ادبي لیکني

پښتو

لیکوال: اتل مشواڼی
لیکوال: اتل مشواڼی

ليکوال: اتل مشواڼی

ته لا نه وې،ما دې خاوره کې ډېرې اوږدې،اغزنې او کږلې لارې وهلي،ريښتيا زه به تا ته څه وايمه.ته خو لا سم پوه نه يې،چې زه څوک له کومه يمه؟راځه! چې اول ځان دروپېژنم بيا به سر در خلاص کړم.له مبدا زه هم نه يمه خبره چې له کوم وزېږدمه،څو ګرد وهلو بانډچيانو به را باندې خبرې کولې،زه دومره پوهېدمه چې لا ماشومه يمه،لا مې تودې سړې نه دي ليدلي،دوی به هم ډېر ناز راکاوه،بس زه ومه او څو خړې سمڅې.د طبيعت په دې پراخ ډګر کې زه په يوې وړې سيمه کې راتنګه ومه او څو سپين زړي ياران مې درلودل،له ماشومتوبه  ورو-ورو رابهر شومه .دخاپوړو دور مې شو.ما هم په ډېرې مستۍ سره هر پلو څکېدل پيل کړل ،همدلته مې په لومړي ځل د چاپېريال د ښکلا انځور وليد.لمر به راخوت،پرېوت،د سپوږمۍ نازنين شکل او له راڼو ستورو څخه جوړه شوې منظرې به هر ورځ زما پام ځانته آړوه.همدې حالت کې مې يوه خوږه ملګرې پيدا کړه،داسې چې ما يې تر ابده يارانې ته زړه ښه کړ.دا ملګرې هغه خاوره وه،چې ما پرې خاپوړې کولې،ما او دې دا ملګرتيا دومره پخه کړه،چې بې له ده مې ژوند ناشونی شو. په همغه مهال مې له دې لپې-لپې خولې ته واچولې او سوګند مې ياد کړ،چې بې له تا به يوه لحظه هم تېره نه کړمه،که زه يمه ته به يې او که نه ومه ته به هم لولپه شې.

لا ځوانه نه ومه،چې د باختر نجونو او ځوانانو پر ما سندرې پيل کړې،د سوما له  لو سره جوخته به په پولو کې پر ما هم زمزمه کېده،سپين روبي،سپين سرې ،ځوانان و پېغلې مې پيدا کړې.له سمڅې تر کېږدۍ او له کېږديه د امو تر لمنو ورسېدمه.څنګ کې مې نور خلک هم مېشت شول ،چې دوی سره مې هم راشه درشه پيل شوه؛خو بيا هم ما تر ټولو ځان ته لومړۍ ملګرې نږدې انګېرله،چې په ماشومتوب کې مې ورسره ژمنې کړې وې.

ګاونډيانو سره د اړيکې له مخې ډېر څه له يوه بل سره بدل را بدل شول،څه مو خپل کړل او څه يې راځنې يووړل،دلته ځينې کتابونه وکښل شول،زه به يې پکهت بللمه.چا له نازه راته بخد،بخدي ويل او زما پرې دومره اغېزه وه چې زما ويونکي يې اريايي ياد کړل.اوېستا هم ياده کړمه، هېرودت هم نه يمه هېره کړې. تر دې مې هم خپله ملګرې ښه وپاللـه او لا ورته له ځانه تېره ومه. په ويدي زردښتي دور کې مې هر يرغلګر  پر شا وتمباوه. سکندر،چنګېز دلته غرور راوستل،خو هيلې يې هم همدلته خاورې شوې.ما لا هماغسې څپاند او له ولولو ډک ويونکي درلودل،له ژمنې سره سم مې خپله ملګرې د غاصب پر هډوکو ونازوله.

د ځوانۍ مهال و،که مې ملګرې پردو ته له هيبته ډک غرونه لرل؛خو مېلمپاله او زړه سواندې وه.هر ښاغلي ته به يې درنښت ورکاوو،خو ظالم يې نه دی زغملی. لږ وروسته را ته بل مېلمه راغی دا د نورو پر څېر نه و،د زور تر څنګ  ورسره نرمښت مل و،چې زما فطرت سره يې سر لګاوو.هسې هم زما او د ده تر منځ ډېر فرق نه و؛ځکه خو مې ښه کوربتوب وکړ او خپل مې کړ،زه له اوله مسلمانه ومه ،خو چا راته دا نه و ويلي،چې ته مسلمانه يې،دې مېلمه يوازې پر همدې پوه کړمه  او بس. بيا مې امير کروړ وموند،چې زما تيته لمن يې وپېيله.واکمن مې پيدا کړل،داسې چې له نورو دوستانو سره يې د حق په خپراوي کې مرستې وکړې.

ما خرښبون درلود،بېټ نېکه و چې همېش يې رب ته لاسونه لپه وو،خدايه ته دا وګړي ډېر کړې ته دوی پر دې شنې سيمه د ګلونو پر څېر را وټوکوې. د روښان او خوشحال اتلولۍ لرم چې د تورو د پړک ځلا يې زه ځلولمه .له هغه وروسته بيا ميرويس،احمد راسره شو،چې نه يوازې زه او زما ملګرې يې واپاللــه،د نورو فريادونه يې هم واورېدل،تر ډهلۍ يې مزلونه وکړل او هلته يې زما ښکلا،ادا خپره کړه. همدا زما د ملګرې سره مينه وه،چې د احمد شاه  پر خوله مې داسې نارې کړې.

د ډهلي تخت هېرومه چې را ياد کړم           زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

له دې وروسته ډېرې پېچلې کرغېړنې پېښې راغلې،د پرنګ تاړاکونه او بيا د سرو تيارو يرغل مې  مات کړ،دنړۍ په معاصر دور کې مې د خپلې مينې او د همېشني مېلمه  سره د وفا ننداره  وړاندې کړه.

سترګې مې  خوبولې وې،بس ما ورته وويل خبره را لنډه کړه؟

دا غريو ونيوله او راغبرګه يې کړه.

اوس هغسې نه يم، اوس هغسې نه يم …..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x