fbpx

مصعب رضي الله تعالی عنه داسلام لمړی سفیر

ابو اقبال –

مصعب رض درسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه هغه ښایسته ځلمی وو، چي دقریشو په ځلمیو کښي ساری نه تر سترګو کیده .

مصعب رضی الله تعالی عنه د قریشو هغه ښایسته ځوان وو ، چي دحسن دکم او کيف پیمانه يې په پوره مقدار سره تر څو کو ډکه وه .

نو له همدي کبله څومره ښه خبر ده چي زموږ دقصي شروع له هم ده رضي الله عنه څخه پیل شي .

مؤرخینو او راویانو دده دځوانۍ بیان کړی او ویلي دي، چي مصعب رضی الله تعالی عنه دمکي مکرمي د خلګو هغه په خوشبو لړلی , دمزه داره عطر والاوو، چي د دوی خلګو به دی رضی الله تعالی عنه، اعطر مکة باله .

دی رضی الله تعالی عنه په نعمتو کښي وزیږیده ، او په هم دغو هستيو کښي وپالل شو، او د همدي هستیو تر سایو لاندي ځلمی شو .

مصعب رضی الله تعالی عنه هم له هغه کسانو څخه  وو، چي دهغه پالنه هغه ستر لارښود حضرت محمدصلی الله علیه وسلم پخپله کړېوه .

مګر هو! دی رضی الله تعالی عنه هغه شاګرد وو، چي دده رضی الله تعالی عنه دژوند قصه دټول ادم زاد لپاره یو شرف اوعزت دی .

یوه ورځ ددي ځلمي غوږ ته هم هغه خبره راغله، کومه  چي به دمکې مکرمې خلګوله محمدصلی الله علیه وسلم څخه اوریدله ، هغه دا چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم به ویل چي الله تعالی عزوجل هغه (محمد) رسول بشیراونذیر رالیږلی ده ، دهغه واحدالاحد الله رب العزت عبادت ته خلګ وربولي .

هغه وخت چي مکې مکرمې خپلې ورځې اوشپې په بیغمۍ کښي تیره ولې، هیڅ غم او اندیښنه یې  نه درلووده ،مګر یورسول صلی الله علیه وسلم اودهغه ددين اوعقیدې خبره وه .

دغه ځلمي به ددغه رسول همدې خبرې ته تر نورو خلګو ډیره ښه  غوږ نیولی و.

مصعب رضی الله تعالی عنه  دهلکوني له وخت څخه په زینة المجالس اودمشرانوپه جرګوکښي یو وتلی کس بلل کیده ، هرنواب اورئیس به دده رضی الله تعالی عنه په مجلس کښي پرحضورباندي ډیرحرص کاوو ، ځکه چي دده رضی الله تعالی عنه منظر او جواد عقل دواړه هغه څه وو، چي په زړونوکښي به محبوب اودروازې  به ورته خلاصي شوې .

یوه ورځ یي واوریدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم اوهغه څوک چي ایمان يي راوړی دی، دقریشو له بدوخبرو اوضرره څخه هلته لیري په ” درا الأرقم بن أبي الأرقم” کښي یوځای کیږي ، نوده رضی الله تعالی عنه هیڅ انتظار نه دی کړی ، بس په همدغه ماښام خپل شوق دارالاقم ته ورننه ایستی ،  هلته دالله  نبي صلی الله علیه وسلم خپلو شاګردانوته دقرآنکریم تلاوت کاوه ، اوله دوی سره به يي دحقیقي مالک لپاره لمونځ هم کاوه .

دمصعب مور خناس بنت مالک یوه ډیره قوي او هیبتناک ښځه وه ، مصعب رضی الله تعالی عنه چي کله  په اسلام  مشرف شو ، نو دځمکي پرمخ له هیچاڅخه نه بیرده بیله خپلي مورڅخه .

وايي : که چیرته مکه اوددي بتان اواشراف حتی دمکې صحرا دمصعب مقابلي ته راوتلي وای ، نومصعب به تراوس پوري په شاسوی نه وو.!

