زه یو شاعر یم

لیکوال: حامدالله ستون

مهمه راته ښکاره نه شو، چې دروغجنو او بې کیفیته څېرو راته د نظر او مفکورې د کمزورۍ پېغور راکړ. تر دې وړاندې مې یو ځل دا خبره جدي ونیوه، مګر حواسو ته تر ننوتلو وروسته څرګنده شوه، چې چټلي د خپل نه شتون په صورت کي خپل اصلیت او شتون د بوی له لارې ښکاره کوي. کله چې زه د خپل حقیقي نظر له زاویې څخه د حقیقتونو لپاره د جامو په جوړولو لاس پورې کړم، عوام فکر کوي چې حواسو یې ورڅخه واک اخیستی او یا د بوختیا د نه شتون له امله د ځان لپاره بوختیا ایجادوي. مطلب یې زما هغه کار دی، چې زه حقیقتونه په مجازي جامو سینګاروم، تر څو په رښتینو اوبو کې صیقل شي، ښایست ومومي او بیا د دې ښایست د راښکون له مخې د خلکو په زړه او مغز کې ځای ونیسي.

تر دې چې د هغوی له زړه څخه ناولي توب لرې شي او په دې پوه شي، چې د مجاز په جامو کې حقیقت حقیقت وي او دا د هغه چا کار دی، چې زړه او مغز یې له دې چټلۍ څخه پاک وي. مګر د حقیقت په جامو کې مجاز ته ځای ورکول یوازې د ګمراه او فاسدو خلکو کار دی. ځکه هغوی د واقعیتونو د ارزښت کیفیت کمزوری کوي او په پای کې د عوامو لپاره د واقعیت پټول عام کیږي او په دې ترتیب د بې کیفیته مجاز چټلي د هغوی مغزو ته هم لاره پیدا کوي. زه پوهېږم چې زماهره خبره د مجاز جامه په تن لري، مګر د دې دا مطلب نه دی، چې تر مجازي جامو لاندې د کلمو اندامونه هم مجازي دي.

زه د یوې پاکې ارادې والا مخلوق یم او زما په رګونو کې د مینه ناک دین وینه جریان لري. زما د ژوند تر ټولو لویه پانګه انسانیت دی او د انسانیت څېړل زما یو له لویو بوختیاوو څخه دي. زه پوهېږم چې زما ژوند تر پنځو حواسو وړاندې د یو بل حس پر بنسټ روان دی او دا هغه حس دی، چې یا ورباندې هېڅ هم نه تر لاسه کیږي او یا تر لاسه کیدونکي څیزونه ټول واقعیت دي. زه تر حقیقی نړۍ ورها خوا په یوه بله رښتیني مجازي نړۍ کې ژوند کوم. د عوامو په څېر څلور دېوالي نه لرم، چې په کې د خپل ځان ساتنه وکړم. هڅه کوم بې له کومې پېژندګلوئ د خلکو د زړه دروازې وټکوم او هغوی هم پرته له کومې پوښتنې ماته ښه راغلاست و وايي. مهمه نه ده چې څوک راته د خپل زړه دروازه پرانیزي او کنه. ناهیلي زما په مذهب کې نشته، د دروازې د نه پرانیستو په صورت کې زه خپل زړه ته ننوځم. هغه ځای ته چې د حقیقي او فاسدې نړۍ د چټلۍ له بوی څخه په امن دی. خواړه مې شپږم حس دی او له همدې شپږم حس څخه تغذیه کوم. د عوامو په نسبت زه د هغه دروغجنو حقیقي اندامونو پالنه نه کوم، چې تر یوې مودې وروسته خپله پېژندګلوي له لاسه ورکوي. فکر مې د عمر د ټاکلې مودې په اړه نه ښکېل کیږي.

زه تر هغه مجازي حقیقت وروسته خپله پېژندګلوي څرګندول غواړم، چې له مجازي څېرې څخه مې اصلي څېره د هسک پر لور لاړه شي او خپل سیوری د نا ټاکلې مودې تر پایه پورې پرېږدي. د معنوي لګښتونو په برخه کې ډېر محطاط یم. د بې ځایه لګښتونو څخه پر مخنیوي باندې زما تمرکز د همت درنه برخه ده. پر شمېرلو کلمو باندې خبرې کوم. مهمه نه ده چې څوک ترې څه اخذ کولای شي او کنه. ځکه زما خبرې له رښتینو کسانو پرته بل څوک نه شي درک کولای او نه یې هم د پوهېدلو وړتیا لري او نه هم راته دا مهمه ده، چې د نه پوهېدنکو خلکو لپاره څه وضاحت وړاندې کړم. لامل یې دا دی، چې وضاحت غوښونکي او نه پوهيدونکي کسان د رښتیونو کسانو سره واټن لري او تر څو چې دا واټن له خپل منځ څخه لرې نه کړي، د هېڅ خبرې د اخذ وړتیا نه لري. د واقعیت او انسانیت تر څنګ اړیکو ته ارزښت ورکوم. تر مجسمو اړیکو وړاندې د غیرې مجسمو اړیکو په لټه کې یم. کله چې پوه شم کومه اړیکه مجسمي بڼه لري، د غوراوي پر ځای د پرېکولو لپاره ورته چاړه را اخلم او د تل لپاره یې له منځه وړم. زه د پاکې ارادې والا مخلوق یم، حقیقت زما وجود دی، انسانیت مې اندامونه دي او تر ټولو مهم دا چې، زه د خپلې انرژۍ درنه برخه د حواسو پر پالنه لګوم. ځکه چې زه یو شاعر یم او د شاعر دنده د حواسو غوره پالنه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د