محمد داود مایار: بې صلاحیته حکومت د طالبانو غوښتني نه شي منلای

محمد داود مایار

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۴ ل): انجینر محمد داود مایار د وردګو ولایت اوسیدونکی دی. د بلخ پوهنتون له انجینرۍ پوهنځي فارغ شوی. اوسمهال په ترکیه کې استوګن دی او د ازاد شغل ترڅنګ د سولې په برخه کې فعال دی. نوموړی په قطر کې د پګواش نړیوال کنفرانس ته د سولې د یو فعال په توګه وربلل شوی و. نن ټکی آسیا له ښاغلي مایار سره مرکه کړې چې تاسو یې لوستو ته رابولو:

نن ټکی اسیا: په عمومي صورت د پګواش دوه ورځني کنفرانس څنګه ارزوئ؟

مایار: مننه، که څه هم دا لومړی ځل وو چې زما لپاره دا شرایط مساعد شول چې د خپلو ګڼو افغانانو وروڼو او خویندو سره یوځای چې د مختلفو هیوادونو څخه راغلي وو او په مختلفو اقوامو او مذاهبو پورې مربوط وو، د طالبانو وروڼو سره د نږدې نه ملاقات وکړو او د خپل هیواد د مشکلاتو د حل لپاره پر یوه میز سره راټول شو او خپل نظریات سره تبادله کړو. او دا چې په دغه کنفرانس کې د لومړي ځل لپاره د سیاسي دفتر ټول غړي راغلي وو او د خپلو وروڼو خبرو ته یې غوږ نیوو او خپلو افغان وروڼو ته یې په دې حد احترام او عزت ورکړ، دا زمونږ لپاره ډیره د قدر وړ خبره وه او مونږ هم تری مننه کوو، او په دغه کنفرانس کې چې تر کومه حده د ورورولۍ او صمیمیت فضا حاکمه وه، ما ته د تعجب وړ وه. ازبیک، پښتانه، تاجک، هزاره ټول د وروڼو په شان او په یوه کلک عزم او متقابل احترام د یو بل په وړاندې، پرمختلفو موضوعاتو باندې سره خبرې کولې، او په واقعیت سره په دغه کنفرانس کې یو ځل بیا دا ماته یقیني شوه چې د نړۍ هیڅ قدرت د افغانانو په منځ کې د قوم او ژبې په نوم اختلاف نه شي اچولي.

نن ټکی اسیا: که په مشخصه توګه ووایاست چې په کومو موضوعاتو بحث وشو؟

مایار: په ټولو متنازعه موضوعاتو باندې مفصل بحث وشو، د خارجیانو په وتلو، د اساسي قانون تعدیل، د طالبانو د قطر سیاسی دفتر، تور لیست، د ښځو حقوق، د ملکي تلفاتو د مخنیوي، د ټولګټو تاسیساتو په ساتلو، د معادنو، بندونو، لویو پروژو په ساتلو، د معارف په څرنګوالي او داسې نورو ډیرو مسایلو بحث وشو. په ځانګړي ډول د ښځو د تعلیم، لوړ تحصیلاتو او کار کولو او همدارنګه د معارف په برخه کې چې ښاغلي ستانکزي وویل چې زمونږ په سیمو کې ډیر د نجونو اوهلکانو مکتبونه فعال دي.

خو په تاسف سره چې زمونږ په ساحه کې حکومت د هر ډول کار مخه نیسي او حتی زمونږ معلمینو ته معاش نه ورکوي او مکاتب ټول په بد حالت کې دي او حتی د چوکیو او میزو مرسته هم نه کوي.

د لویو پروژو په هکله ښاغلي ستانکزي وویل چې مونږ د ټولو پروژو ساتنه کوو، د کانونو، د برق او اوبو بندونو، د ټاپي پروژې، د مس عینک کان او داسې نورو لویو پروژو، خو زمونږ غوښتنه دا ده چې د دغو پروژو مسولین زمونږ سره تماس ونیسي ترڅو مونږ د هغه د ساتلو لپاره او یا هر ډول مرستې لپاره پلانونه ترتیب او د خپلو مسولینو له خوا اجرا کړو.

