fbpx
جنرال جون ميک نيکولسن

جنرال جون نيکولسن افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر وټاکل شو- ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۴ل): د امريکايي پوځ څلور ستويز جنرال جون ميک نيکولسن د جنرال کمبل پر ځای افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځيانو مشر وټاکل شو.

يو ايس اې ټوډې امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې جنرال نيکولسن په داسې وخت کې افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشري په غاړه اخلي، چې دغه هېواد کې امنيتي حالات ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دي او په جګړه‌ييز ډګر کې طالبان مخ پر وړاندې روان دي.

د پنټاګون وياند پيټر کوک تېره شپه ناوخته پنټاګون کې د جنرال کمبل پر ځای د جنرال نيکولسن د ټاکلو اعلان وکړ او نوموړی يې د افغانستان له جغرافيې او حالاتو سره بلد جنرال وباله.

جنرال نيکولسن به افغانستان کې د ۸۹۰۰ امريکايي او دوو زرو ناټو پوځيانو مشري کوي او د روان کال تر پايه به دغه شمېره ۵۵۰۰ ته راټيټه شي.

جنرال کمبل د امريکا ولسمشر بارک اوباما ته وړانديز کړی و، چې د افغانستان حالات د پخوا په پرتله ترينګلي دي او د روان کال تر پايه بايد افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر کم نه شي او ترڅنګ يې بايد نور ځواکونه هم افغانستان ته راولېږل شي، مګر پيټر کوک وايي، چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو په وېستلو کې به هېڅ بدلون را نه شي.

افغانستان لپاره د امريکايي او ناټو ځواکونو نوی قوماندان جنرال نيکولسن د امريکايي پوځ لوړپوړی جنرال دی، ۲۰۱۰- ۲۰۱۲م پورې يې افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د مرستيال مشر قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.

د يو ايس اې ټوډې په وينا پنټاګون په داسې حال کې افغانستان ته نوی جنرال لېږلی، چې د افغانستان ګڼې ستراتيژيکې سيمې د طالبانو په لاس کې دي او په ځانګړې توګه د هېواد سويل هلمند او تېر کال اکتوبر کې د کندز ولايت مرکز هم طالبانو د دوو اونيو لپاره نيولی و د هېواد په ختيځ کې داعش ډلې خپل فعاليتونه پيل کړي.

«سره له دې، چې افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر مخ په کمېدو دی او جګړه‌ييز ماموريت يې هم پای ته رسېدلی، مګر څه موده وړاندې هم هلمند کې د امريکايي نظامي چورلکې د نسکورېدو له امله د هوايي ځواک يو افسر د طالبانو په بريد کې وژل شوی او له هغې وړاندې بګرام کې هم د يو سرتيري بريد له امله شپږ امريکايي سرتيري وژل شوي وو.»

د امريکايي پوځيانو اوسني مشر جنرال کمبل تېره مياشت «يو ايس اې ټوډې» ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې ويلي و، چې افغانستان کې د ۹۸۰۰ امريکايي سرتېرو شتون د امنيت لپاره خورا اړين دی، د ۲۰۱۷ په پيل کې به ۵۵۰۰ پاتې شي، مگر زما غوښتنه دا ده، چې افغانستان ته هر څومره ډېر امريکايي سرتيري د اوږدې مودې لپاره راشي، د افغانستان امنيت کې گټور ثابتيږي.

يو ايس اې ټوډې وايي، چې افغانستان کې د ناټو او امريکايي سرتېرو د جگړه ييز ماموريت له پای ته رسېدو سره د طالبانو بريدونه او فعاليتونه زيات شوي، د هېواد شمال کې يې دوه مياشتې وړاندې کندز ونيو او بيا وروسته د امريکايی جنگي الوتکو په بمبارۍ او ځمکنۍ جگړې طالبان له کندزه ووېستل او په دغه بمبارۍ کې امريکايي الوتکو کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هم بمبار وکړ، چې د ډاکټرانو، عملې او ناروغانو په گډون يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، هلمند کې هم طالبانو پام وړ پرمختگونه کړي دي.

