نړۍ

سعودي کې پر مسجد برید ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۹مه، ۱۳۹۴ ل): د سعودي عربستان په ختیځ کې د الاحساء پر یوه مسجد برید او ډزو کې څلور تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

اسوشیتډ پریس خبري اژانس د عیني شاهدانو په حواله لیکلي چې د الاحساء په مهاسن کلي کې د شیعه ګانو پر یوه مسجد (الإمام الرضا) پنځو تنو بریدګرو برید وکړ چې وروسته بیا د پولیسو او برید کوونکو ترمنځ نښته رامنځته شوه، په برید کې د مسجد دننه څلور تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

محمدالنمر اسوشیتډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې بریدګرو هغه وخت پر لمونځ کوونکو ډزي وکړي کله چې دوی د جمعې پر لمانځه ولاړ وه، نوموړي همدارنګه ویلي چې لومړۍ ډزي شوي او بیا یوه سرتیري بریدګر غوښتل چې په ځان پوري تړلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړي خو لمونځ کوونکو د سرتیري څخه د چاودیدونکو توکو واسکټ څيري کړ او د چاودني مخه یې ونیول.

د یادوني وړ ده چې محمدالنمر د شیخ نمرالنمر ورور دی کوم چې تېره میاشت په سعودي اعدام شو.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت بیا د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چې برید دوو تنو بریدګرو ترسره کړی چې یوه یې په مسجد کې دننه په ځان پوري تړلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړی اوبل د پولیس له لوري ژوندی نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تر لومړي برید وروسته د پولیسو او بریدګرو ترمنځ نښته هم شوي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x