مګر دموردمقابلي توان يي نه درلودی !.

مصعب له ځانه سره یوفکروکړ ، هغه داچي خپل اسلام به پټ ساتي ترڅوچي الله تعالی یوفیصله کوي .

مصعب دارالارقم ته دالله  رسول صلی الله علیه وسلم په خدمت کښې ډیر حاضریده ، خپلې سترګې يې په ایمان یخې وې ، خودده په څه نا څه بدلون سره دده مورپه  قهر شوه ، خودده په ایمان ترهمدې وخت خبره نه وه .

مګر اهل مکه په دغوشپوکښي د اسي په غفلت کښي نه وو پاته ، هرې لارې اوګودرته به ، ددوی جاسوسانو غوږ نیولی وو،

یوه ورځ عثمان بن طلحة   په داسي حال کښي  مصعب رض ولید چي دارالارقم ته پټ ننوځی ، څه موده وروسته يي بیاولیدل چي نوموړي دمحمد صلی الله علیه وسلم په شان لمونځ  کوي  .

نودصحرا باد دمصعب رض خبر دده ومورته په ډیره چټکتياسره ورسوله .

مصعب رض دخپلې مور، اونژدې خپلوانو، اواشراف د مکې په  مخ کښي ودریدل،دقران کریم تلاوت يي شروع کړ، هغه قرآنکریم چي دالله  رسول صلی الله علیه وسلم به ددوی زړونه په مینځل ، هغه قرآنکریم چي ددوی زړونه له حکمته ډکوي ، هغه شرافت دوی ته په برخه کوي چي ساری نلري .

دمصعب رض مور دااراده وکړ ه ، چي دده خوله مبارکه په یوه ډیرتونده چاپلاخه چپ کړي، مګرهغه لاس چي ده  ته اوږديدی، لاسه نه بلکې غشی وو .

خوڅه وخت لاتیرشوی نه وو، چي دده د مور لاس کښته وځړیده ، دهغه نور لورته ورکږه شوه، کوم نورچي دمصعب دمخ جلوه نوره هم ورتازه کوله ، هغه نورچي دده جلال اواحترام یي ورته فرضاوو.

خودده  مورچي دموروالي په احاطه کښي راګیره وه ، نودی  یي له وهلوټکولوڅخه معاف کړ .

خوبالآخره یي  خپل کورته  وره ساوه ، هلته يي په یوه ځاي کښي بندي کړ ، کړۍ او ولچک يي کړ .

مصعب رض تعالی عنه بندي شو، حتی چي بعضي مؤمنان حبشي ته مهاجرسول ،نومصعب رض چي کله دمؤمنانوپه هجرت خبر شو، نودخپل خلاصون لپاره يي یوه حیله په داسي حال کښي جوړه کړه، چي دده موراودمحبس څوکدارغافله وو، مصعب رض چي کله خلاص شو،  نودافیصله يي وکړه ، چي حبشي ته مهاجرشي ، په حبشه کښي له خپلو نورو مؤمنانومهاجرینووروڼوسره یو ځای شي .

یوه ورځ مصعب رض دمسلمانانوپرهغه ټولۍ راووت ، چي درسول الله صلی الله علیه وسلم پرشاوخواچارپیره وو ، یوناڅاپه د دوی سترګې پرده   ولګیدې ، نوخپل سرونه يي ځوړنداوسترګې پټې کړې ، دځينوکسانو خوله سترګوڅخه اوښکې راتوی  شوې ؛ ځکه چي دغوکسانو مصعب رض په داسي حالت کښي ولیدل، چي یوه ډیره زړه چړۍ له پینوڅخه رغوله شویې پرخپل ځان راتاو کړې وه ، په داسي حالت کښي دوی ته دمصعب رض هغه له اسلامه څخه مخکي دمکې معظمې ژوندوریادشو، نوځکه يي اوښکې راتوی شوې  .

