نړۍ

سعودي کې بنديانو سره د بد چلند په اړه د شيخ يوسف الاحمد هغه څرګندونې چې له امله يې بندي شو ــ(۱)

5365د سعودي عربستان په جيلونو کې بنديانو سره د بد چلند  په اړه، د دغه هیواد د يو تن ديني عالم شيخ يوسف الاحمد د سعودي پاچا او د کورنيو چارو وزير په نوم يو وډیو پیغام په نټ کې خپور شوی وه. چې لامله يې نوموړی شيخ هم په پنځه کاله قيد محکوم شو، او 100  زره رياله جريمه شو، چې سږ کال – لله الحمد- خوشې شو. د لوستونکو د لا زیاتو په معلوماتو په موخه مې دغه پيغام په پښتو ژبه وژباړه، چې کټ مټ به په څو برخو کې په لاندې ډول خپور شي ان شاء الله:

د بندیانو په اړه د سعودي پاچا او د کورنیو چارو وزیر ته

د شیخ یوسف الأحمد پیغام

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام علی نبینا محمد وعلی آله و صحبه اجمعين. اما بعد:

څو میاشتې وړاندې مې د بندیانو اړوند خبرې کړې وې، څرنګه چې راته دا مساله خطرناکه او اړينه برېښي نو غواړم چې په دې اړه د خپلې شرعي وجیبې د اداء کولو په موخه، څه نورې څرګندونې هم وکړم.

د ظلم مخه نېول د ټولو علماؤ، ړوند آندو او ایماندارو شرعي وجیبه ده، چې د خپلو ورونو مرسته د ظلم او مظلومیت په دواړو وختونو کې وکړي. صحیح البخاری د انس – رضی الله عنه – یو حدیث روایت کړی دی چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم – فرمايي: «انصر أخاك ظالماً أو مظلوماً» یعنې:  له خپل ورور سره دې مرسته وکړه، ظالم وي او که مظلوم.  نو صحابه وو – رضی الله عنهم- پوښتنه وکړه چې ای د الله رسوله! مظلوم خو به د ظالم له ظلمه خلاص کړو نو له مظلوم سره خو دا مرسته شوه، له ظالم سره څنګه مرسته وکړو؟ هغه – صلی الله علیه وسلم – ورته په ځواب کې وفرمايل چې د هغه لاس له ظلم نه بند کړه همدا یې مرسته ده.

نو دا زموږ د عقیدوي ورورولۍ او مسلمان دوستۍ له غوښتنو څخه ده چې خپل مسلمان ورور ته د ظلم او مظلومیت په دواړو حالاتو کې د مرستې لاس ورکړو، ځکه دا د یو مسلمان پر بل باندې شرعي حق دی، که موږ د ظالم په ظلم سترګې پټې کړو او د مظلوم مرسته ونه کړو، د خپلې شرعې دندې د نه ترسره کولو ترڅنګ به هم ګناهګار شو او هم به مو غټ خیانت کړی وي.

څه د پاسه دوه میاشتې وړاندې، کله چې د بندیانو د کورنیو ځینو غړو له ما سره اړيکي ونيولې، له ډېرو دردوونکو او خواشینوونکو خبرو نه خبر شوم. لکه څنګه چې بندیان محکمې ته د وړلو پرمهال تړل شوي وي، او له نورو ډول ډول ستونزو سره مخ وي، همدارنګه یې کورنۍ هم تیت پرک شوي او له بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، اقتصادي حالات یې سوچه بدل شوي دي، ځکه له بند څخه مخکې به یې مثلا په کوم شرکت کې دنده درلودله، نژدې شل زره تنخوا به یې اخستله، اوس چې پخپله بندي دی او کورنۍ یې یو ریال هم نه ترلاسه کوي، نو اقتصادي وضعیت یې دومره خراب وي چې بل ته یې سترګې نیولې وي، زکات اخستلو ته اړ شوي وي، په همدې انتظار وي چې څوک به دروازه راوټکوي او یو څه پیسې، غوښه او خوارکي توکې به راکړي او اړتیاوي به مو پوره کړي، چې حقیقتًا همدا وضعیت په سیمه کې د غوسې او تاوتریخوالې لامل ګرځي.

