واشنګټن پوسټ: له افغانستانه به د امریکا وتل لسيزي ونيسي

عبدالله مسافر –

واشنګټن پوسټ د سه شنبې په ورځ یو راپور نشر کړ چې پکې يې د افغانستان په اړه د امريکا متحده ايالاتو نوي پاليسي په ډاګه کړه.

په دې راپور کې چې له ډیرو لوړ پوړو امریکایي چارواکو او جنرالانو سره پکې مرکې شوي، څرګندوې چې  له څه مودې راهيسې امریکا د افغانستان په باب خپلي پاليسي ته تغیر ورکړی او ښایي امریکا به راتلونکي څو لسیزي نور هم په دې هيواد کې خپل شتون ته دوام ورکړی.

راپور کاږې چې پنټاګون اوس په دې باور دی چې له افغانستان څخه په راتلونکي ۳ یا ۵ کالو کې وتل ځکه ناشونی دی ولی چې ځایي قواوي تر اوسه په خپلو پښو نه دې ولاړي او اوس هم هوایي، استخباراتي او لوجستکي مرستو ته اړتیا لری، د دوی مستحکم کول به نسلونه نيسي؛ ولي چې د یو پیلوټ روزنه چې ۱۵ کاله وخت نيسي نو څنګه ممکنه ده چې یو پیاوړی فوج دې له ۱۵ کاله مودې نه ژر فعالیت شروع کړي.

امریکایي چارواکي په باور دي چې د افغانستان پریښودل به ډیرې ناوړې پایلې ولري؛ نو اوس غواړي په افغانستان کې هم هغه ستراتجي پلې کړي چې په جنوبي کوریا او کولومبیا کې يې استعماله کړې او هغه ستراتيجې دې ته اړه ده چې امریکا به په هيواد کې دایمې اډې لري او خپل روزونکي به ځایي قواوو سره پیوسته کوي، تر څو وکړای شي د دوی روزنه وکړی او د خپلو ګټو لپاره کار وګړي.

امریکایي چارواکي وایي چې اشرف غني زموږ داسې یو همکار دی چې په مرسته يې موږ کولاي شو چې نه یواځې په افغانستان کې بلکې په ټوله جنوبې آسیا کې تر هغه وخته پوري د ترهګرو پر ضد خپلو حملو ته دوام ورکړو تر څو چې دا خطر په دغه سیمه کې موجود وي، دا معنی چې زموږ شتون به دلته دائمي وي.

دا یوه  داسی خطرناکه څرګندونه ده چې باید ټول مجاهدین ورته متوجه شي، ترڅو وکولای شي چې د دښمن شوم پلانونه شنډ کړي او خپل دین، ناموس او نسلونه وژغوري.

په دې هکله باید مجاهدین څه وکړي؟

زما په اند مجاهدین  باید د داسې یو ظالم دښمن مقابله  په هغه شکل وکړي چې په لومړي سر کې خپل ځوان نسل د دښمن په پلانونه آګاه کړي او د نويو قدرونو خصوصا د اوزبک، ترکمن او تاجک ورونو روزنه په چټکۍ سره وکړي، ترڅو دا ځوان مجاهد نسل د امارت په تګلاره ښه پوه شي او د مختلفو دښمنانو په پورپاګند ونه غولیږي.

بل دا چې مجاهدین باید شمالي او لویدیځي سرحدي ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي او دا ګام به ۳ ډیري مهمې نتجې ولری:

۱. د دغو ولسواليو لاس ته راوړلو سره به مجاهدین وتوانیږي چې د خپل هيواد سرحدات محفوظ کړي، خپلو ګاونډیو هيوادونو ته به ښکاره کړي چې دوی واقعا هم خپلو ژمنو ته وفادار دی، نه چاته ضرر رسوي او نه هم بل چاته اجازه ورکوي چې زموږ هيواد کې مداخله وکړي، مجاهدين به په دې ډول د هغوی اندیښنې هم په عملي توګه رفع کړي.

۲. دا سرحدي ولسوالۍ بله دا کټه لري چې د افغانستان ټولې مهمې ترانزیتي لارې به د مجاهدینو تر واک لاندې راشي چې مجاهدین به ترې ډیري اقتصادي کټي پورته کړي او بله خبره دا چې که چیري دوی یوځل بیا په دې وتوانیږي چې ولایتي مرکزونه تر واک لاندې راولي نو تجارتي مواصلاتي لارې به پرې نه بندیږي او عام ولس ته به زمینه مساعده وي تر څو وکړای شي خپلو تجارتونو ته په ډیره آسانۍ سره دوام  ورکړي.

