شعـــــرونه

غزل – سعادت کلیوال

د ستاله غمه نن مې شونډې سپورې ښکاریدې

شبګیرې سترګې ستا تر کوڅې پورې ښکاریدې

له چا نه دې دا ښکلی د ښایست انداز اخیستی

چه خړې په ګردو دې څڼې تورې ښکاریدې

زما ژوندون خو هلته بې معنا راته ښکاره شو

وطنه چه د ستا لوڼې سرتورې ښکاریدې

اخر هم د لستوڼی مار په مینه کې ټک راکړ

له پیله د رقیب ارادې نورې ښکاریدې

ما ویل چه مینه سرته رسولو نه عاجز ئی

ملګریه ارادې به دې کمزورې ښکاریدې

لیدې مې په حجاب کې د مرمیو وې پټ شوی

نن بالکل سعادته په زړه پورې ښکاریدې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x