ادبي لیکني

پښتو او پښتانه !

pashto

پښتو هغه ژبه چې موږ پښتانه خپله ټولۍ په افغانستان کې له ۶۰٪سلنې زیاته بولو،او خورا نور په پښتونخوا او نوره نړۍ کې خواره واره دي.

خو هغه خبره ده چې “:قباله خو داده خو مني یې په چا”.

هر ورځ په هېواد او بهر کې په پښتو ژبه په زرګونو لیکنې په برېښنایې بڼه او یا هم په ساده پاڼو کښلي کېږي.
شاعر اغا هم وایې: زړه مې ماهی دی په دریاب کې ،غمخوار یې نشته چې جاله ور واچوینا.
پښتو هم نن سبا همدغه حال لري،هر ویونکی یې ځانته توره زن وایې،خو تش په نامه.
سږ دوه زره دریارلسم کال دی،خو د پښتو یا ګانې او لغاتونه لا موږ سره ونه پېژندل چې کوم مو خپل کوم مو پردي دی.

دنن خبره؛ یوې همکارې مې متن لیکه،ورته ځېر شوم یوه یا یې هم سمه نه وه،او زیاتر لغاتونه یې داسې وه لیکلي وه (خاغلی،زلګی،ورز،ګېره…).
ورته مې وویل،ولې داسي متن لیکي؟
ـــ ولا یو خومې مکتب په دري ویلی،او بل په مبایل کې چې مسیج لیکم پښتو توري نلري،او اوس همداسي اموخته شوې یم…

نوچې موږ په دومره پرمختللي ټکنالوژۍ سره یو پښتو سافټ وېر نلرو نو بیا څله د پښتو دعوه کوو.
اوس ددې په ځای چې ددې ژبې ویونکي له ټیکنالوژیکي کمپنیو غوښتنه وکړي هغوۍ موږ ته لیکي:

pash

“ای تیار خورو پښتنو زموږ ټیکنالوژۍ ټولي ژبې خپلي کړي،تاسو خو وېده یاست ،که بیا هم اړتیا ورته لرﺉ نو زموږ په پاڼه کې یوڅو کسه راته ددې کار د عملي کولو لپاره رایه راکړﺉ”.

ما چې کله دا خبر ولوست،خوښ شووم ،له ملګرو سره مې دا خبره په فیسبوک شریک کړه،او ځینو وېبپاڼو ته مې هم ددې خبر د پورته کولو هڅه وکړه،خو دوي دې هم ښاد وي،داسې د اړیکې لارې چارې تر ځان پورې جوړي کړي،چې سړی له خپله کاره زړه توری کړي.

له سهار دادی تر مازدیګره زه هغه سايټ ګورمه ،باور وکړﺉ تراوسه سل رایې نه دې پوره شوي، نو چې په زرګونو انلاین یو او سل رایې نه شو پوره کولای ،تر شته مو نشته نه دې ښه …
بیا هم له تاسو ټولو هیله کووم چې د خپلي مورنۍ ژبې د لږ میعیاري کېدو او نړيوال کېدو په خاطر لطفا په لاندني لینک کلیک وکړﺉ او رایه مو ورکړﺉ،او که له خپلو ملګرو سره یې هم شریک کړﺉ،له مورنۍ ژبې سره مو خپله دا وړه فریضه ادا کړﺉ.
http://windowsphone.uservoice.com/forums/101801-feature-suggestions/suggestions/3304769-pashto-language-support-on-windows-phone-8-would-b
ستاسو کشر
زاهد صمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x