حامدکرزی ملکي دی که نظامي ؟
حامدکرزي دپنجشنبې په ورځ په خپله راډیویي وینا کې په خورا تونده لهجه طالبان له دې امله وغندل چې په فراه کې یې دده په خبره (ملکیان ) وژلي دي .
شاید ځینو به فکر کړی وي چې دکرزي مطلب له ملکیانو څخه عام ولسي افغانان دي ، مګر په هیڅ صورت دنوموړي مطلب له ملکیانو څخه عام کسان نه شي کیدلای ، ځکه دا خوټولو ته معلومه ده چې طالبانو دفراه برید داسې مهال پیل کړی وو ، چې شین سهار وو رسمیات نه وو پیل شوي او هیڅ ملکي په سیمه کې شتون نه درلوده ، بله داچې دبرید ځای هغه مشخصه حکومتي ایریا وه چې دعامو خلکو دګڼې ګوڼې احتمال په کې نشته .
نو چې داسې وي له ملکیانو څخه دکرزي مطلب څوک دي ؟ معلومه خبره ده ، چې حامدکرزی ملکیان یا ملکي خلک خپل هغه دولتي منسوبین او مؤظفین بولي ، چې ټوپک یې په اوږه نشته ، خو په قلم او نورو وسائلو دیرغلګرو چوپړ ته ولاړ دي او دخپل مسلمان ملت په وړاندې ددښمنۍ په سنګر کې ناست دي .
دکرزي مطلب دادی چې طالبان باید یوازې دنوموړي پولیس ، اردو او نورو نظامي عسکر ووژني ، ځکه له دې کسانو پرته نور دولتیان ټول ملکي خلک دي ، حامدکرزی فکر کوي ، چې دنوموړي دحکومت قاضیان او څارنوالان چې درشوت اداء کولو لپاره یې مظلوم او بې ګناه بندیان خپل بډوګي پلوري او ملکیتونه ګرو کوي هم بې ازاره ملکي خلک دي .
کرزی فکر کوي ، چې خپله دی هم څرنګه چې ټوپک نلري ، نو ملکي سړی دی ، چې باید هیڅ هم ورته ونه ویل شي ، دا بیا بیله خبره ده چې ملکي سرمامور حامدخان کرزي صاحب په خپل میرزایي قلم افغان وطن او اولس ته هغه زیان رسولی ، چې ښایي چا په ټوپک هم نه وي اړولی ، هوکې دا دیوه ملکي مامور حامدکرزي قلم وو چې په توره شپه یې له توراوباما سره دافغانستان دخرڅلاو تور سند امضاء کړ .
حامدکرزی وایي چې طالبان برناحقه دفراه څارنوالان ، قاضیان ، جنایي آمران او مستنطقین وژني ، ځکه له هغوی سره خو وسله نشته او ټول ملکیان دي ، مګر حامدکرزی له دې ناخبره دی ، چې په فراه کې دنوموړي یو ملکي مامور دملي امنیت رئیس پخوانی پرچمي عبدالصمد دفراه په مظلومو خلکو دظلم او وحشت کوم ډول چپه میچنې چلوي ، دحامدکرزي په باور دفراه والي اکرم خپلواک هم ملکي مامور او بې ګناه سړی دی ، هغه اکرم خپلواک چې په پکتیکاکې یې دطالبانو په نوم نیول شوي متهمین په وهلو وژل ، او دشهیدانو جسدونه یې په رینجر پورې تړل .
حامد کرزی عجیبه خبره کوي ، هغه قاضیان چې درشوت کیسو یې افغانستان دنړیوال فساد اتل کړ ، هغه قاضیان چې له ښځینه متهمینو څخه په رشوت کې دجنسي اړیکو او واده غوښتنه کوي ، هغه څارنوالان چې مظلومو متهمینو ته برقي شارتونه او په اوبو کې د غوپه کولو سزا ورکوي ، هغه مستنطقین چې بندیانو ته په اور داغونه ورکوي او نوکان ترې باسي ، څرنګه چې دوی په لاس کې وسله نلري نو ټول ملکیان او بې ګناه دي او باید چې مصئون وي ، که چیرې دوسلې شتون او نه شتون معیار وي نو بیا خو تاسو هم ملکي یاستئ ، نه پوهیږم څله دومره وېرې اخیستي یئ او دومره دیوالونه مو له ځانه تاو کړي .
عجیبه خبره ده ، دکرزي قاضیان او څارنوالان دغزني یو طالب چې یوځل یې داعدام سزا ورته اعلان کړې ، بیا یې دملی امنیت په جراحانو غبرګې سترګې ترې ایستلي ، مګر له دې سره سره یې د پلچرخي په دوزخ کې دا اوه کاله کیږي چې ساتلی دی ، ترڅو یې په معیوب حالت کې دمرګ او ژوند ترمنځ په سخت حالت وځوروي ، خو هغه ظالمان چې په دې معیوب طالب یې دا حال راوستئ دحامدکرزي په باور سپینې پریښتې او ملکیان دي .
دحامد کرزي محلي پولیس اربکیان راولاړیږي دغزني په اندړو کې دمولوي ذبیح الله په نوم یوه وتلی او مشهور عالم او دکلي ملاامام په دې تور نیسي ، چې ګواکې دطالبانو قاضي دی ، وروسته یې په سترګو کې په برچو وهي او په سخت دردوونکي توګه یې په شهادت رسوي ، مګر که طالبان دکرزي په برحاله ، مجرمو او مفسدو قاضیانو اسلامي عدالت پیل کړي ، نو د ملکي خلکو دوژلو تور پرې لګیږي .
کرزی باید په دې پوه شي چې په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي ، هغه چې ستا اژانسونه او راډیوګانې روزانه دلسګونو لسګونو طالبانو دوژلو خبرونه نشروي هم همداسې انسانان دي او همداسې وینه لري ، ښه به داوي چې د مسئلې دبنیادي حل لپاره د ژړا او احساساتو په ځای دکفري یرغلګرو سره پریکون او دافغان اولس دتروړلي حق اعادې ته توجه وکړې .
که راشو دملکي او نظامي مأمور مسئلې ته ، طالبانو تراوسه خپل نهایي کوښښ کړی چې خپل دښمنان دمضر او غیرمضر په نامه سره وویشي ، طالبان دخپلو اصولو له مخې یوازې مضر اشخاص په نښه کوي هغه که په هر بخش کي وي ، مګر حامدکرزي او امریکایي باداران یې دطالبانو په خوا کې هیڅ ملکي ، نظامي ، وسلوال یا بې وسلې کس ته په تمیز قائل نه دي ، نوځکه خو چې مطلقا دطالب شک پرې راشي په نښه کیږي ، حتی په ډیرو سیمو کې دکرزي حکومت دطالبانو دکورنۍ غړي او لرې خپلوان هم مجرمین بولي او د دریمه درجه مخالفینو اصطلاح ورته کاروي ، په داسې حالت کې ګومان نه کیږي چې دحامدکرزي غوندې ملکي خو مضر اشخاص دطالبانو له هدفه ځان خلاص کړي ، که څه هم نظامي خلک نه وي .