نن ټکی اسیا: آیا د طالبانو دریځ ستاسې له نظره منطقي او مناسب دی او شرایط يې د منلو وړ دي؟

مایار: تر اوسه مونږ د طالبانو دریځ مخامخ نه وو اوریدلی. مونږ په هغه څه پوهیدو چې د کابل مطبوعاتو ویل، او بل دا چې اصلا دا شرایط نه دي، دا صرف د اعتماد جوړونې لپاره د طالبانو څو غوښتنې دي، چې دا غوښتنې ټولو ګډونوالو ته د تایید وړ وې. د مثال په ډول د قطر دفتر باید په رسمي ډول پرانیستل شي، تر څو په راتلونکي کې مونږ دلته په هوټلونو کې د افغانستان په هکله بحث و نه کړو او همدارنګه که صبا د حکومت سره د خبرو مسئله مطرح شي ترڅو تور لیست لغوه نه شي څرنګه دوی کولی شي چې کابل ته ولاړ شي او په مجلسونو کې ګډون وکړي، او د دوی د سر تضمین څوک کوي. او همدارنګه منفی تبلیغاتو تر کومه حده زمونږ ترمینځ واټن جوړ کړی چې اکثره وروڼو د طالبانو په سیاسي درایت او د هغوی په لیدلواو د هغوی پر منطق او اصولي خبرو تعجب وکړ. چې زما په آند هم د طالبانو دا غوښتنې منطقي او واقعي دي او باید ومنل شي.

نن ټکی اسیا: آیا دغه غوښتنې چې تاسې وویل، افغان حکومت منلی شي او یا د هغوی د صلاحیت په حدودو کې دی؟

مایار: د بحث یو مهم ټکی هم همدا وو چې د کومو مسایلو حل په افغان حکومت پورې اړه لري او کوم مسایل په امریکایانو پورې اړه لري. تر هغه ځایه چې مونږ د افغان حکومت صلاحیت وینو، دا شرطونه د افغان حکومت د واک څخه وتلې خبره ده. افغان حکومت حتی نه شي کولی د طالبانو بندیان د بګرام څخه خلاص کړي. دا چې افغان حکومت د ګوانتانامو زندان وتړي او یا د هغه ځای څخه بندیان خلاص کړي او یا تور لیست لغوه کړي او یا هم امریکایانو ته د وتلو مهالویش وټاکي زما په آند دا ډول فکر کول منطقي نه دي او دا ډول فکر کول د افغانستان د مشکلاتو د حل سره مرسته نه شي کولی.

نن ټکی اسیا: د وروستۍ پوښتنې په توګه، اوس ګډونوالو ته څه کول په کار دي چې په دغو مسایلو څرنګه کار وکړي؟

مایار: اوس ټول مسولیت د ګډون کونکو په غاړه دی چې دغه ټول مسایل، د حکومت او په خاصه توګه امریکایانو غوږونو ته ورسوي، او د مختلفو لارو څخه په امریکایانو فشار راوړي چې دا غوښتنې ومني. دغومره وړې غوښتنې او دغومره لویه افغان وژنه د مقایسې وړ نه ده. د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر سره باید جدي او واقعي بحث پیل کړي او خپل ټول مشکلات دې د خبرو له لارې حل کړي ځکه مونږ شاهدان یو چې ستانکزي صاحب وویل چې مونږ صلح غواړو، مونږ تفاهم او مذاکرات غواړو، مونږ خپل مشکل د خبرو له لارې حل کول غواړو، مونږ هم د کابل حکومت او هم د امریکې سره مذاکراتو ته حاضر یو خو په ترتیب سره، او واقعي مذاکرات چې د جنګ د ختمولو سبب وګرځي، مونږ باید پوه شو چې امریکایان د وتلو څخه وروسته څه ډول رول لوبوي؟ آیا هیواد ته خپلې اقتصادي مرستو ته دوام ورکوي او که نه؟ او دا يې هم وویل چې مونږ د امریکې سره ذاتي دښمنی نه لرو، زمونږ جنګ صرف د امریکایي نظامیانو سره په افغانستان کې دی او که چیرې دوی اوس خپل نظامي شتون پای ته ورسوي بیا کولی شي په راتلونکو کې د دوه مستقلو هیوادونو په توګه د متقابل احترام په چوکاټ کې پراخې اړیکې ولرو، او زمونږ هیواد نه یوازې د امریکې بلکه د اروپایانو سره هم پراخو اړیکو او اقتصادي مرستو ته ضرورت لري.

