سوچه پښتو، خوږه پښتو (۳)
ملګرو نن درته څو سوچه سيمه ايز پښتو ويونه وړاندې کوم. ښايي ډېر داسې کسان وي چې دا ويونه د لومړي ځل لپاره اوري. که ستاسې په سيمو کې هم ورته ويونه شتون ولري؛ له همدې ليکنې سره ئې ونښلوئ.
ځځمېګی: له ځګ څخه تر لاسه شوي کوچ
برېځر: غرمه
چرمينه: پړی
کودوړی: د خاورين لوښي ټوټه
سنګتیه: ځوریدلی، کړیدلی، ډیر انتظار شوی
دنګه: ډله، بانډ
کټه میر: ګوښه خوښوونکی، بې مینې
نوداڼه: ناوه،دبامناوه
کتوځی: کړکۍ
وتوځی: دروازه
چونیاړی: تشناب
ناشولته: ناکاره
دیدو: کوڅه ډب
کاسه ګړب: کیشف، کیشو
باټو: درواغجن
ټکله: ډوډۍ
منډ: په واوره کې لار کول
ټنګه: د پیسو تر ټولو کوچنۍ واحد
تمبوزکه: وربوز، ماسک، هغه ټوټه چې خوله او پوزه پرې پټ شي.
وړینګه: ویړه، د ملامتیا پر مهال د خولې یو ډول نیول، د بیلګې په ډول:
ښاغلي واکمن زورباما ته وړینګه خوله ونیوه.
پړینګ: ناڅاپي د ژړا پیل کول، بیلګه: او بیا پړینګ په ژړا شو.
وینجاړه: ښايي د ویجاړي اړول شوې بڼه وي او د پورتنۍ وړینګه په مانا ده.
خرڅوړی: یو دم راپریوتل لکه چې وايې: له پاسه راخرڅوړی شو.
څړی: هغه لته یا جنډه چې تنور پرې پاکوي او یا هم د انګړ یا خونې د رامښلو یا ګلولو پر مهال کارول کیږي.
څړه: د کندهار د یوه ملګري په وینا د مجرد یا یوازې په مانا دی.
شوبله: ځنځه (هزارپا، صدپا)، ټانک.
پټخه: د مڼې له خوړلو وروسته پاته برخه، زړی.
ژغژغنی: وچه واوره؛ هغه چې نرمې ږلۍ ته ورته وي.
شدرۍ: هغه توېېدونکې اوبه چې کنګل شي.
ځغځولی، کترې: په غوړيو کې د پسه د لم ډاډه شوې ټوټې
نور بيا…