نړۍ

سعودي کې بنديانو سره د بد چلند په اړه د شيخ يوسف الاحمد هغه څرګندونې چې له امله يې بندي شو ـــــ (۲)

5365

په تېر پسې…

د حل لار یې ډېره اسانه ده:

څومره د نظر خاوندان، او راخوشې شوي بندیان او نور خلک چې ما سره یې په دې اړه خبرې کړي دي، ټول په دې متفق دي چې بندیخانه د ټایم کړی شوي بم په څېر ده، یو وخت به یې پایلې څرګندېږي. او په دې ټینګار کوي چې دا مساله امنیتي او استخباراتي ادارو او د کورنیو چارو وزارت پورې اړه لري، دا زموږ ګډه مسله ده، ټول د امن په راوستلو او ظالم څخه د مظلوم په خلاصولو کې مسئول یو. دا د مسلې یو اړخ شو.

بل اړخ یې دا دی چې امنیتي ارګان وایی، د چاودنې پېښه به څنګه هېره کړو، باید چې د زرو کسانو د ژوند ژغورلو په موخه یو نفر بندي کړو.
موږ وایو چې دا غیر شرعي او غیر مناسب کار دی، او څومره چې دا مسله خطرناکه ده هغومره یې د حل لار سخته نه برېښي.
نو د حل لار يي څه ده؟
د ټولو خلکو په اتفاق د حل یواځینۍ لار، شرعي جوړجاړی او د نظام تطبیقول دي او بس.
دا ټولې ستونزې د شریعت او نظام د نه تطبیقولو له امله راپورته شوي دي. ځکه د جنایی چارو رسمي قانون چې د وزیرانو شوری ټاکلی دی د څارګرې (استخباراتو) ادارې له خوا په سمه توګه نه تطبېقېږي. او نه قضايي فیصلو ته عملي بڼه ورکول کېږي.
د کورونیو د غړو او نورو خلکو په وینا زیاتره بندیان تر اوسه نه دي محکمه شوي چې شمېره یې پنځه زره نفرو ته رسېږي. آن تردې چې یو بندي له بنده خلاص هم شي خو نه پرې پخپله پوهېږي او نه پرې بل څوک پوهېږي چې محکمې پرې څه فیصله کړې ده.
څارګرې (استخباراتي) اداره په څرګنده وايي چې: که چېرې موږ دوی محکمې ته وړاندې کړو نو یوازې د یو کال، یا دوه کاله، یا درې کاله بند فیصله به پرې وشي. او دومره سزا ورته کفایت نه کوي، نو ځکه موږ د دوی په بند کې پرېښودل اړین بولو، ترڅو یې په اړه سوچ او فکر وکړو او د سپیناوي لپاره يې یو پلاوی وټاکو.
خو په حقیقت کې دا ډول کړنې د هېواد د امن پر ضد او د ټولنې، دولت او نظام پر ضد د خلکو تیارول دي، چې حقیقتًا خطرناک کار دی، باید د حل لار یې وسنجول شي.
سببونه (ستونزې):
اوله ستونزه یې، د جنایې ادارې قانون نه عملي کول.
دوهمه ستونزه یې، د قضايي فیصلو نه تطبیقول.
نو یوازې څارګره اداره ده چې دا ټولې ستونزې ورپورې اړه لري، او دغه اداره د نورو رسمي ادارو او ارګانونو په څېر د څارنې لاندې هم نه ده. ځکه پولیس د بهره څارل کېږي، د بندیانو څخه د تحقیق په جزیاتو د څارنې او نظر لاندې وي، همدارنګه بندیخانې څارل کېږل او تنظمېږي، خو مشکل دا دې چې امنیتي جیلونه بیا د نظارت او څارنې لاندې نه وي.
په دې موضوع کې د ډېر سوچ او دقیقې څیړنې څخه وروسته دې ته ورسېدم چې اصلي ستونزه د نظام او قانون په نه عملي کولو کې ده.
د جنايي چارو د قانون په اساس باید د مخالفینو څخه د تحقیق دنده، د عامو دعواوو څېړنیزه اداره او د پلټونکو پلاوو پر غاړه وي، نه د استخباراتي ارګان. ځکه دوی هم د پولیسو او چاپه اچوونکو په څېر د ستونزې عامل دي.
همدارنګه استخباراتي ارګان د دې حق نه لري چې بندي د ۲۴ ساتو څخه زیات په خپله ولکه کې وساتي، او دا هم د عامو دعواوو د څیړونکي پلاوي تر نظر لاندې وي.
د عامو دعواوو څیړونکی اداره هم د بندیانو څخه د تحقیق په اړه پیاوړي شرطونه لري، هغه دا چې باید څیړونکی سمدستي په اولو شېبو کې، بندي سره د تحقیقاتو په موخه اړيکي ونیسي، او په هیڅ ډول ورباندې ۲۴ ساتونه وانه اړوي. یوازې د جرم د زیاتوالي او د سختې اړتیا له وجې پلټونکی کولی شي چې موده یې اوږده کړي. مثلا: تښتېدونکی وی. پوره شواهد ورباندې ولري او نور.
