سعودي کې بنديانو سره د بد چلند په اړه د شيخ يوسف الاحمد هغه څرګندونې چې له امله يې بندي شو ـــــ (۳)

5365

په تېر پسې… 

همدارنګه هاغه د بندیانو ښځې او مورګانې کومې چې څو کاله وړاندې، د کورنیو چارو وزارت د چارواکو سره د لیدنې کتنې په موخه ورغلې وې، د وهلو، بندي کولو او تهدیدولو ترڅنګ ترې مبایلونه هم اخستل شوي وه. او په دې وروستیو کلونو کې د دغو خورګانو شمېره آن تر اویاوو هم اووښتې وه کومې چې ورغلي وې او د یادو خطرناکو او خواشینوونکو پېښو او دې ته ورته نورو سره مخ شوې وې.

دغو خویاندو چې کومې کیسې راته کړي دی –نور الله پوهېږي چې څومره به رښتینې وي او که نه؟- د هغو څخه دا هم ده چې کله دوې دغې سیمې ته ورغلې، نو د ضابط له خوا ورته وویل شول چې تاسو به د امیر محمد بن نایف سره حتمې مخ کړی شئ، او هرې یوې ته به د یوې دقیقې وخت ورکړل شي، نو تاسو ته په کار دي چې موږ سره د مرستې په موخه خپل پیغامونه وسپارئ او د یوې دقیقې څخه یې زیاته نه کړئ!. د دې خبرو په اورېدو سره ټولې ښځې بې اندازې خوشاله شوې، او د دغه ضابط د ښو اخلاقو په یادولو، او د چارواکو د پاملرنې په ستایلو یې پیل وکړ چې د پیغامونو او غوښتنو په رسولو کې مرسته کوي. تر دې چې یوې خور ضابط ته وویل چې که چېرې تاسو موږ حایر ته بیايئ نو خبرې مو کړه چې همدا اوس درسره لاړې شو. خو نوموړي ضابط ورته په الله سوګند یاد کړ، چې تاسو به حتمي امیر محمد بن نایف سره وګورئ.
نو خویاندې بسونو ته په ختلو کې یوه تر بلې مخکې کېدله، آن تردې چې پر یو وخت دوه ستر بسونه ډک کړی شول. هر بس به تقریبًا د نهو کسانو ځای درلوده، خو د دوی شمېره په دواړو بسونو کې شاوخوا اویا تنو ته رسېدله.
بلکې دوه ښځې په سایکلو کې راغلې او بس ته د پورته کېدلو سختې یې پر ځانو ومنله، سایکلې هم ورسره پورته کړی شوې، او یوه بله مور هم وه چې پخپلې همسا سره ډېره په سختۍ راغله، ټولو دغه ضابط په دې ستایه چې امیر سره ورته د لیدنې کتنې زمینه برابروي.
ضابط ترې بیا غوښتنه وکړه چې خپل مبایلونه راوړي، او د نومونوپه لیکلو سره په ټاکلي شي کې واچول شي. دغو خویاندو دا کار هم په ډېره جلتۍ ترسره کړ. په لاره ول، تردې چې ټولې ښځې پوه شوې چې د توقع خلاف، حایر نومې ځای ته ورسول شوې، خیانت او ټګي ورسره وشوه. ډېر دردناک، حیرانوونکي او خواشینوونکی کار وشو.
یوې خور ترې سوګند یاد کړ، چې موږ له قسیم څخه راغلو، او په کرایي استوګنځای کې مو له وړو نجونو څخه په غیر بل څوک پاتې نه وه، هغوی سره مو وعده کړې وه چې ژر بېرته راځو، نو باید چې ورشو، او یا ورسره اړيکه ونيسو، ترڅو ترې ډاډمنې شو. خو هیڅ هم ورسره ونه منل شول، او ډېر زیاتې یې وځنډولې، آن تردې چې شاوخوا ۲۴ ساتونه پرې تېر شول.
خو متاسفانه زړې ښځې هم خپلې همساو او باسیکلو سره د حایر زندان ته ننوتلې، او د ټولو ښځو څخه په ډېر ناسم ډول څېړنې او پلټنې وشوې، د دې خطرناکې غلطۍ بېلګې په یوه کال کې دوه ځلې ترسره شوې.
