ادبي لیکني

ارمان ـ لنډه کیسه

نوراحمد صدیقي

قاسم په انتظار خونه کې د پایوازانو په ګڼه ګوڼه کې چې ځان یې په خپل پټو کې پیچلی وو، د شلو میاشتو کلثوم یې په غیږ کې د اوږدې لرګینې څوکۍ له پاسه ناست وو

د کلثوم تور پیکی یې له ټنډې پورته کړ څو مچکې یې ترې واخیستلې چې د مچکو په غږ د نیږدې ناستو کسانو توجه ور واوښتله

کلثوم ته یې وویل: خدای ج به ان شاءالله ورور درکړي چې دا مې یو آرمان ده او نوم به هم آرمان پریږدم

یو سپین ږیری چې کړوپې او ږې یې لرلې له خپله ځایه را پاڅیده چې خوله یې له خندا ډکه وه، د قاسم په اوږه یې لاس کیښود

ورته ویې ویل: زویه! که زوی شي دا دې څویم زوی ده

قاسم ورته وویل: پنځه لورګانې لرم که دا ځل خدای پاک زوی راکړي همدا به مې لمړی زوی وي

سپین ږیري وخند ویې ویل: ماته خو شکر الله ج زوی راکړ تاته به هم ان شاءالله خدای ج زوی درکړي

سپین ږیري ساخته ګي غاښونه له خولې ویستلي وو چې وبه یې خندل اورۍ به یې ښکاره شوې

نرسې د قاسم نوم واخیست:

پایواز مریض به نام قاسم کجاست

قاسم په بیړه له انظار خونې را ووتلو

من قاسم هستم

نرسې یوه وړوکې نسخه قاسم ته ونیوله

ورته ویې ویل: عاجل این نسخه بیار

د نرسې تر شا د قاسم مور ولاړه وه چې د پوزې اوه رنګه چارګل یې د برق رڼا ته بلکه کوله

قاسم وړوکې کلثوم خپلې مور ته ورکړه او له نرسې یې نسخه واخیسته په منډه د درملتون په لور ولاړ

قاسم چې بیرته د شفاخانې دهلیز ته راورسیده

د مور په خوله کې خندا او د هغې طلایې غاښ قاسم ته د خوښې زیری ورکاوه

نرسې نخسه واخیستله د قاسم مورته یې مخ ورواړاوه

ویې ویل: پسان ګف میزنیم

مور یې قاسم ته رانیږدې شوه

ورته ویې ویل: زویه یوڅه میده روپۍ راکړه

د شفاخانې سفاکارې چې کلثوم یې د قاسم له موره تښتولې وه

ویې ویل: تاکه ۵۰۰ افغاني بریم نتي این دخترک نمیتم یریت

قاسم په خندا کې ورته وویل: خاله این ۲۰۰ افغاني بیګي

هغې هم قناعت وکړ ۲۰۰ افغانۍ یې واخیستلې، کلثوم یې ترې واخیسته د مخ په دواړو خواوو یې ښکل کړه، مورته یې مخ ورواړاوه

ویې ویل: شکر مونږ ته خدای آرمان راکړ

ارمان به ټولو په غیږ کې ګرزا وه په ټولو خپلوانه ګران وو، رنګا رنګ جامې او د لوبو لوازم به یې ورته راوړل

ارمان به چې ناروغ شولو ټول کور به ورسره ناروغ وو

ارمان سپین رنګ غوښن مخ تورې غټې سترګې لرلې

په سپینه خلاصه ټنډه به یې تل تور ویښته راپراته وو

له مسجد سره یې ډیره مینه لرله، وړوکی وو خو پلار سره به مسجد ته تللو

آرمان له سبق ویلو سره ډیره علاقه لرله سهار مخکې له چای څښلو او د غرمې له ډوډۍ وروسته به مسجد ته تللو، او له ملا نه به یې سبق ویلو

تر هغه پوري به چې آرمان له مسجد نه نه وو راغلی د کور غړو به چای نه څښلو

د کور ټول غړي آرمان ته په انتظار کې ناست وو، پیالې په پتنوس کې ایښې ترڅنګ یې د چایو دوه لوړ ترموزونه هم ایښي وو

د آرمان مور چې د جاینماز له پاسه مخامخ قبلې ته ناسته وه، لرګینې تسبیح یې پر لاس کې وې او د الله ج ذکر یې پرې کاوه د دیوال ساعت ته یې وکتل

لاس یې د سینې له پاسه کیښود او

ویې ویل: ارمان

آرمان نن ولې دومره ناوخته کړه؟

د حویلې دروازه ه چې په اهن چادر پوښل شوې وه په دروازه کې لڼډ ډبل زنځیر هم پروت وو چې ټولو خپلې سترګې په دروازه کې خښې کړې وې چې کله به آرمان راځي

د حویلې د دروازې دواړه پلې خلاصې شوې ډله کلیوال پرې راننوتل

د آرمان مور او خور ګانې د حویلې مینځ ته را ووتلې

کلیوالو آرمان د حویلې مینځ کې د څادر دپاسه څملولی وو

آرمان فقط مور او خورګانو ته د اخر ځل لپاره په تور ښایسته سترګو وکتل نور یې سترګې د تل لپاره پټې کړې

آرمان د مسجد تر مخ له پسوتې نه د توغول شوي هاوان په مرمۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x