ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۲۰)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

روحي هدفونه

*       په پابندۍ سره د لمونځ کول.
*       روژه نيول.
*        حج کول.
*       زکوة ورکول.
*       عمره کول.
*       جهاد کول.
*       له ترجمې سره د قرآن کريم لوستل.
*        درس ويل.
*        درس کول.
*       د حديثو مطالعه کول.
*       دين ته د خلکو را دعوتول.
*       د ديني کتابونو مطالعه کول.
*       له ديني عالمانو سره ملاقات کول.
*       له ګناهونو ځان ساتل.
*       د حلال رزق ګټل او خوړل.
*       د مذهبي رسالو مطالعه کول.
*       د خلکو خدمت کول او داسې نور.

جسماني هدفونه

*       روزانه ورزش کول.
*       کومه جائزه لوبه کول.
*        وزن کمه ول.
*       ښه، مګر  کم خوراک کول.
*        سګريټ نه څکول او داسې نور.

کاروباري هدفونه

*       تجارت کول.
*       مزدوري کول.
*       زمينداري کول.
*       صنعت کاري کول.
*       خطاطي کول.
*       د خپلې خوښې د يوه کار انتخابول.

مالي هدفونه

*       په آمدن کې اضافه والی راوستل.
*       د مصارفو کنترولول.
*       د کور اخيستل.
*       د موټر اخيستل.
*        قرض اداء کول.
*       ښو سيمو ته تلل.
*       د قيمتي کپړو جوړول او داسې نور.

ذهني هدفونه

*       تعليم حاصلول.
*       د نوي کسب او فن زده کول.
*       په علمي محفلونو کې شرکت کول.
*       له اهل علم سره ملاقات کول.
*       د کومې ژبې زده کول.
*       د مضمون ليکل.

کورني هدفونه

*  خپلو بچيانو ته ښه تعليم او تربيه ورکول.
*       د کورنۍ له غړيو سره يو ځای اوسيدل.
*       له بچيانو سره د کومې جائزې لوبې کول.
*       له ځان سره مسجد ته د بچيانو بيول.

د ترقي هدفونه

*       روزانه د يوه نوي لفظ زده کول.
*       وخت ښه استعمالول.
*       د رسالو مطالعه کول.
*       په هره مياشت کې د يوه واړه ( کوچني) کتاب مطالعه کول.
*       په ځان کې د ښو عادتونو پيدا کول.
*       له بدو عادتونو ځان ساتل.
*       غصه کنترولول.
*       د کومې نوې ژبې زده کول.

د دوستي هدفونه

*       له خپلو خپلوانو سره ناسته ولاړه.
*       په هره مياشت کې د يوه نوي دوست پيدا کول.
*       دوستانو ته ميلمستيا ورکول.

د ټول عمر هدف

*       دا هغه هدف دی کوم چې له مرګ څخه د مخه لاسته راوړنه غواړی، د دې لپاره د ډيرو نورو هدفونو ټاکل هم ضروري دي.

د اوږدې مودې هدف

*       کوم چې له ۱۰ نه نيولی تر ۱۵ کلونو په موده کې تر لاسه کول غواړی، هر څوک چې د اوږدې مودې لپاره هدف ټاکي هغه ډير کامياب انسان جوړيږي.

د درميانه مودې هدف

*       کوم چې په پنځو کلونو کې تر لاسه کيږي.

د کال هدف

*       کوم چې په دولسو مياشتو کې تر لاسه کيږي.

مياشتنی هدف

*       کوم چې په ديرش ورځو کې تر لاسه کيږي.

ورځنی هدف

*       د کوم چې تاسو په يوه ورځ کې تر لاسه کول غواړی، د دغه تعلق له بنيادي هدف سره هم وي او مختلف هم.

پورته ذکر شوي ټول هدفونه د اصل مقصد په لور تاسو ته حرکت درکولای شي.

په اصل کې مهم روحي، جسماني، کاروباري او مالي هدفونه دي، تاسو په ټولو هدفونو باندې په يوه وخت کې هم کار شروع کولای سی، ليکن په مهمو هدفونو کې په يوه وخت کې د يوه انتخاب وکړی او بيا د هغه د لاسته راوړو لپاره ټول هغه څه چې له تاسو سره وي په کار واچوی، هيڅ مه پريږدی، ټول کوشش د هغه په تر لاسه کولو کې صرف کړی، هر وخت د هغه په باره کې سوچ کوی، د هغه د لاسته راوړو لپاره روزانه څه نا څه ضرور وکړی، تل مستقل مزاج اوسيږی، کاميابي به د ستاسو قدمونو ته راځي.

کوم وخت چې تاسو څو هدفونه ټاکی نو له هر هدف سره وليکی! تاسو د نوموړي هدف تر لاسه کول څنګه او له کومې ليارې غواړی؟ فکر وکړی د نوموړي هدف له لاسته راوړو تاسو او د ستاسو کورنۍ ته څه فايده رسيدلای شي او که مو نوموړی هدف ترلاسه نکړ نو بيا تاسو او د تاسو کورنۍ ته کوم نقصان رسيدلای شي؟

مثلا که تاسو مالي هدف ترلاسه کړ تاسو او د ستاسو خاندان يوه بهترينه زندګي تيرولای شی، حج، عمره، جهاد، کولای شی، خيرات، زکوة او صدقه ورکولای شی، په بچيانو په يوه ښه اداره کې تعليم کولای شی، کور او موټر اخيستلای سی او يوه ښه تعليمي اداره مدرسه او مکتب جوړولای شی او که چيرته دغه مالي هدف ترلاسه نه کړی نو له پورته ټولو نعمتونو نه يواځې دا چې محرومه کيدلای شی، بلکه د ناجوړتيا په صورت کې نه د ځان او نه د خپل اهل وعيال صحي علاج ( درملنه) هم نشی کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x