دالله ج رسول صلی الله علیه وسلم هم دده مقام ته څوځله دحکمت اومحبت اومننې په نظروکتل ، او ویې فرمایل  په رښتیاچي ماپه مکه کښي همدغه مصعب ولیدل ، چي په مکه کښي ترده پرموراوپلا ګران بل سړی نه وو، خووروسته مصعب دغه ټول دالله ج او دهغه درسول صلی الله علیه وسلم په مینه کښي پریښودل .

کله چي مصعب رض له حبشي څخه بیرته راستون شو نودده مورپرخپل ځان نذرکښیښود چي داواربه هغه څوک وژنم چاچي لما سره دده په حبس کښي مرسته وکړه ؛ ځکه چي ديته دمصعب ټینګ عزم اوصدق معلومیده ، نو په همدغه واریي له ده رض سره مخه ښه په داسي حالت کښي وکړه چي دواړوژړل اویوله بله رخصت شوه .

درخصت اخستلوپه وخت کښي یوداسي عجیب اسرارښکاره شول دمورله لور ي پرکفر ټینګار، اودزوی لخواپرټینګ ایمان . !!!

هغه وخت چي دده موردی له کورڅخه ایستل نوورته وي ویل چي ځه په خپله مخ زه بیا تاته نه راګرزم ، مګرمصعب ورته رانژدي شو

اوورته وي ویل  : اې موري زه تاته نصحت کوم اوپرتاباندي ویریږم ، ته شاهدي ووایه په ” اشهد ان لا اله الا الله، وأن محمدا عبده ورسوله” دي ورته  جواب په داسي حالت کښي ووایوچي ډیره سخته غصه ورغلې وه اوټینګ قسمونه یي اخیستل چي : هیڅ کله به ستاپه دین کښي داخله نسم ؛ ځکه چي دازما پرکمزوریې رایه اوخام عقل باندښوونه کوي .

بس خومصعب هم له هغه خوږونعمتونواوله ښه ژوند څخه وه ووت ، له یوي ژړي څړۍ  څخه یي څادرجوړکړی ، یوه ورځ یوه ګوله ډوډۍ پیداکړي اوڅوورځې بیاپه لوږه تیره وې ، مګر روح مبارک يي دټینګي عقیدي په وجه  په الهي نورمنور له ده څخه  یوداسي انسان جوړکړی وو، چي سترګي له عظمت څخه ډکه ولي اواشخاص يي له ویري  .

بس په همدغه وخت کښي دانسانیت سترلارښود حضرت محمدصلی الله علیه وسلم مصعب الخیر رض دیولوی اومهم کارپخپل وخت کښي دمدیني منوري اوداسلام اولنی سفیر وټاکه  ، مصعب رض به دمدیني انصارو هغوکسانوته چي ایمان يي راوړی اوله رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يي دعقبي بیعت هم کړی دی ، داوعده يي هم کړیي ده چي نورخلګ به هم دالله تعالی دين ته رابولي ، اومدینه به دهجرت اعظـــــم لپاره تیاره وي،  فقاهت ورزده کوي احکام الهي به ورته ښۍ يي .

په دغه وخت کښي دالله درسول صلی الله علیه وسلم په صحابه ووکښي ترمصعب رض په عمر اومرتبه ډیر لوړکسان هم وو،د رسول الله صلی الله علیه وسلم نژدي خپلوان هم وو ، مګردالله رسول صلی الله علیه وسلم خبروو ، چي ده رض ته ډیرلوی مسئولیت په غاړه کښي وراچوي .

اووده رض ته په ګوته کوي چي داسلام مخ لورپر مدینه  منوره ده اوداورته ښي چي نژديده چي مدینه منوره به دهجرت ، ددعوت اوغازیان کورشي .

مصعب الخیرهم دغه دامانت پيټی دالله ج په مرسته  پرخپلواوږو بارکړ ، مصعب الخیرچي دزیات عقل خاونداو دنیکو اخلاقو نمونه وو ، دمدیني دخلګوزړونه يي راجلب اوپخپل زهداواخلاص سره په دین کښي فوجونه فوجونه خلګ داخل کړل .