زه خادم الحرمين الشریفین ته وړاندیز کوم، چې د خپلو ورونو مرسته وکړي او په دا ډول ناړامه پېښو کې د ښکېلو خواوو پېژندنه او محاسبه ترسره کړي.
د مسلې د اهمیت او حل په موخه غواړم چې په لاندې مختصر ډول يې، نور اړخونه هم لږ نور وڅېړم:
۱ـ د نظام او قانون عملي کول. د بندیانو کورنۍ ټول د قانون تطبیق او د شریعت حاکمیت غواړي.
۲ـ د قانون پر بنا هر څوک چې نه محاکمه کېږي باید له بنده خوشې شي، ډېر خلک هسې د شک پر اساس نیول شوي دي. د مثال په ډول، په چا د چاودنې تور دی، او په چا د فتوا ورکولو، او څوک د ظلم او نورو کارونو په تورونو نیول شوي دي، خو په یوه هم هیڅ شواهد او دلایل نه لري، نو د دوی په بند کې ساتلو او محکمې ته څه اړتیا نشته.
۳ـ قانون باید په هر چا تطبیق شي. د قانون په وړاندې قاتل، او مظلوم. بندي او چارواکی ټول سره یو برابر دي. باید هر څوک قانون او شرعي فیصلو ته غاړه کېږدي. او که داسې ونه شول نو ستونزي به رامنځته کېږي.
۴ـ استخباراتي اداره هم څارنې ته غاړه کېږدې او وڅارل شي. نو ټول هغه تهمتونه چې دوی ته پرې ګوته نیول کېږي او بندیان يې هم یادوي باید چې د دعواوو پلټونکی پلاوی پکې مداخله وکړي او د استخباراتو د عمومي مدير په شمول، د جیلونو مسئولین او پلټونکي ټول څېړنې ته غاړه کېږدې.
همدارنګه د هاغو کسانو په اړه هم باید پلټنې وشي چې بندیانو سره او د دوی د کورنیو، خویاندو میندو سره یې د لیدلو پر مهال د بد سلوک خواشینه وونکي او دردوونکي خبرې اورېدل کېږي، ځینې خویاندې د خپلو خاوندانو د لیدلو لپاره ورغلې وې خو داسې بده رویه ورسره شوې وه چې یادول یې د چا په خوله نه راځي او ډېر دروند تمامېږي.
همداسې نور ډېر خواشنوونکي خبرې دي چې زمونږ ډېر علماء، مشایخ او مخلص ورونه بندیان دي چې زه پرې ډېر ښه اعتماد او باور لرم، چې دوی د هیواد په امن او یووالي ډېر مین دي، د دین مرسته کوي، منونکي دي، مشرانو او علماؤ ته احترام لري، ظلم نه کوي، او باطل نه تاییدوي، همدارنګه ناروا کارونه نه تائیدوي لکه چاودنې، افراط کول، او د کفر ټاپې لګول او داسې نور. چې زه پرې پوره یقین او باور لرم. او مشران خلک هم دي. د ځینو نومونه یې دا دي:
د هېواد په شرقي څنډه کې شیخ محمد التهمان. استاذ هانئ عبد القادر.
او غرب طرف ته شیخ منصور معبدي الحربي چې الله پاک د شرعي علم ترڅنګ د وعظ پوره استعداد ورکړی دی.
شیخ حجاج العیني چې په امنیتي ارګانو کې یو پرمختللی ضابط هم دی. د اتو کلونو راهیسې متقاعد دی.
دا ډېر د حیرانتیا خبره ده چې دا ډول خلک ولې په جیلونو کې پراته دي.
استاذ عبد العزیز کامل، په عربي نړۍ کې پیاوړی سیاسي لیکوال.
استاذ شیخ فیصل البعداني، چې د اوسمهال د پیاوړو لیکوالانو او زموږ له ښو ملګرو څخه شمېرل کېږي، چې د خپلو لیکنو ښې بېلګې لري.
شیخ عبد العزیز العریفي. اوهمداسې نور ډېر ورونه دي چې نومونه مې په یاد کې نه دې پاتې. یو څه ترې دا دي:
