طالبان به خود ګټونکي وي

ليکوال: محمد امين بسمل

ليکوال: محمد امين بسمل

محمدامین بســـمل

لکه تېره اونۍ مې چې د درنو لوستونکو خدمت ته د (طالبان ګټونکي ښکاري) تر سرلیک لاندې یوه لیکنه وړاندې کړې وه له نېکه مرغه، چې هغه وړاندوېینه مې رښتیا او طالبانو وګټله.

زه د زړه له کومې د طالبانو د دې سیاسي او اخلاقي بري مبارکي لومړی طالبانو او بیا زموږ نومیالي او زمریالي ولس ته وایم.

درنو لوستونکو!

تاسو به په ډېرو بریښنا پاڼو کې د پګواش غونډې د مختلیفو ګډونوالو مرکې او نظریات لوستي وي زه دلته یوازې له کابل څخه د راغلو ګډونوالو لکه د حامد کرزي د وخت وزیر داودزي، د ولسي جرګې د برحال غړي خواصي او د کابل پوهنتون د استاد ښاغلي ډاکتر فیض محمد ځلاند نومونه در یادولای شم، چې هر یوو په ځانګړي ډول د طالبانو مثبت، برحق او قوي دریځ په خپلو مرکو او نظریاتو کې څرګند کړ.

لکه لمر، چې په دوو ګوتو نه پټيږي همداسې زموږ د مظلوم خو اتل اولس له حق څخه هم څوک سترګې نشي پټولای.

له کابل څخه د راغلو کسانو نظریات دا په ګوته کوي، چې ارګ ته ورټېل وهل شوي غبرګیان او برګیان مطلق نا چل او د اولس د سرچنګک ځکه دي، چې نه خو د سولې لپاره کومه کړنلاره لري او نه خو د سولې په کیسه کې دي البته په وس یې هم نه ده پوره.

د ارګ خېلو او پنجابیانو څلور اړخیزې یا (څلوربولې) غونډې د سولې نه، بلکې تر پردې لاندې د یو لړ نورو کرغېړنو اهدافو لپاره په مخ بیول کیږي.

د نن ټکي اسیا د یوو پوښتونکي د لاندنۍ پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ډاکتر ځلاند د طالبانو دریځ په زړه پورې ډول سره روښانه کړی دی:

«نن ټکی اسیا: په ورته وخت کې د پګواش او څلور اړخیزې ناستې دوام څنګه ګڼئ؟ حکومت څلور اړخیزې ناستې ته ډېرې هیلې لري، ستاسې نظر څه دی؟»

ځلاند: د پګواش له کانفرانسه چې ما یو برداشت واخیست هغه دا و چې طالبانو دا منلي چې دوی باید د پاکستان له هر ډول اغیز څخه په لريوالي په خپلواکه توګه د تصمیم نیوني مرجع او مرکز ولري. له دې امله د دوی دا ټینګار چې په قطر کې دې دوی ته د دفتررسمي ادرس برابر شي او د طالبانو د قطر استازي د دوی د سیاسي دریځ رسمي کارکوونکي دي، په دې دلالت کوي چې څلور اړخیزه ناسته هسې د وخت ضایعه کول او د افغان حکومت سره د پاکستان د منافقانه سیاست یوه شومه دسیسه ده. طالبانو په ښکاره وویل چې دوي له قطر پرته بل چیرته دسولې د ناستو تابیا نه لري، خو دا چې افغان حکومت له پاکستان سره په څه بحث کوي، د افغان حکومت چارواکي باید افغان ولس ته ځواب ووایې.»