دالله  نبي صلی الله علیه وسلم چي په کومه ورځ مصعب رض مدیني ته رالیږلی وو، نوپه دغه ورځوکښي په ټوله  مدینه کښي یواځي اویواځي دوولس کسان په ایمان مشرف  وو، داهغه کسان وو، کوم چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دبیعة العقبة تر بیعت مخ کي بیعت کړی وو ، مګر مصعب رض څومیاشتي لانه وي تیري کړیې چي دمدیني منوري خلګودالله تعالی اودهغه درسول صلی الله علیه وسلم خبره ومنله اوټول په سلام مشرف شول .

دراروان موسم الحج دبیعة العقبة لپاره دمدیني مسلمانانومکي مکرمي ته درسول الله صلی الله علیه وسلم دملاقات اوخپلو خلګود نمایندګۍ لپاره دخپل استاذ اودرسول الله صلی علیه وسلم سفیر مصعب رض په مشرۍ یواویا کسیز وفدولیږل ،

مصعب الخیرچي کله  رسول صلی الله علیه وسلم مدیني ته ولیږل اوحکم يي ورته وکړ ، چي دوی ته به قرآنکریم لولي اوداسلام احکام به ورته ښي ، نومصعب رض په ابي امامة اسعدبن زرارة رض باندي واړول ، نوابن زرارة مصعب رض په یوه لاره له کوره څخه بهر دبني ظفر ویوه باغ ته ورساوه ، هلته  هغه کسان چي په ایمان مشرف شوي وو ، ټول مصعب رض ته سره راجمع شول .

سعدبن معاذرض داوس قبیلي سردار ، اسیدبن حضیرته وویل چي دغه دوه کسان راغلي دي غواړي چي زموږ کمزوري خلګ له لاريي بي لاري کړي ، ورسه داکسان له دي ځایه وشړه ، کچیري ابن زرارة زمادخالا زوی نه وای نومابه ددوی کار ورکړی وو،  اسیدهم خپله حربه واخستله ددوی لورته ورر وان شو .

اسعدبن زرارة چي کله اسیدولیدل نومصعب رض ته يي وويل : چي دادقوم سرداردرته راغی  ، مصعب رض وویل که چیري خبري راسره وکړي نوزه به هم خبرورسره وکړم ، اسیدچي کله راورسیده نودوی دووته ودریده اووویل چي تاسي موږته دڅه لپاره راغلي یاست ؟ ایاتاسي زموږ کشیران له لاري اړوئ ،؟ ځئ که  ژونددرباندي بوج نه وي .

نومصعب رض ورته وویل چي ته راسه زموږ خبره واوره کچیري ستا خوښه شوه نوقبوله يي کړه ، اوکه د خوښه نسوه نوچپ به سو .

اسید وویل هو د انصاف خبره دي وکړه ، نوحربه يي جګه کړه اوکښینستل .

مصعب رض داسلام  خبره ورته شروع کړه اودالله تعالی لوی کلام يي ورته تلاوت کړ ، دوی وايي چي والله موږ داسلام رڼا دده په مخکښي مخکي له هغه  ولیده چي دی اسلام  راوړي .

وروسته اسیدوویل چي داڅومره احسن اواجمل  شئ ده ،! څوک چي په دي دين کښي داخلیږي نوتاسي په هغه څه کوئ ؟ .

دوی ورته وویل چي ورسه غسل وکړه اوجامي پاکي کړه ، وروسته دشهادت کلمة په حقه سره ولوله اودوه رکعته لمونځ اداکړه .

نواسیدهم ولاړسو غسل يي وکړ ، اوجامي يي پاکي کړي اوکلمة دشهادت يي ولوستله اودوه رکعته لمونځ يي هم اداکړ .

وروسته يي وویل : چي لما وروسته یو بل سړی شته ، که هغه هم ستاسي متابعت وکړ ي ، نودده قوم به ټول ستاسي خبره ومني . اودغه سړی سعدبن معاذ ده .

