افغانستان

لاریون کونکی : دلغمان والي ولسي خلک وژلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه سلواغه ۸مه ۱۳۹۴ل): د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې لاریون کوونکو ادعا کړی چې امنیتي ځواکونو د والي په امر په دغې ولسوالۍ کې پر خلکو ډزې کړي او څلورو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان ولایتي چارواکي وایي، په قرغیو ولسوالۍ کې څلورو تنو ولسي وګړو ته دوی نه، بلکې په خبره یې وسله والو طالبانو مرګ ژوبله اړولې.
د قرغیو ولسوالیو ولسونو د اعتراض په ډول د وژل شویو کسانو جنازې په سړک اېښې وې.
دوي وايي، وړمه ورځ يې په سیمه کې د ولایت مقام په مشرۍ ګډو ځواکونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د کمپاین په نوم ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.
دوي پر ولایتي ادارې تور پورې کوي چې ګواکي په خپله په غصب او فساد کې تر غوږو ډوب دي.
اعتراض کوونکي وایي، تر هغې به دغه جنازه خاورو ته ونه سپاري تر څو چې ولسمشر د دغه ولایت والي له دندې ګوښه کړی نه وي.
د لغمان د والي ویاند سرحدی ځواک وايي، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمپاین وروسته ولسي خلک د دوی له لوري نه بلکې په سیمه د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو له لوري لږېدلي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پر دوی د لغمان ولایتي ادارې له لورې د لګول شوي تور په اړه څه ندي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x