نظــر

څارګریزې ناستي او هڅي د ریښتینی سولي پیغام نشی لرلاي!

قاضي نجیب الله جامع
قاضي نجیب الله جامع

قاضي نجیب الله جامع –

د افغانستان پر اوسنۍ کشالې ژور غور او دهغي ارزول پر یو تاریخی برابر مقیاس، کوم چه شته ستونزې یی ناوړه او غیری ارادی پایلې بللی شو، او له بل لوری ددغه ډول معضلو د حل تاریخی بهیر ته که پر نړیواله کچه پر څانګړی ډول د نړیوال حقوقو پر رڼا کښی پاملرنه وشی داده، چی، مونږ نه یوازی د نړیوال منلی ډیپلوماټیک عرف او شته کورنی غنیمت بدیل پټانسِلونو څخه د یو معقولانه اونږدي کونکي حل لارې پر توګه مو ورنه ګټه نده اخیستلی، بلکی د حقیقت، اړتیا  او تعقلی منطقی امکان او استدلال د رویې پر خلاف او ښکاره تضاد مو د بی پایلې او بی برخلیکه سرنوشت پر لوري چي د افغانستان د کښالې د حل پر نیت ګامونه اوچت کړی دی، هغه چی نه یوازی زمونږ د علاج وړ رنځ د عاجلی شفا سبب نده واقعه شوي، بلکی له داسی حالت سره یی مخ کړی یوو هغه چه اوس باید د یو ګام پرځای سل داسی چټک ګامونه پورته کړای شی، ترڅو مونږ د پیل تر مسیر ورسوی او د دی ټول د لمس او احساس وړ لامل پر تیرو ۱۴ کلونو او له هغه ور اخواه د تنظیمی جګړو پر مهال د لرلیدونکیو او استراتژیک عمق درک کونکي د ټولنی له تل څخه پر یو ارزښتمن احساس د نه لرلو سیاسی او ټولنیز تفکر پر سیاسی او د ملت پر اجرایوی ماشین یعنی دولتونو کښی دی.

هغه چی سبب شوی، د دی پرځای چي  د روانی کشالې د پایته رسولو او دهغي د عواملو او لاملونو د کتني او پر اړوند یی د حل لاری لټوني پر کارنده بدیلونو محوری بحث وشی، او پرینږدی ترڅو د افغانستان حساس استراتیژیک جغرافیایی موقعیت او سیاسی جوړښت د سیمزو اونړیوالو د هویت او ثبات د هیژمونسټیکی لوبو او ټکر د جګړو پر لوبغالی او سنګر بدل شي، لاړل د کرزی پر دواړو پړاونو او همدا اوس ولسمشر غنی پر لوی لاس ځان د نړیوالو ناشوني موخو ته د هغوی د یو مصرفی اوبی ګټی وسیلې پر توګه چه افغانستان او د افغانستان پر څیر هیوادونو او ملتونو باندی تپل کیږی ګډ کړل، چی پایله یی نا اهله عیال داعش، کورنی بی ثباتي دوام او اوږدمهاله تحمیلی برخلیک سره مخ کیدل دي.

پر همدې بنسټ غوره داده چي د نظام چلونکي او د اولس  پر سیاسی سرنوشت تاثیر اچونکی حکام نور د ټاکنیزو شعارونو احساساتی کړنو، شخصیتی تعصبونو او د نورو د ګټو لپاره د خپل مظلوم کړای شوی ملت، د قربانی کولو پر ځای، او داچی د دوی مخالف لوری او پر ټوله کښی د دواړو وجود او شتون یو ځمکنی حقیقت دی، او د سیال د حذف پر ځای  د هغه سره پر ګډو فرصتونو غور وشی، بنآ ددی پر ځای چی پرڅارګریزو ناستو لکه د چین، امریکا او پاکستان پر شان ککړو او د سیاسی مذاکراتو او ملی مصلحتونو د ایجاباتو سره پر تضاد کې دی نه یوازي مونږ سولې ته نشی رسولي، بلکی پر ښکاره او لویه معنا سره مونږ د یوی بی برخلیکی او پر یو ځانګړی مفهوم کې د یوې نا تعریفی شوي ستری جګړی پر لوری وړی هغه چه د مرکزی اسیا راتلونکی اورونه، پرشرقی اسیا کښی د ځواک ازموینی لوبی او پر لویه کچه د ټکرونو او ابر قدرت کیدلو هیلې یعنی له پیښو ډک منځنی ختیځ دی، داسی چی د هیواد حتمی تجزیه به یی ثمره وی.

حل لاره :

د دی ټولو حقایقو او یوشمیر ممکناتو پر ژوری کتنی او د هیواد د روان کړکیچ پر لر لیدونکی درک  او بل لورته داچی ولی خبره دلته خدای مه کړه دې کچي ته د یو لوړ ملی ذهنیت او نړیوال ستر ځواکونو د طرحی کړی شومی استراتیژی له اړخه نه دی رسیدلی بلکه که د سیاسی مخالفینو یعنی طالبانو وروستی شنه څراغونه معقول او ژر تر ژره مذاکراتو ته پر مشروعه شروطو پر چمتوالی غور وشی، او د پګواش د څیړنیز کنفرانس ټولیز نظریاتی بهیر مطالعه کړای شی، کوالی شو ددغه لاینحل کیدونکی ټکر دوام او عوامیلو ته د پای ټکی کیږدو.

اما دی ټولو ته د رسیدو تر نیکمرغه سباونه او تل پاتی څرکه اړینه دی چه د سولی او مذاکراتو لپاره، معیني زمینې، نږدی کونکي فرصتونه برابر او د مزل لنډولو لپاره پر کورني، سمیزه او نړیواله کچه خنډ لوری چه تل یی زمونږ د وینو او وجودی فلسفی د انحطاط او لوټلو پر فکر او هیله ژوند کړی، ژر تر ژره قانع او د متخاصیمو لوریو د مخالفت پر اړوند د سکوت او لوړ مصلحت پر مذهبی او فقهی اصل عمل وشی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

قاضی صيب

تاسو ته سلام او درناوي

ستاسو پر محتوی ليکنه په مجموع کی په 5 جملو/پراگرفونو باندی مشتمله ده، چی کيداي شي په ليکلو عطف او ربط کی مو ديره سترتيا او وخت گاللي وي،

زما پیشنهاد داده چی ليکنه په لندو چملو او متعددو ورو ورو پراگرافونو کی په اسانه تنظیم او د لوستونکو لخوا په اسانه فهميدلاي شي

ولی مدرس

ښاغلي قاضی صیب:
پر زړه پوری لیکنه مو کړی، الله ج مو اباد لره.

الحاج استا ذ بیانزی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم ! زه د ټولو هغو ورونو لیکنی یا تبصری ستایم ، لمانځم او مننه تری کوم چه په خبل مظلوم او لس یی زړه درد کوی افغانستان ورته د خپل پلرنی ټاټوبی په شان ښکاری او دغه کور کی نارینه خپل ورونه او ښځی خپلی خویندی او منیدی ګڼی ، مګر د یوی خبری یادول غواړم چه زمونږ ځینی ورونه (چه د ښکلی ضمیر لرونکی هم دی ) ورته متوجه نه دی او هغه دا چه : دشمنان دشمنان او دوستان دوستان او و رونه ورونه وی ، زمونږ هیواد د ۵۰ دشمنانو له خوا اشغال… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x