وروسته یي خپله حربه واخستله ، سعدته په داسي حالت کښي ورغی چي خپل دقوم سړي ورباندي راټول وو.

سعد ناستو خلګو ته وویل : قسم په الله ده ، چي سړی په هغه رنګ نه ده راغلی په کوم مخ چي له تاسي څخه تللی وو ، کله چي اسید را ورسیده اوودریده ، نو سعد ورته وویل چي څه دي وکړل ؟ ده وويل له دوی سره مي خبره وکړه ، قسم په الله که مي څه ضررپکښي لیدلی وي ، خودوی مي له کارڅخه بندکړل ، اووعده یي راسره وکړه چي هغه څه به کووچي زماخوښه شي .

او اسید و ویل چي بني حارثة راوتلي وو، چي اسعدبن زرارة ووژني ، په دي هم خبروو، چي ابن زرارة ستادخالازوی ده ، غواړي چي ستاسپکاوی وکړي .

سعد بن معاذ ډیرپه قهراوغصه سره راولاړ سو خپله حربه يي ورواخستله دمصعب اوابن زرارة لورته ورغی ،کله چي يي دوی مطمئن ډاډه ولیدل نو پوه شو چي اسید غواړي چي دمصعب رض خبره سعد هم واوري ، نوسعددوی ته راغی په ښکنځلويي شروع وکړه ، ابن زرارة ته يي وویل چي اې ابن زراره کچيرزماوستاقرابت نه واي دغه کس به روغ نه ووراڅخه تللی ؛ ځکه چي تاسي زموږ په کورکښي هغه څه کوئ چي هغه موږ نه خوښه وو .

ابن زرارة ومصعب رض ته وویل چي دقوم سرداردرته راغی کچيري دغه کس ستاخبره ومني نوستاله خبري به هيڅ څوک مخالفت ونه کړي .

نو مصعب رض ورته  وویل آیا ته موږ ته نه کښيني ؟  له موږ څخه څه خبره نه اوري ؟ کچیري ستا خوښه شوه نو قبوله يي کړه ، او که ستا خوښه نه شوه نو موږ تا نه خفه کوو، سعد وویل هو د انصاف خبره دي وکړه ، نو خپله حربه يي جګه کړه اوکښينوست .

مصعب رض اسلام ورته وړاندي کړ ، او قرآنکریم يي ورته تلاوت کړ ، دوی وايي قسم په ا لله ج موږ دده په مخ کي دده له اسلام راوړلو وړاندي دده په مخکښي  داسلام نښې ولیدلې .

وروسته سعد وویل څوک چي په دي دين کي داخلیږي نو تاسي په هغه څه چم کوئ ؟ .

دوی ورته وویل چي ورسه غسل وکړه او جامي پاکي کړه ، وروسته دشهادت کلمة په حقه سره ولوله اودوه رکعته لمونځ اداکړه .

نو سعد هم داسي وکړ ل .

وروسته یي خپله حربه واخستله ،

همدارنګه سعد بن عبادة چي دی هم له سردارانو د قوم څخه وو مصعب رض ته راغی اود قرآنکریم تلاوت يي واوریده ، بي له څه مشورې اومهلت څخه يي ایمان قبول کړ  .

اوس نو دهمدغو مشیرانو او سردارانو په اسلام سره دمدينې منورې ټولو خلګو ته هيڅ بهانه او پلمه پاته نشوه .

مګر ځینو خلګو به ویل چي زموږ دقوم سرداران ټول په ایمان مشرف شول ، نو موږ ته دغاړې په غوړولو کي څه عذر نشته ، راځئ چي مصعب رض ته ورشو ، خپل ځانو نه په اسلام مشرف کړو .

