نن په انځورونو کي

طالبانو د کوهستاناتو د نیولو فیلم په دري ژبه خپور کړ – انځورونه/ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۹مه، ۱۳۹۴ ل): د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په یوه را لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د کوهستاناتو ولسوالۍ د سقوط تازه ویډیو خپره کړه.

دغه ویډیو چې نن ټکی آسیا تر کښته کولو وروسته وکتل، په دري ژبه جوړه شوې، او په کښي زیات شمېر طالبان ښکاري چې پر موټر سایکلونو سپاره دي، په غونډو کې شرکت کوي، سپین بیرغونه پورته کوي، او همداسي ډیری طالبان په سپکو او درو وسلو سمبال دی.

په دغه ویډیو کې زیات شمېر وسلې هم ښودل شوي، او په کښي ویل کیږي چې دغه وسلې دوی غنیمت نیولي او دوی ته به د جګړې د غځولو لپاره زیات قوت ور وبښي.

په ویډیو کې زیات شمېر هغه موټر هم ښکاري چې طالبانو د ملي اردو او پولیسو څخه نیولې او یایې د ولسوالۍ او پوستو تر سقوط وروسته غنیمت کړي.

د روان کال ۱۳۹۴ د زمري میاشتي له لومړۍ نیټې څخه دوه درې ځله دغه ولسوالي د طالبانو په لاس سقوط کړی او دولت یې بیا د دنیولو ادعا کړې.

نن ټکی آسیا ددې ویډیو د ترلاسه کولو وروسته د طالبانو د یوه خبریال (عمران خلیل) څخه وپوښتل، چې دغه ولسوالی اوس د چا په تصرف کې ده؟

نوموړي وویل چې د کوهستاناتو ولسوالي اوس هم ددوی په تصرف کې ده. نوموړي زیاته کړه چې د سرپل ولایت په مرکز کې دننه یو شمېر کلي هم ددوی په لاس کي دي.

په ویډیو کې یو طالب چی ملا زبیر ځان معرفي کوي، د کوهستاناتو ولسوالۍ د ډاکټرانو سره مرکه کوي.

د کته قلعه په نامه سیمه کې د کلینک مشر ډاکټر عبدالصبور وايي چې دوی سره د طالبانو سلوک ښه دی، دوی خپل کار په ښه توګه اجراء کوي.

ملا زبیر وایی چې نړیوال باید پوه سي چې طالبان چاته د اذیت سبب نه ګرځي.

په دغه ویډیو کې د طالبانو له اړخه نومول شوی والي مولوي عطاء الله سره مرکه شوې.

بشپړه ویډیو د لاندي ادرس څخه کښته کولای سئ:

https://archive.org/details/HightQ973Mb

د ویډیو څخه اخیستل شوي انځورونه:

KOHISTANAT (35) KOHISTANAT (33) KOHISTANAT (29) KOHISTANAT (27) KOHISTANAT (26) KOHISTANAT (23) KOHISTANAT (22) KOHISTANAT (16) KOHISTANAT (15) KOHISTANAT (14) KOHISTANAT (12) KOHISTANAT (11) KOHISTANAT (9) KOHISTANAT (8) KOHISTANAT (5) KOHISTANAT (4) KOHISTANAT (3)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x