نظــر

په افغانستان کې سوله او ځمکني حقایق

استاد خالد احمدزی

د اوږد جنګ د ژورنال له مخې، د افغانستان ۳۵ سلنه ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي او ۳۵ نورو یوازې  مراکز یې د کابل د حکومت سره دي.  نور راپورنه وایې چې په ۲۰۱۵ کال کې،  طالبانو په هغو سیمو کې هم خپل فعالیتونه پیل کړي چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې یې هلته فعالیت نه درلود.

کله چی د ۲۰۱۵ کال د جنوري په لومړۍ نیټه،  ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت اعلان کړ او څرګنده یی کړه چې له دې وروسته به د افغانستان  ملي اردو ته یوازې  روزنه او مشوره ورکوي خو سره له دې یې،  له جنګی فعالیتونو څخه لاس نه دی اخیستی بلکې د افغانستان په سطح یې  د خاص عملیاتو تر نوم لاندی ،  د افغانستان  په  پوځ کی  لس عسکري کنډکونه جوړ کړي چی په هغو کی عملا امریکایی عسکر موجود  دي . دغه کنډکونه په هغو سیمو کی عملیات کوی چې نور ځواکونه یې له طالبانو څخه په نیولو کی پاته راغلی وي لکه چې په تیر میلادي کال کې یې د کندز د بیرته نیولو لپاره عملیات ترسره کړل او یا د مارجې د ولسوالې د بیانیولو لپاره یې عملیات وکړل چې په هغه کی د ماتیو میک کلین تاک په نامه د امریکی د پوځ یو ډلګی مشر ووژل شو او دوه نور یی زخمیان شول.

اداري فساد او غربت:

د ۲۰۰۲ کال راهیسې ، د افغانستان په بیا رغونه ۱۱۳/۱  میلیارده ډالر مصرف شوي د ي. پدې کې ۸/۴ میلیارده ډالر په افغانستان کې د مخدره موادو په مخنیوي  لګیدلي دي خو سروې ښیي چې په افغعانستان کې  داسی څلورسوه زره  ساحې شته چی هلته اوس هم کوکنار کرل کیږي.  ددی  علاوه،  د کابل د حکومت ترڅنګ ،  په افغانستان کی میشت ، امریکایی پوځ کی هم اداری فساد ريښې کړې دي.  د امریکایی  پوځ یوه جګړن ومنله چی د ترانسپورت  یوه افغاني شرکت ته  د قرارداد ورکولو په بدل کې یې پنځوس زره ډالر hخیستي  دي. د امریکی د پوځ یوه بل آفسر  هم په رشوت اخیستلو اعتراف کړی  چی بیا وروسته یو په دوه کاله او بل په یوه کال بند محکوم شو.  همداراز،  د سیګار د تیر کال د راپور له مخی،  د امریکې،  ددفاع وزارت  په افغانستان کی  ۱۵۰  میلیونه ډالر په شخصی کورونو، تلویزیونو اویخچالونو مصرف کړي دي.  ۳۳۵ میلیونه نور یی د بریښنا  په یوه داسی دستګاه لګولي  چې ډیره کمه استفاده ورځنې شوی ده.  ددې سره جوخت ، د ۲۰۱۵ کال  د نړیوال شفافیت د شاخص  په اساس ، افغانستان په فساد کې  د نړۍ په  ۱۶۸  هیوادونوکی دوهم مقام خپل کړی دی.

د نړیوالو مؤسساتو سروې ښیي، د افغانستان ۳۶ سلنه خلک د غربت د خط لاندی ژوند کوي. یوازې د  کابل په   ښار کې ۲۹ سلنه خلک د غربت د خط لاندی ژوند کوي خو په کلیوالي سیمو کې د غربت کچه تر دې زیاته  ده لکه د پکتیا ولایت کی ۷۶ سلنه خلک د غربت د خط لاندی ژوند کوي خو د مچلغو د اوبو بند چی د حکومت په پلان کی دی، او د هغه سره به د خلکو په اقتصادي ژوند کې بدلون راغلی وای،   دتیرو دیارلسو کلونو راهیسی په یوه او بله پلمه  ځنډیږي.  کوچیان بیا ۵۴ سلنه د غربت د خط لاندی ژوند لري خو د افغانستان د مرکزي احصائیې د سروی له مخې چی د ملکرو ملتونو د نفوس د وجهی صندوق له خوا تمویل شوی او د افغانستان په ۳۶ ولایتونو کې یې سروې کړې ، د افغانستان ۳۹ سلنه خلک د غربت د خط لاندې ژوند کوي.

 نامتجانس  ائتلاف:

اوس په افغانستان کی سیکولر عناصرو او کمونستانو  د مجاهدینو او طالبانو په خلاف یو نا اعلان شوی ائتلاف کړی دی. له همدی امله یی پخواني کمونستان په کلیدی  دولتي پوستونو کی ګمارلي دي  چی ټولو ته ښه معلوم دي. کمونستانو غرب ته قناعت ورکړی چی د اسلامي بنیاد ګرایي په خلاف د تاسی مطمئنه اثاثه یو او خدمت ته حاضریو.

دغه عناصر،  له یوې خوا د طالبانو سره د سولې په ځایی نظامی  مقابله غوره بولي او له بلې خوا پخوانی مجاهدین قدم په قدم د اقتدار، اقتصاد او سیاست له  صحنې څخه څنګ ته کول غواړی. که داسی وي، کیدای شي په راتلونکو څو کلونو کی د مجاهدینو په نوم څوک په حکومتي څوکیو پاته نشي بلکې ددوی ځای  به په کمونستانو او سیکولرستانو پورې تړلی ځوان او زوړ قشر ونیسی.

سوله: 

سوله د افغان ولس غوښتنه ده خو پورتني ائتلاف ته په پام،  که په افغانستان کې د سولې هڅې وڅیړل شي نو وینو چی دغه ائتلاف په سوله کی خپله ګټه نه ویني بلکې ددی لپاره د سولې په نوم  هڅې کوي چی  ولس ونه وایي  حکومت د سولې لپاره کار نه کوي او د ولس غوښتنه له پامه غورځوي.  په همدې تناظر کې د کابل د حکومت له خوا د طالبانو د ځینی غوښتنو نه منل د فهم وړ دي ځکه په هغه صورت کی  حکومت مجبور دی چې د واقعي سولې خبرو ته ننوزي  کوم چی دوی یې  نه غواړي.

په دوحه کی د پګواش غونډه:

د پګواش په غونډه کی د طالبانو پراخ ګډون ، د هغوی  ښه ابتکار و او د کابل حکومت یی مجبور کړ چی د هغی د مخنیوی لپاره په هڅو کولو سره  خپل د سولې ضد دریځ  څرګند کړي  حتی هغه کسان چی  پدغه غونډه کی د ګډون لپاره دوحی ته تلل، هغوی یې د کابل په هوایي میدان کی ایسار کړل ترهغو چی طیاره ورځنی لاړه. بیا وروسته په بله طیاره کی  سپاره شول.
د طالبانو لپاره  ضروري ده  چې  د ولس مشورې او انتقادونه واوري او د هغوی سره مشترکه ژبه پیدا کړي. پدې ډول به  افغان ولس ته وښیي چې څوک  په افغانستان کی سوله  غواړي او څوک یې نه غواړي ، څوک  د اشغال په دوام اصرار کوي او د هیواد د استقلال او اسلامي نظام په مخ خنډونه جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x