نظــر

سوله؛ د طالبانو شرطونه، اړتیاوې او خنډونه

احمدالله احمدزی

لیکوال او شناند

نړۍ کې د کړکېچ او سولې لپاره ټول عمر واکمن جهت د يو مشر او مسوول په توګه تر مخالف زياته قرباني ورکوي او دا يې د ستروالي او مشرتوب نښه بلل کيږي، په دې څوک کم نه راځي.

نړۍ کې د سولې او کړکېچ د څېړنې او څار کاناډايي مرکز «پګواش» په کوربه توب د غونډې ګډونوالو په يوه خوله وويل، چې طالبان سولې ته ژمن دي او حکومت په لوی لاس د طالبانو پر وړاندې خنډونه پيدا کوي.

مخکې له دې، چې په دې اړه خپله پرېکړه وکړو، لومړی د حکومت له لوري پګواش سره د پرېکون دريځ په اړه که ووايو، که حکومت سولې ته ژمن وای، نو ولې يې خپلو مخالفينو سره د مخامخ ناستې زرين چانس له لاسه ورکړ؟

د ډاکټر ځلاند په وينا حکومتي چارواکو د کابل هوايي ډګر کې دوی ته وويل، چې تاسې پګواش غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته نه شئ تلی او له پرله پسې هڅو د ځينو حکومتي چارواکو په مرسته دوی وتوانېدل، چې قطر ته ولاړ شي.

د دې پرېکون او خنډونو يو لامل دا هم کېدای شي، چې حکومتي چارواکي له هغو خبرو وېريدل، چې د پګواش له غونډې وروسته به کابل او نړۍ کې دا خبره خپره شي، چې طالبان خو سوله غواړي او هغه خلک به نړۍ او ولس څرګند شي، چې څوک سوله نه غواړي او پر وړاندې يې خنډونه راپورته کوي.

د پګواش تېر کال غونډه کې د ولسمشرغني سلاکارې ملالۍ شينوارې له ګډون وروسته وويل، چې طالبانو سره په مخامخ ناسته کې د طالبانو په اړه د دې فکر په بشپړه توګه بدل شو او اوس پر دې باور ده، چې طالبان نه د ښځو د حقونو مخالف دي او نه هم په جګړه ټينګار کوي او هېواد کې د سولې لپاره ژمن دی.

د ملالۍ شينوارې دې څرګندونو افغان او نړيوالو رسنيو کې ډېره مخه پيدا کړه او حکومت له همدې امله دې غونډې سره پرېکون اعلان کړ، چې په اوسنۍ پايله يې پوهېدل، چې له غونډې وروسته به خلک دغه خبرې کوي، چې اوس يې پيل کړي دي.

د غونډې ټولو مخورو ګډونوالو، ډاکټر فيض محمد ځلاند، د کورنيو چارو پخواني وزير محمد عمر داودزي، استاد مزمل، د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي، ډاکټر انوار الحق احدي او نورو ټولو په يو خوله وويل، چې د طالبانو په اړه د دوی فکر بيخي بدل شو او د طالب استازو وړتيا ورته د افغان سولې او راتلونکې په اړه په زړه پورې او ګټوره ښکاره شوه.

له همدې وېرې افغان رسنيو د حکومت په دستور د پګواش غونډې ته وړ پوښښ ور نه کړ او له دې لارې يې هڅه وکړه، چې دا غونډه ناکامه او د سولې پر وړاندې خنډ وبولي.

خو حکومتي چارواکي بايد پر دې خبره پوه شي، چې دا پخواني وختونه نه دي، چې رسنۍ دې څوک په خپل زور او دسيسو کنټرول کړای شي، دلته خو اوس ازادې او ټولنيزې رسنۍ شته، چې د بريښنايي رسنيو په پرتله يې اغېز څو چنده زيات دی.

شرطونه او اړتياوې توپير لري

پر ځای د دې، چې حکومت د سولې په اړه له اوسنيو زرينو چانسونو ګټه پورته کړي، پر وړاندې يې خنډونه راپورته کوي او هڅه کوي، چې د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي.
د طالبانو سياسي کمېټې استازو د پګواش غونډې ته د سولې پر وړاندې د يو شمېر خنډونو او اړتياوو په اړه خبرې وکړې، چې ځينې يې بې له شکه شرطونه بلل کيږي او ډېری يې د سولې لپاره مقدماتي اړتياوې دي.

د طالبانو د سياسي کمېټې مشر شېرعباس ستانکزي وويل، چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي اسلامي نظام دې نافذ شي، بنديان دې خوشې شي او د طالبانو مشران دې له تور ليسته ووېستل شي او پر سفرونو يې لګېدلي بنديزونه پورته شي.

