه چې پر کندهار هوایې ډګر د طالبانو له لوري پلان شوی ډله ییز برید ترسره شو او په مهارولو کې یې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال وفادار پاتي راغلی نو د نوموړي په اړه په دنده کې د غفلت شکونه راپورته شول.
د طالبانو په ډله ییز برید کې که څه هم د جنرال وفادار موټر، دفتر او ساتونکي په نښه شول خو د کابل څخه د مشرانو جرګې هغه پلاوي چې د کندهار د هوایې ډګر د برید څېړنه یې کول، جنرال وفادار په دنده کې په غفلت تورن کړ.
د برید تر څېړولو وروسته دا هم په ډاګه شوه چې جنرال وفادار د برید په مهارولو کې پاتي راغلی، نوموړي د برید په قابو کولو کې د امنیتي ځواکونو خاصه قطعه په عملیاتو کې د شرکت څخه منعه کړي وه او اجازه یې نه وه ورکړي تر څو بریدونه ژر تر ژره پای ته ورسوي.
د نوموړي د ګوښه کېدلو لامل تراوسه د حکومت له لوري نه دی په ډاګه شوی او نه هم د نوموړي پر ځای تر اوسه د ۲۰۵ اتل قول اردو لپاره نوی قومندان ټاکل شوی دی.
د یادوني وړ ده چې څه موده وړاندي د طالبانو سرتیرو بریدګرو د کندهار هوایې ډګر پر بازارګي، د جنرال وفادار پر دفتر او د بهرنیو ځواکونو پر یوه کنډک برید وکړ چې په پایله کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتل او میلیونونه ډالر مالي زیانونه رامنځته شول.