نړۍ

نایجیریا کې چاودنو ۴۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۴ ل): د نایجیریا په چیبوک ښارګوټي کې د چهارشنبې ورځي سرتیرو بریدونو لږترلږه ۱۳ تنه وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

لومړۍ سرتیری برید د چیبوک ښارګوټي په دروازه کې شوی، برید د هغه سرتیرو پوسته په نښه کړي چې په سیمه کې یې د موټرو تلاښي اخیستل او وروسته یې خلک دننه ښارګوټي ته پریښودل.

دوهم برید چې ښځینه سرتیري ترسره کړی د چیبوک ښارګوټي په یوه مارکیټ کې شوی، په دې برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ډیر نور ټپیان دي چې د ځینو روغتیایې وضعیت نازک ښودل شوی.

په سیمه کې یوه عیني شاهد رسنیو ته وویل چې دوه تنه ټپيان روغتون د لېږدولو پر مهال مړه شوي دي.

درېیم برید چې هغه هم ښځینه سرتیري ترسره کړی هغه وخت وشو کله چې د سیمي خلکو د دوهم برید د ځای څخه ټپيان او مړي روغتون ته لېږدول، په دې برید کې هم ځیني کسان ټپيان شوي دي.

حکومت په دې بریدونو کې د بوکوحرام ډله پړه بللي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x