د غونډې د پای په سبا د ولسمشر مرستيال وياند وويل، چې دا ډول شرطونه د سولې لپاره دوی ته د منلو وړ نه دي او په داسې شرطونو سولې ته نه دي تيار.
زه نه پوهېږم، چې حکومتي چارواکي په لوی لاس ولې د سولې پر وړاندې خنډونه راپورته کوي، د اړتياوو او شرطونو تر منځ توپير نه کوي.

لومړی که د شرطونو خبره شي، نو د سولې پر وړاندې خنډ پيدا کوونکي شرطونه خو حکومت وړاندې کړي دي.

د پخواني ولسمشر کرزي له واکمنۍ راهيسې حکومت همدا شرطونه وړانې کوي، چې طالبان دې اساسي قانون ومني، وسلې دې پر ځمکه کيږدي او بيا به ورسره خبرې کوي، نو خلک پر دې خبره پوهيږي، چې حکومت له خپلو مخالفينو سره سوله کوي او غواړي، چې ځانته يې تسليم کړي.

اشرف غني وخت پر وخت داسې څرګندونې کوي، چې په خپله د سولې پر وړاندې خنډ بلل کيږي. دی وايي، چې «له کمزوري دريځه به طالبانو سره خبرې ونه کړي» کمزوری دريځ نه معنا لري، ته تيار په کمزوري دريځ کې يې. که رښتيا خبره وکړو، نو له تېر يو کال راهيسې طالبانو د هېواد ګڼې ستراتيژيکې سيمې نيولي، د ګڼو ولايتونو ولسوالۍ له مرکزونو پرته د طالبانو په لاس کې دي او د يو شمېر ولسواليو مرکزونه هم د طالبانو په لاس کې دي.

که خبره د ولسمشر غني شي او دی وايي، چې له کمزوري دريځه طالبانو سره خبرې نه کوي، نو د ده خپل ولايت، ولسوالۍ محمد اغه او حتا خپل کلي یې له طالبانو سره دی او دی دې جرئت وکړي، خپل کلي ته يو سفر وکړي او بيا دې ووايي، چې دی له کمزوري دريځه خبرې نه کوي.

حکومت په خپله د سولې پر وړاندې داسې دريځ لري، چې طالبان دې ټول وسلې پر ځمکه کيږدي، اساسي قانون دې ومني او بيا به ورسره د سولې په اړه خبرې کوي. دا خبرې په خپله دا معنا لري، چې حکومت سوله نه غواړي.

بل پلو د طالبانو استازو دا ويلي، چې طالب مشران دې له تور ليسه وويستل شي، د دوی پر سفرونو لګېدلي بنديزونه دې لرې شي او حکومت دا شرطونه بولي، په داسې حال کې، چې دا شرطونه نه، بلکې د سولې لپاره مقدماتي اړتياوې دي.

له طالبانو وړانډې د سولې شورا پخواني غړي اروښاد مولوي ارسلا رحماني هم دا خبرې کړې وې، چې د سولې لپاره بايد د طالبانو مشران له تور ليسته ووېستل شي او پر دوی لګيدلی بنديزونه لرې شي، مګر مولوي صیب بې چاره خپل ارمان له ځان سره ګور ته يووړ ا وهېچا يې خبرې ته غوږ ونه نيو او اوسنی حکومت هم د کرزي پر پله روان دی.

که د طالبانو مشران له تور ليسه ونه ويستل شي او پر سفرونو يې لګېدلي بنديزونه لرې نه شي، نو د سولې بهير به څنګه پرمختګ وکړي؟

د پګواش له غونډې ټولو خلکو ته معلومه شوه، چې حکومتي چارواکي د خپلو ګټو او څوکۍ لپاره دې ته نه دي تيار، چې طالبانو سره سوله وشي؛ ځکه چې دوی په خپلو کې په واک سره خوري، نو طالبانو ته به څه ورکړي، په داسې حال کې، چې افغان غميزه د واک په وېش نه حل کيږي.

د پګواش ګډونوالو هر يو عمر داودزي، ډاکټر ځلاند، انوار الحق احدي او نورو وويل، چې د طالبانو غوښتنې معقولې دي او بايد حکومت، امريکا او نړيواله ټولنه د طالبانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

حکومتي کړۍ د پګواش غونډه د څلور اړخيزې ناستې پر وړاندې خنډ بولي، په داسې حال کې، چې پګواش د څلور اړخيزې ناستې پر وړاندې هېڅ خنډ نه، بلکې لا مرسته کوونکی دی، په دې شرط که د څلور اړخيزې ناستې ګډونوال سولې ته ژمن وي.

د حکومت له وروستيو څرګندونو او کړنو ښکاري، چې نه غواړي هېواد کې سوله راشي او هېوادوال مو هوسا او ارام ژوند وکړي. له همدې امله د سولې لپاره د ترکستان په سفر روان دی، اصلي ادرسونه او زرين چانسونه په خپله په له لاسه ورکوي.

تر يو وخته به ځينې خلک غلط کړې، خو ټول عمر ټول خلک نه شې غلطولی اوس خلک پوهيږي، چې څوک سوله نه غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x