وروسته دالله رسول صلی الله علیه وسلم  او نور صحابه کرام مدیني منوري ته مهاجر شول ، څه موده وروسته غزوة البدر ، او له هغه نه  وروسته د غزوة احد غزا راغله ، په دغه غزا کښي دالله پیغمبر صلی الله علیه وسلم دجګړي دصفونو په منځ کښي ولاړ ، د جګړي د ډګر داتلانو سترګې دالله  درسول صلی الله علیه وسلم په لور کږې دې ، چي اوس به دالله پیغمبر ص کوم شا ځلمي ته  داسلام بیرغ په لاس ورکړي ، که ګوري دالله رسول صلی الله علیه وسلم مصعب الخیر را وباله د نوموړي غزا بیرغ يي ده  ته پلاس ورکړ ، مصعب الخیر هم دجګړي ډګر ته وړاندي شو ، داسلام جنډه يي بلنده کړه ،  جګړه ونښته په لږ موده کښي بری دمسلمانانو په برخه شو، وروسته هغه دغشو ټولۍ چي رسول الله صلی الله سلم پر یوه بند کي مقرره کړې وه ، مخالفت وکړ ، خپل ځای هغه وخت پريښودل ، چي دمشرکینو ماته يي ولیده .

وروسته یو ناڅاپه دمشرکینو اسانو او لښکر پر مسلمانانو له همغه بند کي حمله په داسي حال کښي وکړه ، چي دمسلمانانو قوت سره شندلی او غیر منظم وو ، مشرکینو په دغه وخت کښي خپلي توري لیونۍ کړي  خپل ټول وس يي پکار واچاوو، دمسلمانانو لښکر نور هم سره وپاشل سو ، دوی چي کله دمسلمانانو صفوف مات او پراګنده ولیدل ، نو خپله ټوله توجه يي درسول الله په لور متمرکزه کړه  ،  هر یوه غوښتل چي دالله رسول صلی الله علیه وسلم ته خپل ځان ورسوي ، خو مصعب الخیر رض ته چي کله ددغه لوی خطر حس وشو ، دمشرکینو دغه ګړندۍ تګلاره يي ولیده ، نو په یوه چغه د تکبیر يي داسلام بیرغ پورته کړ ،  مصعب رض ټوپونه وهل د پهلاونۍ ګامونه يي اخستل ، تر څو چي ددښمن ټول قوت دده په لور متوجه او د خپل سر دنذراني په بیه دالله رسول صلی الله علیه وسلم  د مشرکینو له منګلو  څخه بچ او وژغوري  .

مصعب رض په یواځي سرله مشرکینو سره په یوه لاس داسي جګړه کوله تا به ویل چي یو بسته لښکر له مشرکینو سره جنګيږي . مصعب رض په یوه لاس کښي داسلام بیرغ اوچت کړی ، په بل لاس له مشرکینو سره جنګیږي ، تر څو چي مشرکین را ډیر شول ، مشر کینو غوښتل چي له مصعب رض څخه تیر شي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ځانونه وره سوي ، خو مصعب رض ددوی په مخ کښي یو نه ماتیدونکی غر ولاړ ده .

اوس موږ د همدغي غزا یو د سترګو لیدلی شاهد را بولو چي موږ ته دمصعب رض قصه وکړي –

ابن سعد وایي چي موږ ته ابراهیم بن محمد بن شرحبیل العبدري خبر راکړ ، چي هغه له خپله پلار څخه نقل کوي ، چي ده ویل : مصعب بن عمیر رض د احد د غزا په ورځ داسلام جنډه واخستله ، کله چي مسلمانانو ماته وخوړله ، نومصعب رض دجګړي په ډګر کښي له خپلي جنډي سره ثابت قدمه پاته شو ، نو ابن قمیئة چي په آس سپور وو ، په مصعب رض  واری وکی ،  ښی لاس يي ورڅخه قطع کړ ، مصعب رض به ویل ( وما محمد الا رسول قد خلت من قبله الرسل..) مصعب رض خپل بیرغ ته ور ټيټ سو په کیڼ لاس يي  ونیول ، نو ابن قمیئة فاسق په دغه کیڼ لاسه واری ورباندي وکړ  ، دغه لاس يي هم ورڅخه قطع کړ ، مصعب الخیر به همدغه  آیة کریمه لوستل  ( وما محمد الا رسول قد خلت من قبله الرسل..)  بیا ور ټيټ شو ، داسلام جنډه يي پخپلو بازوګانو راپورته کړله ، په سینه پوري یې ونیوله ، هغه تیر شوی آیة کریمه يي لوستل  ، ابن قمیئة درېیم ځل ورباندي دنیزې  حمل وکړه ، مصعب الخیر يي په نیزه سری سری کړ ، مصعب الخیر ولویده ، داسلام جنډه هم په ځمکه را پرېوته .

