افغانستان

طالبان: بغلان کې د برېښنا مزي عسکرو شلولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې پلازمېنې کابل ته د برېشنا غځيدلي مزي په بغلان کې د عسکرو له لوري شلول شوي دي.

تېره ورځ دولتي سرچينو خبر ورکړ چې وسله والو طالبانو د بغلان په ډنډغوري کې د برېښنا یوه پايه نړولې او پر پلازمېنه کابل يې برېښنا پرې کړې ده.

طالبان وايي چې په ډنډغوري کې دوی له ډېرې مودې راهیسې واکمن و، چې کله يې هم ورته ګام نه دی اخیستی، خو يادې سیمې ته دولتي ځواکونه د عملیاتو په پلمه ورغلي او پورته پېښه يې رامنځته کړې ده .

رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې، طالبان وايي چې عسکرو له لرې فاصلي څخه پر ولسي وګړو، کلیو او نقلیه وسایطو د درنو وسلو ډزې کولې، چې په همدې ډزو کې د برېښنا پايې هم زیانمنې شوې دي او برېښنا پرې شوې ده.

دوی لیکي: «د تعجب ځای دادی چې ماتي خوړلي دښمن د برق دپایو د نړیدو تور په مجاهدینو پورې کړ، په داسې حال چې مجاهدين صرف له دښمن سره په مقاومت بوخت دي او دثقیله وسلو څخه استفاده هم نه کوي، بل خوا د برق د جریان قطع کیدل زموږ جهادی بهیر ته هيڅ ګته نه کوي او د جګړې پورې تړلی موضوع نه ده، نو ولی به مجاهدین په میلیونونو خلکو برق قطع کوي؟»

ياده دې وي دواړو اړخونو په دې جګړه کې د درنو تلفاتو اړولو دعوې کړې دي، طالب ځواکونه وايي چې تر اوسه يې درې ټانګونه او دوه رینجر موټر تخریب کړي او ۲۶ عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x