دا څو څرګند او ټولنیز اړخونه دي، دا ټولې ستونزې په کورنۍ کې د سرپرست د نه شتون له امله راپیدا کېږي، ځکه موږ ګورو چې ځینې کورونه سرپرست هم لري خو د ژوندانه ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولی، بیا چې څوک په میاشتو او کلونو بندي وي نو د کور به یې څه حال وي؟

ما ته په خپلو څېړنو کې څرګنده شوه چې په زندانونو کې د بندیانو د زیات وخت پاتې کېدلو له وجې په دوه درې کلونو کې ټوله کورنۍ د دولت پوره مخالفين ګرځي. هغه دا چې بندیان څومره په زندان کې ځنډېږي په هغې ټوله موده کې یې د خپلوانو، مور او پلار، ورونو، شاوخوا ګوانډیانو او ملګرو ترمنځ یې د نیولو او بندیتوب له کیسو نه پرته بله خبره نه وي، واړه ماشومان هم له وړوکتوبه د بندیخانې د کېسو په اورېدلو سره را لوی شي، آن تردې چې  د دولت له ظلمونو وغږېږي، بیا په تدریجي ډول د ظلمونو جزیات وڅیړې، څه ډول ظلمونه یې کړي دي؟ له بندیانو سره د ملاقاتونو پرمهال څه وشوه؟ په څه ډول ونیول شول؟ څه چلند ورسره شوی؟ د دوی له حاله خبرېدل څه ډول و؟ همدارنګه له چارواکو سره د لیدلو ستونزې او داسې نور مثالونه چې په خپلو منځو کې یې یادوي.

په ډېر تاسف سره به ووایم چې تر ټولو خطرناکه یې لا دا ده چې دغه بندیان د وخت په تېرېدلو سره تشدد، افراط او تکفیر ته مخه کړي، او کله لا بیا ناروا چارې وسنجوي، نو په حقیقت کې همدا بندیخانه د کفر ټاپه لګولو، تشدد، او د چاودنو د نظریي زیږوونکې او جوړوونکې ده. دا یوازې زما رایه هم نده، دا د پوهنتونونو د هغو ټولو استاذانو، مختصصینو، پوهانو او څېړونکو رایه ده چې موضوع یې له ټولو اړخونو څخه څارلې او تجربه کړې ده.

دا چې مسله سخته ده، له بېرونه کنترولېدونکې ده او که له داخل څخه، خو ځینې نورې ځانګړې نښې هم لري، هغه دا چې په دې جیلونو کې دا تجرید له دوه وجو څخه دی:

اول: په جیلونو کې د دې نظریې درلودونکو سره د ځینو کسانو یو ځای کول د دې باعث کېږي چې د وخت په تېرېدو ترې هغوی هم متاثره شي.

دوهم: هغه ظلم او کړېدل چې له نیولو څخه وروسته د بند په اوږدو کې ترسره کېږي، د هیواد، مشرانو او د امنیتي ارګانونو پرضد د پلانونو جوړولو لامل ګرځي، او هم ترې کینه، کرکه، حسد او بدبیني پیدا کېږي، بیا له یوې ورځې بلې ته، لا پسې زیاتېږي، نو بیا چې څه وشوه هغه به شوې وي. ځکه څو کرتې له بنده خلاص شوو کسانو ځانونه والوزول، ځینو یې نورو ګوانډیو هیوادو ته سفرونه وکړل او بیا یې دا هېواد یا یې ځینې امینتي څانګې او د ځینو ودانیو الوزول د بريد موخې وګرځولي او ځینې عسکر او نور یې په کې ووژل او داسې نور.

بیا د بندیانو کورنۍ هم، په چاودنو کې د خپلو اولادونو لاس لرل نه مني، او نه بهر ته، سفرونه او نور لګول شوي تورونه مني، او په امنیتي ارګانو نیوکې کوي چې ولې یې بندیانوي او زوروي؟ ځکه تراوسه چې څومره بندیان خوشې شوې هم دي، امنیتي ارګانونو پرې هیڅ شی نه دی ثابت کړی، همداسې ډېر نور لا تراوسه د بند په نامعلوم برخلیک اخته دي.

که څه هم امنیتي ارګان دا کړکیچنه مسله عامه بولي. خو عادي هم نه ده، باید د حل لار یې ولټول شي.

نور بيا…

ژباړه: اجمل نعماني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x