د فدایانو سردار ، داحد دجګړې اتل ، دالله ددین مبلغ، د مدیني منوري د انصارو، سردارانو، نارینه اوښځینه وو استاذ، دالله دستر لار ښوود ، لمړنی سفیر ، اعطر مکة  ، دالله دستر نبي ، په حضور کښي دشهادت جام په سر واړوه  . انا لله وانا الیه راجعون

مصعب رض چي د الله ددين په رښتیا سره خوند څکلی ، دالله پیغمبر صـ  يي هم په حقه پیژندلی ، نو له هره ضرب دابن قمیئة سره بي دغه آیة کریمة لوستل – ( وما محمد الا رسول قد خلت من قبله الرسل…) وروسته همدغه آیة کریمه پر پیغمبرصـ باندي د قرآنکریم یو مکمل آیة  نازل شو ، چي دقیامت ترورځې به لوستل کیږي .

دجګړې‎ له پای ته رسیدو وروسته ، دالله رسول صلی الله علیه وسلم  اوصحابه کرام رضی الله تعالی عنهم دجګړې ډګر ته راغلو، خباب بن الارت وایي : چي موږ دالله له رسول ص سره مهاجر شولو، دالله ج رضامو مطلب وه ، مګر بعضي له موږ څخه هغه خلګ وو ، چي ترهر څه  لمخه ولاړل، ددنیاله نعمتو څخه يي څک لاهم نه وکړه ، دهمدغو کسانو له ډلي څخه مصعب الخیر هم وو ، نوموړی چي داحد په غزا کښي شهید سو ، نو له یوي شړۍ څخه سوا کفن یي لا هم نه درلودل  ،  نو موږ مصعب رض ته  همغه چړۍ کفن کړه ،  کله به موچي سر باندي ورپټ کړ ، نو پښې بي ښکاره شوې ، او چي کله به مو پښې باندي ورپټې کړې نو سر بي ښکاره شو،  بیا موږ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دده دشړۍ قصه وکړه ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته امر وکړ ، چي دده سر په شړۍ ورپټ کړئ ، پښې یې د اذخر به وښو ورپټي کړئ .

د الله پاک پيغمبر صلی الله علیه وسلم له مصعب الخیر رض سره ودریده چي له سترګو مبارکو یې اوښکې را تويي دې دغه آیة کریمه يي لوستل (  مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً ۲۳ الاحزاب ) بیایي مصعب رض ته وکتل ، حال داوو ،چي نوموړی په یوه چړۍ کښي کفن کړل شوی وو ، وویل  په رښتیا چي ماته په مکة کښي لیدلي ،  تر تا د ښو جامو او ښو څنړو (ويښتانو) سړی بل څوک په مکة کښي نه وو ، بیا اوس ببر سر په یوه شړۍ کښي پروت يي .

وروسته دالله رسول صلی الله علیه وسلم دجګړې په ډګر کښي شاوخوا وکتل چي دمصعب رض اودهغه  ملګري يي ولیدل  ، وویل: “ان رسول الله يشهد أنكم الشهداء عند الله يوم القيامة”. ثم أقبل على أصحابه الأحياء حوله وقال: ” أيها الناس زوروهم، و أتوهم ، وسلموا عليهم، فوالذي نفسي بيده، لا يسلم عليهم مسلم الى يوم القيامة، الا ردوا عليه السلام” .

السلام عليك يا مصعب = السلام عليكم يا معشر الشهداء = السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .

له کتاب رجال حول الرسول او مختصر سیرت څخه . ( ابو اقبال کان الله له )

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د