fbpx

بادغيس: اته تنه ملي پوليس له طالبانو سره يو ځای شول

نن ټکی اسیا (جمعبه، سلواغې ۹مه، ۱۳۹۴ل): په بادغيس ولايت کې اته تنه ملي پوليس له طالبانو سره يو ځای شوي دي او خپلې وسلې يې طالبانو ته سپارلې دي.

د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ امنيه قومندان سمونمل سيد شريف وايي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې ددې ولسوالۍ په دروېش محمديه سيمه کې رامنځته شوه.

هغه وويل چې ياد پوليس له خپلو سپکو او درنو وسلو سره له طالبانو سره يو ځای شوي دي.

شريف زياته کړه چې په دغو وسلو کې دوه ميله ماشيندار، يو ميل راکټ، پنځه کلاشينکوفونه، دوه مخابرې او زرګونه مرمۍ هم شاملې وې.

امنيه قومندان وايي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او زياتوي چې زمونږ لومړي معلومات ښيي چې پر پوليسو د طالبانو له لوري کوم زور نه و او په خپله خوښه د طالبانو له ليکو سره يوځای شوي دي او زياته يې کړه چې ددوی پرځای نور نوي پوليس په ياده پوسته کې ځای پرځای شوي دي.

بالامرغاب ولسوالۍ د بادغيس ولایت مرکز قلعه نو ښار په ۱۸۰ کېلو مترۍ کې پرته ده چې تر دې وړاندې هم ترې د جنګ جګړو او نا امنيو خبرونه ورکړل شوي دي.

بايد وويل شي چې تر دې وړاندې هم د افغانستان ملي پوليس او ملي سرتيري د هېواد په بېلو بيلو سيمو کې له وسله والو طالبانو سره يوځای شوي دي.

په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د