شیخ خالد الراشد، د هیواد ټول زندانونه، حربي او نور بیلا بېل پوهنځي، پولیس، مدرسې او داسې نور یو ځای هم ترې نه دی پاتې چې نوموړی د دعوت په موخه نه وی ورغلی. او دعوتې هڅې یې هر ځای ډېرې ګټورې هم ثابتې شوې دي.
که چېرې په نوموړي کې کومې ستونزې او مخالفتونو شتون درلود، نو د پخپلمنځي پوهاوې لارې شته دي، حتمي ورسره یو جوړجاړي ته رسیدل. خو دايی د حل لار نه ده چې بندي شي، مدافع وکیل ونه شي نیولی، او کم ترکمه د خپل ځان په اړه د محکمې له فیصلې هم ناخبره وي او ورپسې تړل شوي تورونه رد نه کړی شي. د اقرار اخستلو او ثبتولو پرمهال په محکمه کې تړل شوی وی چې دا ډول اقرار اخستل د فقهاؤ په نزد ډېر ناسم کار دی.
داسې نورې ډېرې ستونزې دي چې باید ورته پاملرنه وشي او د حل لار یې ولټول شي.
الدکتور الفاضل السعود المختار الهاشمي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نسب څخه دی، د علم په زده کړه کې یې زیات وخت لګولی، اوپه څېړنو او طبي زده کړو کې، اثر او رسوخ درلودونکی، د مشورې خاوند دی، په تربوي دورو کې ډېر ګرځېدلی ، او په داخل او بهر کې د دولت ممثل پاتې شوی.
نو ځینې خلک هیڅکله قید او بند ته غاړه نه ږدي، کیدای شي د دې مقابل کې مرګ ورته اسان وبرېښي.
همداسې نور ډېر نومونه دي که په وړاندې کولو یې پیل وکړم نو خلاصی یې نشته لکه:
شیخ ولید بن بکر. شیخ جعود الجلعود. شیخ عبد الله الدهیشي. احمد المنیع. او داسې ډېر نور چې عمرونه یې تر شپېتو پورې دي، خو زه یې په پرېکړو کې د ابن باز سره هیڅ فرق نه شم کولی.
د الله څخه سوال کوو چې ټول له بنده ازاد کړي، او راتلونکې کې خیر پېښ کړي.
او د امنیتي ارګانونو د ورونو څخه غواړم چې د مسلي د حل لار وسنجوي مخکې له دې چې مسله نوره هم سخته شي. د حکمت څخه کار واخلي، دوی زموږ ورونه دي، ټول سره یو ډول یو.
دا ډول بد امني، سختي او ګډوډي، روانه غمیزه نوره هم زیاتوي، نو د دې مسئولیت به د چا په غاړه وي؟
زما په نزد د دې ټولو بدبختیو او سرکشیو مسئولیت د امنیتي ارګانونو او څارګرې ادارې پر غاړه دی، نو ځکه د دعواوو پلټونکي پلاوي جوړولو غوښتونکی یم چې د ستونزو حل پر غاړه واخلي.
او د خادم الحرمین الشریفین څخه غواړم چې د مسلي د حل په لاره کې نېغ په نېغه مداخلا وکړي، ځکه موږ ته څرګنده ده چې د تېرو کلونو په اوږدو کې په زرګونو ایمیلونه او رسالې، د بندیانو د ستونزو په اړه مَلَکي دیوان او د کورنیو چارو وزارت او نورو ته استول شوي دي.
په پای کې، الله تعالی څخه غواړم چې په دې خبرو کې برکت واچوي، او موږ ټولو ته د دې مسلې په اړه د شرعي وجیبو په ترسره کولو باندې توفیق راکړي، باید موږ د خپلو غاړو د خلاصون په هڅه کې شو او خپلو غلطیو ته دوام ورنه کړو.
الله دې ټول بندیان ورونه له بنده خلاص کړي.
وصلی الله علی نبينا محمد. والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

ژباړه: اجمل نعماني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د