د جنرال کمبل له لوري د سولې بهير د چټکتيا غوښتنه

تېر اکتوبر کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي و، چې د ۲۰۱۶م تر پايه به ۹۸۰۰ امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې وي او له هغې وروسته به دغه شمېر ۵۵۰۰ ته راټيټ شي، چې د ترهگرۍ ضد جګړې لپاره به دغه هېواد کې پراته وي.

«زما وړانديز دا دی، چې طالبانو سره بايد د سولې بهير ژر تر ژره پيل شي، کنه راتلونکي وختونه به زموږ لپاره ډېر خونړي وي.»

«زما وړانديز دا دی، چې طالبانو سره بايد د سولې بهير ژر تر ژره پيل شي، کنه راتلونکي وختونه به زموږ لپاره ډېر خونړي وي.»

مګر جنرال کمبل وايي: «د ۲۰۱۴ اګست راهيسې افغانستان کې ناټو او امريکايي پوځيانو مشر يم، هر څه په خپله څارم او ځمکنيو حقايقو ته په کتو له ولسمشر څخه غوښتنه کوم، چې افغانستان ته نور پوځيان راولېږي.»

کمبل په ډېر ټېنګار وايي، چې افغانستان کې پراته امريکايي پوځيان د «ترهګرۍ» ضد جګړې لپاره بسنه نه کوي او زما يوازينۍ غوښتنه دا ده، چې «نور امريکايي پوځيان راولېږل شي، نور امريکايي پوځيان بايد راولېږل شي.»

۲۰۱۶م لپاره بايد افغان حکومت لومړی خپل سرتيري ښه ټرين او وروزي، طالبانو سره د جګړو لپاره کرښې معلومې کړي او د امنيتي ځواکونو له کرښې بې لارې او زورواکان وباسي.

«زما وړانديز دا دی، چې طالبانو سره بايد د سولې بهير ژر تر ژره پيل شي، کنه راتلونکي وختونه به زموږ لپاره ډېر خونړي وي.»

وړمه ورځ ولسمشر غني هم سويس کې بي بي سي سره د خپلې ځانګړې مرکې په ترڅ کې ټينګار کړی و، که د سولې بهير ژر تر ژره عملي نه شي، نو راتلونکې فيبروي او مارچ د افغان حکومت په زيان دي او وخت يې له لاسه وځي.

افغانستان کې د امريکايي پوځيان په جګړه‌ييز ماموريت د امريکايي رسنيو نيوکې

بلومبرګ امريکايي تحليلي ويبپاڼې ليکلي، چې ۲۰۱۵م د امريکايي پوځيانو لپاره د افغان ځواکونو د مرستې کال و، خو تېر اکتوبر کې کندز کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون د امريکايي جنګي الوتکو بمبارۍ کې د روغتون ډاکټرانو، عملې او ناروغانو په ګډون لسګونو کسان ووژل شول او په ټوله نړۍ کې يې د امريکايي ځواکونو د جګړه ييز ماموريټ پت راز څرګند کړ.

افغانستان، پاکستان او مرکزي اسيا لپاره د پنټاګون پخوانی مرستيال ډيويډ‌ سيډني هم افغانستان کې د امريکايي پوځيانو په شتون او ماموريت خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړی وايي: «افغانستان کې زموږ د ځواکونو د جګړه‌ييز ماموريت ميکاينېزم اندېښمنوونکی او زموږ د ملي مصالحو په زيان دی، د امريکايي ځواکونو ځمکني او هوايي عمليات نه يوازې د امريکا لپاره ګټور نه دي، بلکې د افغان امنيت د خرابولو لامل هم ګرځي.»

سپينه ماڼۍ هيله‌منه ده، چې جګړې به کمې شي او د اسلام اباد او کابل څلور اړخيزې ناسته د سولې لپاره ښه ګام بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د