افغانستان

دغزني ولايتي شورا: دپوهنې رياست د ښوونکو بستونه په نغدو پیسو پلوري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۴ل): د غزني د ولايتي شورا غړي او مدني فعالان وايي چې د دې ولايت د پوهنې رياست کې فساد اوج ته رسېدلی دی او د پوهنې په چارو یې بد اغيز کړی دي.

د ولايتي شورا غړی حسن رضا يوسفي وايي چې له پوهنې رياست څخه يو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي ملاتړ کوي چې له همدې امله ورځ تر بلې ددغه رياست په چارو کې فساد زياتيږي.

هغه زياته کړه چې د پوهنې په رياست کې د نورو فسادونو تر څنګ اوس دغه رياست د ښوونکو بستونه هم په نغدو پيسو پلوري او هغه څوک چې ډېرې پيسې ورکوي د ښوونکي په حيث ټاکل کيږي.

يوسفي وويل چې د رياست د فسادونو په اړه بشپړ اسناد په واک کې لري او ژر به يې رسنيو سره شريک کړي.

د هغه په وینا دوی هغه څوک د ښوونکي په حيث ټاکي چې ډېرې پيسې ورکوي، خو انديښنه يې څرګنده کړه چې هغه کسان پوره وړتيا نه لري او نه هم زده کوونکو ته سمه ښوونه کولای شي.

خو بل لور ته د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد د ولايتي شورا غړو او دمدنی فعالانو ادعاوې بې بنسټه وبللې او زياته يې کړه چې مونږ د ښوونځيو له پاره له ښوونکو څخه په ازاده سيالۍ کې ازموينه اخلو او بيا يې په دندو ګمارو.

هغه د پوهنې ریاست کې هر دول فساد په کلکه رد کړ او وايي چې په دې برخه کې یې ډير کار کړی، ترڅو د فساد مخه ونیول شي .

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې اداري فساد هغه څه دي چې په نږدې ټولو ادارو کې شتون لري چې له همدې امله تېره ورځ د نړيوالې روڼتيا ادارې په يوه راپور کې ويل شوي وو چې افغانستان د نړۍ دوهمه درجه فاسد نظام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x