افغانستان

طالبان: په پلخمري کې مو دښمن ته په درو استقامتونو کې ماته ورکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۹مه، ۱۳۹۴ ل): د بغلان ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې تېره ورځ مازدیګر مهال امنیتي ځواکونو د طالب ځواکونو پر مراکزو بریدونه پيل کړل چې د شپې تر ناوخته یې دوام وکړ.

د پلخمري ولسوالۍ په ګوډانو، درقد پل او نیازالله سیمو کې د طالب ځواکونو مراکز تر بریدونو لاندي راغلل چې د پيل سره سم درنه جګړه ونښته، په جګړه کې دواړو غاړو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

طالبانو د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د جګړې په اړه تفصیلات وړاندي کړي.

طالبانو ویلي چې په پلخمري ولسوالۍ کې مو د امنیتي ځواکونو بریدونه په درو استقامتونو کې د ماتي سره مخ کړي او هغوی ته مو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي چې د امنیتي ځواکونو ۱۳ تنه عسکر یې وژلي او ۱۹ تنه نور یې سخت ټپیان کړي، طالبان وایې چې ماخستن مهال امنیتي ځواکونه د تلفاتو په لیدلو سره د جګړې څخه لاس په سر شوي.

طالبانو په جګړه کې د خپلو دوو ملګرو وژل کیدل او څلورو نورو ټپي کیدل منلي دي.

د بغلان ولایت چارواکو تراوسه د جګړې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د طالبانو د خبرپاڼي تردید کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نصيراحمدمظلوم يار

الله تعالي دي دحق دﻻري مجاهدين كاميابه لري

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x