نن ټکی اسیا: ښاغلی مایار، ډیره مننه.

مایار: له تاسو هم مننه

تبصرې (3)

  • ياره مايار صيب

    دا د مختلفو مذاهبو خبره مو عجیبه شانته ده،

    د دي ناستي گدونوال به ايله په دری دوله خو دوه مذاهبو مربوط وو

    اول: د امام صاحب په مذهب
    دوهم: د اوباما (هههه) په مذهب
    دریم: مذبذبين بین ذلک و ذاک

  • غوربندی صاحب السلام علیکم !
    مایار صاحب ته دی الله ج اجرونه ورکړی ، مخکی یی هم ښکلی یوه لیکنه مونږ ولوستله ، اوس یی هم حقایق په ډاګه کړی ، د مذاهبو په اړه یی هم مطلب کیدی شی له اهل تشع او اهل تسنن څخه به وو لا به یی مطلب بیل بیل اړخونه وو مګر د مذهب نوم یی ورته اخستی او کولی شی چه د مذهب نوم هم ورته واخلی حتی کمونستان هم د یوی جلا یا جلا مذهب لرونکی دی یا بیلابیل قومونه او داسی نور

  • دامریکی اوروسیی او اروپا(عالم ک ف ر) کمک ته ضرورت لرو؟
    دغه ددجال اقتصادی کمک اوترقی خو نه یوازی مسلمانیت بلکی انسانیت یی هم داسی کندی ته برابرول غواړی چی بیا دانسان واده روبوتونه سره وشی ایا الله ج انسانان دهمداسی دجالی اقتصادی او دجالی ترقی پرمختګ لپاره پیدا کړی ده او که یی کړی وو نو بیاخو باید تول پیغمبران دهمدیشیانو امر کړی ول دا داسلام دین تر قیامته به باقی وی نو الله ج خو داوله اوبیا سوارلس کاله مخکی پر دغه ننی سلویخت کلن ترقی عالم وو نو رازی چی احادیثو کی اوقران کی ددی شیانو باره کی زان ته معلومات وکړو هسی نه چی کوم روشنفکری خلک وایی چی هغه ته انګلش کی elluminati وایی چی تاسو یی باره کی معلومات وکړی چی روشن فکری دچادین ده؟ (دجال)
    دجال چی خلک ورته انتظار کوی چی اخر وخت کی به راووزی نو دخلکو به دا ګومان وی چی دجال به داسی عجیب وغریب حیوان وی چی په اسانه به وپیژندل شی او زان به ترینه ګوخه کړی حالانکه خبر ندی چی همدا اوس دترقی په نوم او اقتصادی پر مختګ په نوم یی دپردی شاته خلک را ګیر کړی دی کیدای شی زما خبری دیر وضاحت وغواړی چی راتلونکی وخت کی ددی خبرو وضاحت په مختلفو طریقو کوم خو اوس لپاره همدومره وایم چی مونږ تیک هماغه اخر وخت کی
    ژوند کوو چی خپله ددجال دوتلو وخت رانږدی شوی ده او دهغه پیژندګلو به داسی کیږی چی تول ددنیا مادیات به دهغه لاس کی وی چی تندی کی یی
    (ک ف ر)لیکل شوی چی صرف هغه خلک لوستی شی چی مومن وی ولوکه بیخی انپړ هم وی او چی سوک مومن نه وی نو (ک ف ر)نشی لوستلی او لکه دوستم مړو ته یی شهید وایی او برادر هایی امریکایی ورته وایی او دکمک امید دکفر څخه ساتی دجال به دیر لښکر لری اوتول مادیات به دهغه قبضه کی وی دزمکی ذخایر وباسی اما ذخایر به تول دجال پسی روان وی او صرف هاغه خلکوته ورکوی څوک چی ورته تسلیم وی نو ورونو موضاعات سخت دیر دی که سوک غواړی چی دجال سره ګد نشی نو ددنیا دزینت پخاطر دحقه تیر نشی او دکفر څخه دخیر طمعه ونه ساتی
    ککککککففففففففررررررر