
افغانستان
طالبانو په نیمروز کې د امنیتي ځواکونو دوه قومندانان او یو معاون ژوندي نیولي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۴ ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې یې د امنیتي ځواکونو دوه قومندانان، یو معاون او یو ساتونکی ژوندي نیولي دي.
احمدي زیاتوي چې دغه درې تنه چارواکي او یو ساتونکی یې د خاشرود ولسوالۍ په عالیلي سیمه کې هغه وخت نیولي کله چې د سیمي څخه په فیلډر موټر کې تېریدل.
نوموړی وړاندي لیکي، نیول شوي یو قومندان جمعه ګل او دهغه معاون چې په غورغوري کې د څلورو پوستو قومندان دی، دوهم قومندان عارف او بل یوساتونکی دي، احمدي همدارنګه ویلي چې نیول شوي قومندانان یې خوندي ځای ته نقل کړي دي.
د قومندانانو د نیول کېدو په اړه تراوسه د نیمروز چارواکو څه نه دي ویلي.