پلټونکی تر پنځو ورځو وخت ورزیاتولی شي، بیا که چېرې د دې څخه هم زیات وخت ته اړتیا ولیدل شوه، نو بیا د پلټونکي ادارې سیمئز مدير کولی شي چې د نیولو له ورځې راهیسې تر څلوېښتمې ورځې پورې، پنځه ورځې زیاتې کړي، او دې پسې پنځه نورې هم ورزیاتولی شي.
او که له دې څخه یې هم زیات وخت نیوه، نو بیا خبره د هیواد د عامو دعواوو پلټونکي ادارې، عمومي رئیس پورې تړاو نیسي، چې په خپل رسمي فرمان کې یې موده تمدید کړي، خو په زیاترو حالاتو کې یې باید له یوې میاشتې زیات نه کړي، او د نیولو راهیسې تر اوسه پورې یې ټوله موده باید تر شپږو میاشتو زیاته نه شي.
د دې ټولو مرحلو څخه وروسته لازمه ده چې بندي یا سمدستي خوشي کړی شي او یا شرعي محکمې ته ولېږل شي.
بله ستونزه دا ده چې ځینې رسنۍ هم داسې څرګندونې کوي چې رسمي ارګان حق لري چې د بندي پر پلټنو شپږ میاشتې تېرې کړې، خو دا خبره سمه نه ده. ځکه چې د دې ټولو شرطونو او مرحلو تېرول، او لارې چارې یواځې د عامو دعواوو د پلټونکي پلاوي په واک او اختیار کې دي، نه د استخباراتي ارګان.
نو که پر پلټنو باندې د شپږو میاشتو څخه زیاته موده تېرول ومنو، نو بیا به پرې دوی د یو کال څخه نیولې آن تر اتو او نهو کلونو پورې بې محکمې تېروي، او مسله به نوره هم ستونزمنه شي، لکه چې ځینو بندیانو له دې څخه هم زیات وخت تېر کړی دی. نو باید خادم الحرمين الشريفین، د کورنیو چارو د وزارت او امنیتي ارګانونو غیرتي او دینداره مشران، خپل ورونه له ظلمه خلاص کړي او د مسلې په حل لاس پورې کړي.
لکه څنګه مو چې د بندیانو د مسلې ټول اړخونه وڅېرل، چې ټول مخالفتونه د نظام د نه تطبیقولو او د هاغو امنیتي ارګانونو له وجې رامنځته کېږي، کوم چې په تهدیدولو، ډارولو اوناسم ډول نیولو لاس پورې کوي. هغه داسې چې یا په مسجد کې ونیول شي، او یا په روغتون کې د خپلو ناروغانو د درملنې پرمهال د نیولو ترڅنګ، ناروغان ترې هم هملته ځانته ورپاتې شي، یا د واده په لومړۍ وختو کې د خپلې کډې سره د سفر پرمهال ونیول شي، تفریح ترې پاتې او هتکړۍ یې پښو او لاسو ته ولوېږي، او کور ته یې د پلټنې لپاره امنیتي کسان ورننوزي، چې دا ټول حالات د سیمې امن سره په ټکر کې دي. د دې ډول ټولو کړنو یادګیرنه دلته نه شو کولی خو هرڅوک کولی شي چې د انټرنټ له لارې ترې ځان خبر کړي.
د بندیانو د زورونې طریقې:
۱ـ جسمي او معنوي شکنجه کول: د تحقیق په دوران کې د اسهال په رنځ د بندیانو اخته کول دی، چې کله څو ورځې او کله څو اونۍ وغځېږي.
۲ـ اودرول: د ناستې اجازه نه ورکوي او تر ډېره وخته ودرول شوی وي، او یا یې لاسونه په یو جګ ځای کې تړل شوي وي.
۳ـ د تحقیق وخت ۱۲ ساته اوږدېدل. کله لا د دې څخه هم زیا ت وي، او کله بیا د تحقیق په کوټه کې تر ورځو او هفتو پاتې وي، چې دا ټول د انسان له وسې وتلي کارونه دي.
۴ـ ذهني فشار پرې راوستل. لکه: ناڅاپه پرې عسکر ورننوځي، چغې پرې راوباسي، دېوال سره یې ونښلوي، د تالاشي اخستلو ترڅنګ ترې هاغه ټول سامان هم واخستل شي کوم یې چې د ټاکلي مؤظف وګړي په لاس رانیولي وي، لکه عطر، کتابونه، جامې، خوراکي توکي، میوه جات، صابون او د پاکوالي لپاره اړين شیان.
نه پوهېږو چې ولې ترې شخصې شتمنۍ په ناروا، زور زیاتي اخستل کېږي؟ تر اوسه داسې څوک نه پېژنو چې ورڅخه اخستل شوي قیمتي سامانونه – لکه کمپیوټر، مبایل او داسې نور- بېرته ورسپارل شوي وي. دا ډول خواشینوونکي کړنې او څرګند ظلم، په خلکو کې خپرېږي، او د کینې، بدنیتۍ او دښمنۍ لامل ګرځي، او داسې ترې جوتېږي چې دا ډول کړنو عاملين به د مسلمانانو دښمنان وي نه ژغورونکي. نو په کار ده چې مخه یې ونیول شي او د حل لار یې وسنجول شي.
نور بيا….
ژباړه: اجمل نعماني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x