نړۍ

د پاکستان ټول نظامي ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان حکومت د امنیتي ګواښونو له امله په ټول پاکستان کې نظامي ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او همدارنګه په پنجاب ایالت کې یې نظامي او غیر نظامي ټولي تعلیمي ادارې بندي کړي دي.

د وروستیو امنیتي پېښو وروسته د پاکستان حکومت د ممکنه بریدونو له ویري د ځمکني او سمندري پوځ اړوند ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، حکومت اعلان کړی چې د جنوري تر ۳۱مي نېټي به ټول نظامي تعلیمي ادارې تړلي وي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د امنیت خوندي کولو لپاره به متقاعد پوځیان له سره پر دندو وګماري او همدارنګه به نوي کسان هم د امنیت په برخه کې د مرستي لپاره وروزل شي.

د رواني اونۍ په لومړیو کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون نامعلومه وسلوالو برید وکړ چې په پایله کې یې د زده کوونکو په ګډون شاوخوا ۲۲ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

برید که څه هم د پاکستاني طالبانو له لوري وغندل شو او په هغه کې یې لاس لرل رد کړل خو په پاکستان کې پر ښوونځیو او پوهنتونونو د نورو بریدونو ویره خوره شول چې له همدې امله حکومت اړ شو تر څو امنیتي تدابیر نور هم سخت کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شمس الحق

دا برید خپله ای اس ای کړی دی ځکه کله چی پرپاچاخان پوهنتون برید وشو نو ورسته خلکو مظاهری وکړلی چی ای اس ای یی ددغه برید په کولو تورن کړ نو له همدی کبله ای اس ای غواړی چی د خپل بام واوری پر بل واچوی څکه یی دا تصمیم نیولی چی پوهنتونونه رخصت کړی د یو څو ورځو لپاره او ځان ته برات حاصل کړی

قاسم باز

دا خبرہ 100% ریشتیا دہ چی دا برید ای اس ای اخپلہ کڑیدے چی خیبر پختون خواہ مدارسو کی طالبان او علماء تہ چل جوڑ کڑی . دہ دوی مقصد اسلامی مدرسه بندہ ول دی بس. او دہ دوی مقصد دادی چی دا تور پہ طالبانو باندی اولگئ او بیابہ اوائ چی دوی تہ دہ دہشتگردی ٹریننگ پہ مدرسو کی ورکول کیگی لهذ مونگ پہ مدرسو باندی عملیات کوو او سہ بهانه بہ جوڑ کڑی مدارس بہ بند کڑی.
دادہ اسلام دشمنان دی …..

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x