ادبي لیکني

د جنازو اعلان – ادبي ټوټه

 

شپه لا دومره پخه نه وه نن له مونږ کره ميلمانه راغلي وه تريو څه وخته  له هغو سره په اکاړو بوخت وه زه له کوټې بهر راووتم چې ميلمنو ته دڅښلو اوبه وروړم  ګورم چې داسمان په تندي يو يو ستوری ځليږي دکلي په کوزه برخه کې دسپيو دغپا ترڅنګ دنابلدو غږو نو شور ده اسمان هم څوډوله الوتکو نيولی ده او دکور دکړکيو هيندارې هم دالوتکو غرزا ريږدولې ناڅاپه ډزي وشوې له ډزو سره دښځو او ماشومانو د ژړا او فريادو غږونه تيز شول ورپسې ډزې نورې هم تيزې شوې جيټ جنګي الوتکې هم ټيټې ټيټې راتلې او په بريدکې به يې دبمبار په بڼه برخه اخيستله بياڅو ډزی وشوې لدې سره دماشومانو او ښځو د چيغو شور ورک شو او داسې  مالومه شوه چې د ابد لپاره غلي شول  ترډيره چورلکې ګرځېدلی او دشاو خو ا کلي خلک که څه هم د ډزو او طيارو دشورله امله نشوای ويده کيدلې او ويښ وه خو دڅو ډزو وروسته ديوې غټې چاودنې غږ پورته شو ورسره عسکرو ته په زمکه څرخي الوتکه کيناسته او څو عسکر په منډه منډه وروختل او الوتکه پورته شوه خلک مونږ هم چې لدې حالاتو سره اشنا وو انديښنه راسره وه چې بيا به يي دچا په کور غم جوړ کړی وي او بيا به يې څوک دزندان ته بيولي وي خو دا ويره هم وه چې په داسې بريدونوکې که څوک سيمې ته ورشي نو دلږ ځنډ وروسته طيارې بيا راځي او خلک بمباروي نو ځکه  څوک هلته ورتګ ته زړه نه ښه کوي ټوله  شپه مو په ويښه او ويده حالت کې تيره کړه خو چې سهار ملا اذان وکړ راپاڅيدم او جومات ته لاړم اودس مې وکړاو دسنتو نه وروسته ملا امام صيب راغی او دسهار لمونځ مې په جماعت سره  وکړ له جمعې نه وروسته  په خلکوکې ګنګوسی شو چې بيګا چيرته چاپه وه څه وه ؟ خو محمد دين کاکا چې زمونږ دجومات موذن وه او دکلي له وړې اوزړې به هرو خت خبر وه  ورغبرګه کړه  چې دمحمد صديق اکا ټوله کورنۍ يي له خاورو سره خاورې کړې ده خلک حيران شول او ويې چې هغه خوارکی خو نه طالب وه نه ملا وه خپله خواري مزدوري به يي کوله چې دولې؟؟؟  خو محمد دين کاکا ورته وويل ته ودريږئ زه د اعلان وکړم چې خلک بيا خپلوروزګارونو ته ځي چې  لاړ نشي

محمد دين اکا لاسپيکر ولګاوه او ويې ويل !مسلمانانو ورونو خدای مو وبښه د محمد صديق اکا  ټوله کورنۍ بيګا شپه  امريکايانو بمبار کړی ده او هيڅوک يې هم ژوندي نه دي کليوال بايد نيم هديرې ته لاړشي او نيم د محمد صديق اکا  کورته چې ترخاورو لاندې مړي راوباسي .انالله وانااليه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x