د ښاغلي ډاکتر ځلاند په څرګندونو کې د طالبانو هیواد پال دریځ له ورایه مالومیږي او دا زما د کلونو کلونو ارمان و او دی، چې افغان مقاومت (رښتیني طالبان) ژر تر ژره د دښمنو پنجابیانو د فشار له ساحې څخه ځانونه وباسي، بل خاصه د طالبانو وتلي او مخور مشران باید د پنجابي استخباراتو د کنترول له ساحې نورو خوندي هیوادونو ته ځانونه ورسوي دا نظر مې په دا شپږ اوو کلونو کې بار بار او په تکراري ډول له مختلیفو غږیزو او نورو رسنیو څخه د طالبانو تر غوږو ور رسولی خو له بده مرغه، چې په اړوند یې طالبانو کوم جدي عمل نه دی ترسره کړی خو بیا هم دخوښي ځای دی، چې د طالبانو د قطر دفتر غړي په دې ټینګار کوي، چې دفتر یې باید په رسمیت وپېژندل شي او د سولې په اړوند ټولې غونډې د دې دفتر له لارې په قطر کې تر سره شي مانا دا چې د کابل او پنجابیانو څلور بولې غونډې کوم ارزښت نه لري یا په بل عبارت طالبان نه غواړي چې پنجابیان دخپلې خوښې سوله پرې وتپي.

د پګواش په غونډه کې دطالبانو بل نارینتوب او اتلولي دا وه، چې په واضحو ټکو کې یې د سولې او روان ناورین په اړوند ټینګار وکړ چې مخامخ خبرې یوازې او یوازې له امریکا سره شونې دي نه د امریکا له لاسپوڅو سره البته دا هم زما هیله او زما د مخکینۍ لیکنې هغه منځ پانګه وه، چې ډېر زیات لوستونکي یې لرل د«سولې خبرې فقط له امریکا سره او بس» یې سرلیک و.

دپګواش په غونډه کې د طالبانو بله کامیابي دا وه، چې ارګ خېلو دوی په رسمي ډول دسیاسي مخالفینو په حیث وپېژندل اګر چې افغان مقاومت (رښتیني طالبان) د دغو تالی څټو هیڅ کومه پروا نه لري که یې په رسمیت وپېژني او یا یې ونه پېژني طالبان یې په کیسه کې نه دي خو بیا هم غبرګ سرو او ټیټ سرو خپـله وار خطایي وښوده.

دا هم باید په پام کې ونیسو، چې د کابل اداره د واشنګټن د ریکلام تخته یا ویترین دی یعني په دې ویترین کې هر څه د واشنګټن په حکم او هدایت ښودل کیږي نه د ارګ د نشه یانو لخوا هغوی خو یوازي خوري او خړي.

اوس نو که له پورتنۍ زاویې ورته ځیر شو په حقیقت کې خو طالبان د واشنګټن لخوا په رسمیت وپېژندل شول نه د کابل د فاسدې ادارې لخوا ځکه چې دا بې کیفایته اداره د داسې چارو جوګه کېدلای نشي.

د درنو لوستونکو وخت به نه نیسم لیکنه به مې را لنډه کړم فقط هوښیارو، بیدارو، سرښندونکو، په هیواد میینو او رښتینو طالبانو ته یو ځل بیا لیکم، چې بهترینه موقع په لاس درغلې ده اعظمي ګټه ورڅخه پورته کړئ ځکه، چې له یوې خوا د ولس ذهنیت د اشغالګرو او تالي څټو په مقابل کې په کافي اندازه تور شوی او له بلې خوا د سیمې هیوادونه د اشغالګرو دا نویو نویو دسیسو او ترهګریزو پروژو خورا اعصباني کړي دي.

بس د مورشیدې مو شه ژر تر ژره له دې موقع څخه ګټه پورته کړئ او د امریکا د خیال پلاونو لسیزې په سیند ور لاهو کړئ او کولای هم شئ ځکه، چې هم مو الله تعالی ج په طرف دی هم مو خپل ولس په طرف دی او هم د سیمې د زورورو د امید سترګې ستاسو په خوا در کږې دي.

اوس که تاسې د خپلو پوځي بریاوو ترڅنګ خپل سیاسي درایت یو څه نور هم وځلوئ خود به ګټونکي شئ.

امریکا سوله نه غواړي په سوله کې خپل زیان ویني باید په وچ زور یې سولې ته راکش کړئ.

