
ویډیو: د باچاخان پر پوهنتون د بریدګرو ویډیو نشر شوه
نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۹مه، ۱۳۹۴ ل): د باچاخان پوهنتون چې څه موده مخکې د پاکستاني طالبانو د یوه ګروپ له لوري تر برید لاندي راغلی وو، او تر شل زیات کسان په کښي وژل شوي وه، د بریدګرو او پوهنتون دننه نصب شویو کیمرو باندي اخیستل شوي ویډیو د پاکستاني رسنیو له لوري نشر ته وسپارل شوه.
په دغه ویډیو کې هغه بریدګر ښکاري چې پر پوهنتون یې برید کړی او همداسی د پوهنتون محصلین لیدل کیږي چې یوې خوا او بلي خواته د ځان ژغورني په خاطر منډي وهي. په ویډیو کې هغه پاکستاني پوځیان هم ښکاری چی د بریدګرو سره یی جګړه کړې او وروسته تر ۱ ساعت جګړې یې ټول بریدګر وژلي دي.
پاکستان هغه وخت ویلي وه چې د بریګرو سره د افغانستان څخه تلیفوني تماسونه نیول شوي ول او همداسی ځینو سرچینو ویل چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی وو.