۳. بل دا چې زموږ یو ګاونډی هم په دې خبره خوښ نه دی چې امریکا په دغه هيواد کې اډې ولري او دا ټوله سیمه بې ثباته کړي او نورو ته شخړې جوړي کړي؛ ځکه خو روس په ښکاره ډول وویل چې طالبانو سره اړیکي لرو او دا هم غواړو چې هغه نړیوال بندیزونه چې پر دوی لګیدلي، ختم شي؛ نو د سرحداتو کنټرول داسي موقع هم په لاس راکوي چې هغه هيوادونه چې غواړي موږ سره اقتصادي، لوجستيکي او یا هم نظامي مرسته وکړي نو په ډیر ښه انداز به یې راسره کولای شي.

آخره خبره باید دا وکړم او ټولو مسلمانانو ته یې هم ورپه زړه کړم چې دا جنګ د یو څو کالو جنګ نه بلکې د نسلونو جنګ دی، په دې خبره امریکا په خپله خوله هم اعتراف کوي؛ نو باید موږ  هم ورته هر اړخیز تیاری ونیسو او ډیر غور په دې وکړو چې دښمنان مو ډیر دي او ملګري کم، باید فکر وکړو چې څنګه پلانونه جوړ کړو؛ ترڅو خپل نسلونه له یو ډیر وحشتناک راتلونکي نه وژغورو او دا امانت چې زموږ په غاړه کې پروت دی، په ښه طریقه خپل راتلونکي نسل ته ور انتقال کړو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالخالق جبارخیل
میلمه
عبدالخالق جبارخیل

انشاء الله د افغان مسلمان ولس ارادې هم په لسکونو څه چې په سلګونو او په زرګونو کلونو نه ختمیږي او نه به کمزورې شي……. دا خو د خوشحالۍ زیری ځکه دی چې زمونږ بچیان او لمسیان به هم د الله ج په لار کې قربانۍ ته وړاندې کیږی …… نارینه او بیا مسلمان بنده پیدا د قربانۍ لپاره دی

البلاغ
میلمه
البلاغ

د دغو ناولو پاته کیده به ددوی د نیستۍ سبب سی ان شاء الله تعالی او زموږ غیور قوم به په ډیره لوړه روحیه مقاومت ورسره وکې او کوم کسان چې د پردو غلامی کوی هغه به شرمنده او رسوا سی اللهم قاتل الکفرة و عمالهم واخذلهم خذلانا کبیرا

غوربندی
میلمه
غوربندی

یا قادر ذاته

د اشغالگرانو زور په خپل قدرت سره اوبه کری،

ساپي
میلمه
ساپي

درنولوستونكوسلامونه . زماښه په ياد دي يووخت مي يواشناته مي وويله چي دگران هيواد افغانستان څخه پښي سپكوم اودهندوستان په لوردكورنئ سره روان يم اودبيرته راتلو نيت هم نه لرم نوهغه رانه تپوس وكړچي ولي؟ماپه خنداورغبرگه كړه چي (داميټئ دموسي خيلودلاسه ورانه وينم ) نوهغه راته په جواب كي وويله چي ټوله نړئ به ذوب شي خودثورانقلاب اواتحادشوروي به وي . نواوس خومونږعيني شاهدان يووچي نه هغه ثورشته اونه اتحادشوروي . خبره رانه لږه اوږده شووخوبيرته مطلب ته راگرزم گورئ كله چي يومملكت ١٨،٥تريليونه پوروړي وي هغه څنگه كولاي شي په زرهاوكيلومتره واټن كي دخپلو عسكرولوجيستكې اكمالات وكړي د دي… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د ډیرو ورونو تبصری په ځای او سمی ، حقایقو ته یی ګوتی نیولی ، دا چه دوی وایی چه اشغال به څو لسیزی دوام وکړی په دی پوری د پښتو یوه مصرعۍ را په یاد شوه وایی : [ ما ویل نن ځی صبا به راشی ـــــــ میاشتی دی تیری شوی کلونه دی شمارمه ] زما ښه په یاد دی ، د نړیوال استعمار سپه سالار بوش له ډیره کبر او غرور د افغانانو سره د جنګ د اعلان په اوله ورځ وویل چه مونږ به دهشتګر ( مجاهدین ) په اونیو یا میاشتو کی محوه یا مهار کړو… نور لوستل »