د ویبپاڼو له درنوچ لوونکو څخه هیله کوم، چې دا لاندني لینکونه د همکاري له مخې زما له لیکنې سره یوځای خپاره کړي ترڅو درانه لوستونکي د پرون، نن او سبا په اړوند نور هم ځیرشي.

مننه او کور ودانی

http://www.nunn.asia/32381/

http://www.afghansabawoon.com/امریکا-په-سوله-کې-خپل-زیان-وی…

http://www.nunn.asia/62827/62827/

ګران افغانستان دې خپلواک اواتل افغان ولس دې نورهم سرلوړی وي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ahmad
میلمه
ahmad

محمد امین بسمل صاحب پدی نیک نظر اوعالی فکر او واقیعت بینی دی برکت شه الله تعالی دی خیر درکړی خپلی نیکی مشوری هر وخت وروڼو ته ورکوی خو که تر ډیره یی په حل کی اقدام نکیده هغه به دامکاناتو نشت والی وی نه دا چی ګویا ورڼه په ښه نظر نه پوهیږی او یا سرغړونه کوی ۰

محمد ياسر وردگ
میلمه
محمد ياسر وردگ

ښاغلی بسمل صاحب په رېښتیا چه ستا مشويري او لېکنۍ د ستايني وړ دي او دا په حقيقت كي دملت غوښتنۍ دي الله(ج) د د توفيق درکړې چه خپلو لېکنو ته دوام ورکړی ،، برېالۍ أوسي بسمل صاحب،،

ن ( صمد )
میلمه
ن ( صمد )

بسمل صاحب، ترخه حقایق مو ویلی او سپینی خبری مو کړي دي. څوارلس کاله د ستر قدرت او د هغه د ورا په وړاندی مقاومت ساده خبره نه ده . الله دی اجر درکړی. الله دی جباران او مغروران وځپی .

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ال عمران ۱۳۹
هو هغه کامیاب اوګتونکی ده چی په اسلام سم تینګ ودریږی او دیو انچ هومره تنازل ونکړی او دهیچا فشار ونه منی
#####

محمدامین بسمل
میلمه
محمدامین بسمل

له درنواوعزتمنوتبصره کوونکو ښاغلي احمد، یاسر وردګ او ن،صمد څخه دزړه له تله مننه کوم، چې زه یې په دې لار کې نورهم وهڅولم همدا راز دنن ټکي اسیا له بې پرې اواخلاصمنوچلوونکو څخه هم یوه نړۍ مننه، چې زما لیکنې یې په ورین تندي خپرې کړې دي. څه، چې ما لیکلي یایې لیکم بس همدوره الله تعالی ج وس راکړی دی. وايي بنده په وس پړ دی کاشکې الله تعالی ج ما ته دا وس هم راکړی وای، چې دخپلونظریاتواو مشورو دعملي کېدو جوګه هم وای. دا، چې زه دهیواد اواسلام رښتینو سرښندونکو(طالبانو) ته په زغرده اوبې دچا له… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

بسمل صيب تاسو قربان شم تاسو خوشبخته ياست چی له ليري فاصلي هم د حقايقو او د خداوند متعال د برحقو بندگانو حقانیت درک کولاي شي. زه هغو بوده گانو ته حیران يم چی حقایقو ته د پگواش په وساطت لاره پیدا کوي، پردي پگواش د دوی او طالبانو تر منز د تعارف ترجمان، وسیله او میزبان جوريژي، له رسمي دعوت پرته هغوي نه پيژني، نه پری د تایید او ملاتر حق لري، د طالب داعیه د آتومی انرژی کيمياوي معادله نه ده چی د تشریح او استفهام ورتيا يي د بهرني پگواش په دعوت، هوتل او صبحانه خورلو کی… نور لوستل »

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

سوله سنګه باید وشی کفارو سره؟ اوس دوزیر اکبر خان غوندی کار کول پکار ده له دا ننی مکناتنو سره