
افغانستان
میدان وردګ: د موټرو په ټکر کې ۱۵ تنه ټپيان شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۹مه، ۱۳۹۴ ل): د میدان وردګو د مرکز میدان ښار اړوند سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د موټرو ترمنځ ټکر کې ۱۵ تنه ټپيان شوي، په ټپيانو کې د دوو مېرمنو په ګډون ۶ تنه د درملني په موخه روغتون ته لیږدول شوي او پاته نور ۹ کسان برسېرن ټپيان دي.
د میدان وردګو د مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې پېښه د مرکز اړوند په سره پله سیمه کې رامنځته شوي، په اعلامیه کې راغلي چې ټکر د ټونس او کرولا ډوله موټر ترمنځ شوی.
په اعلامیه کې د پېښي علت د موټرچلوونکي بې احتیاطي ښودل شوي.
په دې وروستیو کې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ټکرونه ډیر شوي چې له کبله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي، د ټکرونو ډېري پېښي د کابل – کندهار پر لویه لار رامنځته کیږي.